
د راپورونو له مخې ويل کيږي پاکستان، د ډیورند پر کرښه څلور نورې دروازې جوړوي. د پاکستان حکومت وايي د ترهګرو د څارنې لپاره د ډېورنډ په کرښه د څلورو نویو دروازو په جوړولو غور کوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر بلیغ الرحمان د هغه هیواد د سنا مجلس ته ویلي چې نوې دروازې به په جنوبي او شمالي وزیرستان، کرم او مهمند ايجنسۍکې جوړې شي. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورند په ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې پولې باندې د دروازو له جوړولو سره افغان مشران مخالفت کوي او د هند د پخواني بریتانوي مشرانو له خوا جوړه شوې دا کرښه نه مني.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د ټولو نړيوالو قوانيونو پر خلاف د ډيورنډ کرښې په شاوخوا کې دروازې جوړوي بلکې تير کال هم دغه هيواد په تورخم کې دروازه ودروله چې د تیر کال د جون په میاشت کې کله چې افغان ځواکونو ورسره د دروازې په لګولو نښته کړې وه او افغان چارواکو دغه کار د نړيوال قانون په ضد بللی و. د تورخم په نښته کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوختې وه.
اوس اساسی پوښتنه دا ده چې پاکستان د کوم هدف لپاره غواړي چې پر ډيورنډ کرښې نورې دروازې جوړې کړي او په ټوله کې پر دغې کرښې د پاکستان وروستي تحرکاتو اساسي موخه څه ده؟
که څه هم له وړاندې شنونکي او افغان ولس په دې باور دی چې د ډيورنډ پر کرغيړنه کرښه د پاکستان پوځي تحرکات د دغې کرښې ته د رسميت ورکولو په موخه ترسره کيږي؛ خو اوس چې د کابل او اوسلام اړیکې ترینګلې شوي نو په داسې حالاتو کې د ډيورنډ کرښې باندې تحرکات د یو بل هدف لپاره هم ترسره کيدلی شي.
لکه څرنګه چې په وروستيو کې پاکتسان تر نړيوالو فشارونو لاندې دی او بل لور ته افغان حکومت پرې تور پورې کوي چې دلته هر بريدګر او چاودیدونکي توکي له پاکستانه رااوړي نو اوس پاکستان د دې لپاره چې هم نړيوالو ته ځان سپينه کوتره وښايې او هم د افغان حکومت او نړيوالو پام بلې مسالې ته واړوي نو د ډيورنډ کرښه يې رامخته کړه.
تر ټولو اساسي علت چې پاکستان يې په وروستيو کې پر ډيورنډ کرښه د دروازو جوړولو لپاره دليل راوړي؛ هغه د پاکستان پخوانۍ باطله داعیه ده چې وايي هندوستان د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي؛ همدا دليل دی چې دغه هيواد له افغانستاه د غچ په توګه پر ډيورنډ کرښه د دروازو جوړولو هوډ کړی دی.
که څه هم د تاريخي اسنادو له مخې ټوله پښتونخوا د افغانستان خاوره ده او د انګريزي استعمار په وخت کې د افغانانو پر سینه د ډيورنډ کرښه راکښل شوه؛ خو بيا هم که دا کرښه د دوه هيوادونو تر منځ د کرښې په توګه ومنو نو د نړيوالو قوانيونو له مخې نه افغانستان او نه هم پاکستان د دې حق لري چې پر دغې سيمې کې تاسيسات ورغوي.
دلته يو تريخ حقيقت هم شته چې بايد پرې سترګې پټې نه شي. يعنې دا چې پاکستان په وروستيو کې سپین سترګې شوی دی او پر افغان خاورې له راکټي بريدونو نيولی تر په افغان خاوره کې د تاسيساتو جوړولو ته يې لاس اچولی دی؛خو په مقابل کې يې افغان حکومت سکوت غوره کړی دی. پاکستان په ښکاره تیری کوي او افغان حکومت د ډيپلوماټیک حل زمزمې کوي، که په ډيپلوماتيک حل مو له پاکستان سره ستونزه حل کیدلی نو پنځلس کاله وړاندې به حل شوې وه، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي ډيپلوماتيکو حل لارو کومه نتیجه ورنکړه. له بده مرغه چې افغان حکومت اوس هم له تيرو تجربو ګټه نه اخلي او لا هم د ډيپلوماټیک حل په لټه کې دی.
له پاکستان د ستونزو د حل یوازې يوه لار پاتې ده او هغه دا چې کږه خوله په سوک سميږي. خدای دې اوس په افغانستان کې داسې څوک پيدا کړي چې د پاکستان کږه خوله ورته په سوک سمه کړي.
لیکونکې شازیه شيرزاد