په نړۍ کې هغه وګړي داسې دي لکه مړي چې د ټولنې په خلکو او ټولنه بار وي،دا هغه خلک دي چې په خپل ژوند کې موخې ونه لري، ننني ځوانان چې ګورم د مطالعې سره خورا ډیر شوق لري خو بیا هم داسې موخې لري چې سړی ورته حیران شي.
زما یو ملګری د اقتصاد زده کړیال دی، څو ورځې مخکې مې ترې پوښتنه وکړه چې پوهنتون خلاص کړې څه پلان لرې؟ ده راته وویل چې کیدایشي د رخت دوکان خلاص کړم.
داسې ډیر ځوانان شته چې پوهنتونونه یوازې د نوم لپاره لولي او یا هم د اسنادو لپاره خو
نور دوی په خپل ژوند کې د خپل مسلک سره سم پلان او موخې نه لري، ژوند هغه خلکو ته ډیر اوږد دی چې په خپل ژوند کې پلان نه لري خو هغه خلک چې د په پلان سره سم په مخ ځي هغه یوه شیبه هم سره زر ګڼي او له خپل وخت نه سمه او ګټوره استفاده کوي.
زه هم د نورو ځوانانو په شان یو ځوان یم، لټ یم خو اوس څه ناڅه د وخت په قدرپوه شوییم.
زه به چې پخوا کله غونډو ته تللم نو که غونډه به په لسو بجو پیل کیدله زه به په لس نیمو ورتللم ځکه دا خبره مې اوریدلي وه چې کابل کې اکثره خلک په خپل وخت غونډو او مجلسونو ته نه ځي او زه هم د دوی غوندې وم. خو اوس اول غونډو ته نه ځم که بیا ځم په ټاکلي وخت ځان وررسوم ځکه چې بیا د غونډې نه وروسته د پلان سره سم په مخ لاړ شم.
نه غواړم چې خبرې رانه اوږدې شي، خو دومره وایم چې زموږ افغان زلمي دېد قېمتي وخت په قدر ځانونه پوه کړي.او د هرې ورځې پلان دې ځان ته جوړ کړي؛ دا څو ګټې لري یو خو به مو ځوانان خپلو هیلو ته ورسیږي اوله بلېخوا به دا دود په ټولنه کې زموږ کشر نسل ته پاتې شي.
بیګا مې یو کتاب مطالعه کاوه: لیکوال یې ډير ټینګار په وخت او پلان کړی و، یو ځایلیکي:سره د دې چې ډېرې پیسې لرم تر اوسه مې نه په یادیږي چې د خپلې کورنۍ سره دی د سمندر غاړې ته په چکر تللی وم. ځکه زما چکر او ساتیري د پلان سره سم کارونه کول دی.
خو زه وایم چې نه باید زموږ ځوانان داسې هم و نه اوسي چې دومره په خپلو کارونه کې ډوب شي تر څو د خپلې کورنۍ سره د چکر وخت هم پیدا نه کړي، ځکه موږ په ټولنه کې په یو میاشت یا یو کال کې دومره عمیق انقلاب نشو را وستلی، باید موږقدم په قدم مخ په وړاندې ولاړ شو. په اوسني وخت کې تر ټولو دا بهتره ده چې زموږ ځوانان اولد وخت په قدر پوه شياو بیا ځانونو ته د وخت سره سم ورځنی پلان جوړ کړي.
وروستي