د صحابه کرامو  تر منځه د تصادفي جګړې ( جمل ) واقعي ته له بلې زاویې کتنه

١- امام بخاري په خپل کتاب کی د باب التعاون في بناء المسجد لاندي دا حدیث راوړی : (وَيْحَ عَمَّارٍ، تَقْتُلُهُ الفِئَةُ البَاغِيَةُ، او د بخاری په ځینو نسخو کی ( مطبوع ) دغه لفظ‌ هم راغلي ….يَدْعُوهُمْ إِلَى الجَنَّةِ، وَيَدْعُونَهُ إِلَى النَّارِ).دغه خبره نبی کریم صلی الله علیه وسلم ۲ کال د هجرت باندی کړی وو او بیا ۳۶ کاله پس رښتیا شوه .
د ډیریو خلکو دهغه نقل او حدیث هیر وو ځکه ډیری کلونه پری اوښتی وو .
په صفین کی چی کله معاویه رضی الله عنه د حق پادشاه ( خلیفه ) علی رضی الله عنه سره له بیعته روسته شو او د حضرت عثمان د قاتلیونو د پور د اخستنی شدید غوښتنه یی کوله کوم چی حضرت علی دوقت او حالاتو سره دست انتقام مصلحت نه بلل . 
حضرت معاویه چی شام کی وو او حضرت علی ورپسی اووت چی دشام کی معاویه او ورسره خلک د قوت نه په استفادی بیعت ته راوبولی .
عمار رضی الله عنه کوم چی قصه یی پورته حدیث کی تیر شو چی رسول ورته ویلی وو چی لره به باغی ( یاغی ، اوباش ، له قانون او حق خلیفی خارج ) فرقه وژنی هم دحضرت علی د قمندی له لاندی یو عسکر وو . 
د تقدیر فیصلو سره سم حضرت عمار دغی د ( جمل ) په واقعه کی اولګید او فوت شو .
نو چی کله یو صحابی په نوم د عبد الله بن عمر بن العاص دعمار مړینه او وفات ولید نو خپل پلار عاص رضی الله عنه ته یی خبر ورکړ چی دغسی کار شوی او عمار وژل شوی . نو پلار یعنی ( عاص رضی الله عنه اوویل ) چی ما له رسول صلی الله علیه وسلم اوریدلی وو چی د عمار په باره کی ویلی وو ( تقتله الفئة الباغة ) چی سرکشه فرقه او ډله به ددی د مرګ سبب کیږی او دهغوی د لاسه به په حق رسیږی . 
حضرت معاویه ته دغه مړینه او واقعه واورول شوه او دغه حدیث هم ورته بیان شو نو معاویه کړه چی :‌ عمار هر هغه چا وژلی چی چا جنګ ته راوستی وو یعنی د حضرت علی ډلو وژلی . ددی خبری په غبرګون کی بیا حضرت علی وویل :‌ هو بیا نو حضرت حمزه ( د احد شهید ) بیا رسول صلی الله علیه وسلم به وژلی وی که داسی وی نو !.
پورتنی واقعه او ددغی حدیث او تحولاتو په وړاندی زینو مهمو ټکو ته ځیر کیږو .
۱- باغي فرقه . ( ایا په معنی د کافر دی ؟‌نو بیا د حضرت معاویه ډله کافره وه ؟
۲- يَدْعُوهُمْ إِلَى الجَنَّةِ، وَيَدْعُونَه الی النار . ایا یوه ډله کافره وه چی سره په جنګل شول که نه وو کافر نو د باغی لفظ او جنت اودوزخ ذكر كيدل په څه معنی !؟
۳ - پایلي او نتیجي .
د باغی فرقی نه حدیث کی څه مراد دی ؟ 
د باغی فرقی نه مراد په یو حاکم حکومت باندی راپاڅیدل انقلاب او انفلات او غوغا جوړل دی . او بغاوت هیڅ کله هم د کفر په معنی ندی . 
د قرانی ایت په استدلال :‌ وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا) د (‌حجرات ۹ ) ایت . ژباړه کله چی دو ډله د مسلمانانو یو بل سره جنګ اوکړی اونخلی ) 
اول دا چی مسلمان هم جنګونه کوی په خپل مینځو. یا جنګ کوونکو اطرافو ته الله د مسلمان کلمه استخدام کړ . 
که د علی او معاویه تر منځه جکړه کی یو طرف ( د معاوه طرف ) کافر وایی نو الله به هر جنګ کونکی ته کافر ویلی وو . 
» که کوم څوک بیا اعتراض کی وایی چی هغه حدیث سره څنګه چل کوو :‌ 
إذا الْتَقَى الْمُسْلِمَانِ بِسَيْفَيْهِمَا فَالْقَاتِلُ وَالْمَقْتُولُ في النَّارِ فقلت يا رَسُولَ اللَّهِ هذا الْقَاتِلُ فما بَالُ الْمَقْتُولِ قال إنه كان حَرِيصًا على قَتْلِ صَاحِبِهِ [إنه قد أَرَادَ قَتْلَ صَاحِبِهِ . مسلم 
ژباړه : کله چی دو مسلمانان یو بل سره د جنګ په قصد سلاح یو بل ته اوباسی او سره اونښلی او جنګ اوکړی او یو تر مړ شی نو وژونکی او وفات کیدونکی دواړه په اور کی دی . صحابو وویل:‌ قاتل خو مستحق دی مقتول څه رقم بیا د اور خاوند او مستحق کیدلی شی ! نو رسول او فرمایل ځکه چی وفات کیدونکی هم دا نیت کول چی دغه قاتل لره اووژنی . ( یعنی په قوی نیت او هوډ باندی هم انسان نیول کیږی ) .
نو دغی حدیث څخه انکار نه کوو خو ولی د جمل واقعه ورباندی نه برابریږی .
۱- ځکه چی تاریخی او حديثي او د عقيدي په کتابونو راغلی لکه ابو بکر الخلال (‌السنة ) كي د ابن سرین رحمه الله نه نقل کړی چی (‌چی کله فتنه اونښت نو ۱۰۰۰۰ کسان موجو وو میدان کی کله فعلی جنګ شو نو ټولو ځانونه ډډی ته کړل او صرف ۱۰۰ یا ۳۰ کسانو سره جنګونه اوکړل . صاحبو په جمل کی د یو بل د وژنی نیت نه درلودل بلکی د صلحی په طمعه تللی وو او تصادفی جنګ برابر شو .
۲- دغه حدیث کوم کی چی راغلی : قاتل او مقتول به په اور کی وی . د اهل سنت والجماعه او د اهل حقو اصول او عقیده داده چی دغسی یا دیته ورته کومو احادیثو کی چی کله یو ګناه باندی د کفر اطلاق راشی نو دغه دلیلونه د وعید او رټنی لپاره بولی نه دا چی سړی رښتیا هم مستحق شو د جهنم . لکه ( سباب المسلم فوق وقتاله کفر ) نو اهل سنه والجماعه بغیر د هغه قاتل نه چی عقیدة قتل جایز او مباح نه کنړی په مجرد قتال اومقاتله باندی کافر نه کنړی نو پورته د حضرت عمار واقعه والا حدیث هم پدی نظر باندی باید تفسیر شی . نو ځکه هیڅ یو مفسر او عالم هم د دی ایت څخه( وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُّتَعَمِّداً فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِداً فِيهَا وَغَضِبَ اللّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَاباً عَظِيماً ) . (النساء : 93 ). 
د ا معنی ندی اخستی چی قاتل دی مجرد قتل باندی د جهنم خاوند شو او همیشه به جهنم کی پروت وی بلکی وایی دا آیات د وعید او زجر او رټنی لپاره دی . نو مونږ یی تفسیر نه کوو چی څنګه جهنم کی به وی څومره به وی بلکی وایو الله اطلاق کړی چی دغه کس به جهنم ته ځی نور نه پوهیږو . نو ځکه خو قصاص او دیت او معافی باندی قاتل ته د توبی توفیق هم میلاویږی او معاف کیږی ( د ابن عباس فتوی ده ) .
۳- مونږ ویلی شو دغه حدیث صحی چی دو مسلمان چی کله جګره کوی او فوت شی نو جهنم ته ځی خو مخلد او همیشه پکی نه پاتی کیږی بلکی د ګناه په مقدار پکی وی الا هغه کس چی حلال ګڼړی او عقیده یی دا وی چی انسان وژنه ښه او سم کار او جایز دی . او کوم خلک چی ددی حدیث استدلال کوی چی جهنم کی به وی مجرد جنګ باندی نو هغی بیا دا نه منی چی بیا به راوځی د هغو له نظره کوم کس چی جهنم ته ځی نو ټول ابد لپاره ورکی دی . ( فتح الباری ). 
او بل دا چی دا حدیث د (‌جمل ‌) دو اقعی په اصحابو باندی نه تطبیقیږی ځکه پورته حدیث کی راغلی چی یو دبل وژلو هوډ درلود او د جمل په جنګ کی دیو صلحه او اتفاق غوښت. نو د تصادف او نیت او کلک هوډ فرق بایداوکړو .
۴- که سره اتفاق هم اوکړو چی دغه حدیث پدی تفسیر او معنی چی تاسی ورته قایل یاست او مجرد جنګ د کفر سبب دی نو صحابه کرام بیا هم پکی نه داخلیږی ځکه د قرآن ایت دی چی : ( لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحاً قَرِيباً). الفتح : 18.
وَالسَّابِقُونَ الأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَّضِيَ اللّهُ عَنْهُمْ وَرَضُواْ عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَداً ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ). (التوبة : 100 .
او صحیح حدیث کی ثابت دی چی د نبی کریم صلی الله علیه وسلم نه پس غوره امت صحابه دی . ( خير القرون القرن الذي بعثت فيهم، ثم الذين يلونهم، ثم الذين يلونهم ) . چی غوره شو نو بیا چنګه کافر کیږی ! . 
دویمه خبره چی ‌: يَدْعُوهُمْ إِلَى الجَنَّةِ، وَيَدْعُونَه الی النار راغلی نو دعوت نه مراد دا ندی چی د معاویه ډلی چیغی وهل چی جهنم ته راشې نو معلومږی چی دنبی کریم ددغی لفظ چی (‌یدعون )‌دی مراد تری چیغی او سوری او جلبول مقصد ندی بالکی په لسان عرب داسی ډیر الفاظ دی چی لازم معنی د یو شی نه مراد وی . لکه مونږ وایی عربی کی . الغنم رعت الغیث 
( میږو باران کی څر اوکړ ) البته باران باندی څر نه نشی کیدلی! مراد تری واخه او ګیا وی نو چون ګیا له پرخواو لارانه را غټیږی نو ځکه ورته باران سبب کړی شو . 
نو دلته هم مقصد دا دی چی حضرت عمار ورته نیکی خبری کولی چی دده په اند او درک (تاویل ) باندی د حضرت علی په ډله کی شاملیدل او طاعت کو چی د جنت سبب کیږی دعوت ورکول او مقابلی ډلی په سختی سره له دی کاره ډډه کول او د حضرت معاویه په باغی او سر کشه ډله کی داخلیدل ( د هغو تاویل او اند دا کار مناسب کنړ ل - او دیو غلط شوی وو په دی نظر کی ) چی دغه کار د یو مسلط او حق امام له طاعته وتل دی کوم چی د ګناه سبب کیږی او ګناهونه د عذاب او جهنم له اسبابو خڅه دی . 
یادونه: معلومه خبره ده ـ‌د اهل سنت والجماعه ـ په قول چی د حضرت علی ډله غوره وه د معاویی له ډلی نو حضرت یاسر هم د علی له ډلی خڅه وو نو ځکه دلته لازمی معنی مراد ده نه حقیقی جهنم او جنت . 
مومن د قوم فرعون چیغه وهل چی (يا قومي مالي ادعوكم الى النجاة وتدعونني الى النار ) غافر :‌ ۱۱ . مقصد دا نه ووی چی دغه مومن کس د جنت اواز کول او خلک یی جنت ته کش کول او دی مقابل ( دده قوم ) خلک جهنم ته کش کول .‌ هیځ‌ کله هم داسی نده بکلی مرا دادی چی ای قومه تاسی ما داسی کارونو ته بلی داسی کړنی کوی چی جهنم سبب کیږی هغه کړنه او زه تاسی سلامتیا او بدو مو خلاصوم او ځما خبره نه منۍ؟
روستي خبره پایلي او نتائج : 
کوم حدیث کی چی راغلی ( عمار تقتله الفئة الباغية ) 
یا خو دغه حدیث ضعیف دی . ځکه نور روستی حصه د حدیث چی («يَدْعُوهُمْ إِلَى الْجَنَّةِ وَيَدْعُونَهُ إِلَى النَّارِ»، مدرج ( چی د حدیث لفظ‌ نه وی او ورکی ننویستلی شوی وی ) دی نو ځکه امام مسلم دغه شق او طرف د حدیث ندی ذكر كړی خپل کتاب کی اوامام حمیدی هم کله چی د بخاری او مسلم احادیث جمع کول دغه («يَدْعُوهُمْ إِلَى الْجَنَّةِ وَيَدْعُونَهُ إِلَى النَّارِ»،). حدیث کی ندی نقل کړی . دوهمه وجه مراد د بغاوت نه ( .. وَقُـلْ بَغَى يَبْغِي بُـغَاءً: طَـلَبَـا ) طلب او لټه ده . چی هغوی یعنی د حضرت معاویه ډلی د حضرت عثمان د قاتلینو په لټه کی وو . 
اوس راځو ځینی عقلی دلیلونو ته ‌:‌ کله چی نبی کریم ( عمار تقتله الفئة الباغية ) ویل نو حضرت معاویه موجود وو او د مدینی په کوڅو کی ګرځیده او نبی کریم صلی الله علیه وسلم باندی وحی کیدله نو ولی نه ویل چی دغه کس به زما د وفات نه پس د باغیانو او جهنمانو مشر وی لعنت پری اووایی . او که نه رسول حق پټول ؟ یا حضرت معاویه منافق وو چی د ابی بن سلول غوندی نرمخت ورسره کیدل !‌ ؟ 
بلکی نبی صلی الله علیه وسلم خو د خپل نواسه حضرت حسن لپاره اویل چی دغه زما لمسی به دمسلمانانو یو ښخړه او بی اتفاقی کی جوړه کوی که چیرته حضرت معاویه شیطانی ډله وه ولی نبی کریم خپل نواسی دغی صلحی لپاره استازی معرفی کړ !؟‌
نو معلومیږی چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم دا درک کول چی دغه بی اتفاقی او شخړه او ناورین به د الهی قدر به اساس رامنځ‌ ته کیږی او دنیا کی دغه شیان شته خو بيا پدی خوښ وو چی حضرت حسن به دغه جوړه او صلح دایر کوی . نو دکافرانو او جهنمیانو جوړه نشی کیدلی او بیا رسول وړاندوینه نه کوی چی زما نواسه به دغه افتخار تر لاسه کوی !؟.