پاکستان او له اسلامه  ناوړه سياسي ګټه

راپورونه وايې د پاکستان حکومت د دغه هېواد په مشهور ښار لاهور کې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) ۲ د پایلوبو په مناسبت په سیمه کې ټول جوماتونه تر درې ورځو پورې بند کړل. د پاکستان اردو پواینټ ورځپاڼه لیکي چې د قذافي سټیډیم، چې دا لوبې په کې کېږي، خواوشا ټولو جوماتونو امامانو او خطیبانو ته امر شوی دی چې تر درې ورځو پورې دې رخصت وکړي. سرچينه زياتوي حکومتي چارواکو په سټیډیم کې دننه جومات په شمول د خواوشا سیمو ټولو جوماتونو او د ودونو تالارونو ته کولپونه ورواچول.
که څه هم له وړاندې دا حقيقت په ډاګه شوی چې پاکستان اسلام د يوې سياسي وسيلې په توګه کارولی او د اسلام په نوم يې ترهګرې ډلې روزلي دي؛ خو د پاکستاني چارواکو وروستي اقدام دا په اثبات ورسوله چې دغه هيواد ته خپل اهداف له اسلامه ډير ارزښت لري. تل په پاکستان کې میشتو عالمانو چې ډيريو ته يې د طالبانو پلاران هم ويل کيږي؛ په افغانستان کې د جهاد فتواوې ورکړي او دلته يې هر ډول افغان وژنه روا بللې؛ خو که همدغه ډول بريدونه بيا په پاکستان کې ترسره شي،  دغه تش په نوم عالمان يې بیا ناروا او ترهګريز بريدونه بولي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې هيڅکله دينې ارزښتونه د پاکستان په پرتله ډير تر پښو لاندې شوي نه دي. افغانستان تل دينې ارزښتونو ته درناوی کړی او د خپلو ټولو اهدافو لومړيتوب يې اسلام ته ورکړی دی. خو دغه د آی ايس آی روزل شويو تش په نوم ديني عالمانو بيا پر افغان مسلمان ولس د جهاد فتوا ورکړې ده.
په دې حقيقت هيڅوک سترګې نشي پټولی چې په پاکستان کې ډيری ديني مدرسې د ترهګرو د روزنې فعال مرکزونه او ځالې دي، هلته ترهګر روزل کيږي او بيا دغه ترهګر د افغانستان په شمول د نړۍ بيلابيلو هيوادونو لکه هندوستان، عربستان او نورو اروپايې او امريکايې هيوادونو کې د ترهګريزو بريدونو په موخه کارول کيږي. پاکستانی پوځ او استخبارات د ځانګړو اشخاصو پر مټ د ديني عالمانو او اسلام له نوم څخه په ګټې اخيستنې دغو ترهګرو ته داسې ذهنيت ورکوي چې ګويا له پاکستان پرته نور ټول هيوادونه کفري دي او په کې جهاد روا دی. په داسې حال کې چې که سروې وشي نو د نړۍ په بدو او فاحشو هيوادو کې به پاکستان په سر کې راشي. په دغه هيواد ښکاره فاحشه خانې شتون لري چې حکومت پرې ټيکس اخلي، د دغه هيواد قانون عيسوي دی، محکمې يې په عيسوي قانون چليږي او آن د ورخصتيو ورځې يې هم د عيسوي قانون له مخې ټاکلې دي.
اوس په  تازه اقدام کې دغې منحوس هيواد يو ځل بيا د خپلو اهدافو په خاطر په لاهور ښار کې ديني مدرسي او جوماتونه تړلي دي. پاکستاني حکومت د دې لپاره چې له دغو سياليو ډيره اقتصادي ګټه ترلاسه کړي او همداشان په دې هيواد کې د نړيوالو لوبغاړو د نه لوبيدو ويره ختمه کړي او په راتلونکې کې په پاکستان کې کرکټ لوبو ترسره کولو لپاره لاره هواره کړي؛ د پي اس ايل لوبو پايلوبه له دوبۍ لاهور ښار ته انتقال کړه او د همدې لوبو دامنيت د نيولو په خاطر يې هلته موجود مسجدونه وتړل. په دغې کرغيړن اقدام پاکستان يو ځل بيا ځان ثابت کړو چې دوی د خپلو سياسي اهدافو په خاطر حتی له اسلامه هم تير دي. اوس دې د پاکستان په ټوک روزل شوي طالبان تکړه شي او قضاوت دې وکړي چې په پاکستان کې جهاد روا دی او که افغانستان کې؟
د سر لوړي افغانستان په هيله