فلسفه څنګه ولولو؟

څو ورځې مخکې مې یوه لیکنه کړي وه چې هر سړی فلسفي دی! لاندې په تبصرو کې ډېرو ملګرو ویلي وو چې موږ د فلسفې سره دیني مطالعه ضرور بولو زه خپله د هغو ملګرو سره موافق یم چې داسې نظرونه یې ورکړي وو، موږ باید د هر څه نه مخکې په خپلو نصوصو ځانونه پوه کړو.
که موږ په خپل دین کې لږه ډېره مطالعه ونه لرو دا به یوه لویه بې انصافي وي چې په نورو برخو کې مطالعه کوو زه داسې نه وایم چې لوستونکي دې دومره مطالعه په دین کې وکړي چې نورې برخې ترې پاتې شي له هرڅه مخکې باید نبي صلی الله علیه وسلم سیرت ولوستل شي چې د بشر ناجي د ژوند او اند نه خبر شي.
نن سبا د نبوي سیرتونو ډېر کتابونه پښتو ژبې ته ژباړل شوي دي د شرر ساپي دې کور اباد وي خوندور سیرت خپلې ژبې ته را ژباړلي دی، همدا شان د علامه شبلي رح سیرت هم ډېر ګټور دی، رحیق المختوم هم خوندور سیرت دی چې دا ټول په پښتو ژبه کې په هره کتابخانه او هر ځای کې موندل کیږي.
موږ که د ستر پېشوا فخر موجودات له ژوند نه په رښتیني توګه ځانونه خبر کړو بیا موږ ته سمه او نا سمه لار په خپله معلومیږي چې په کومه لاره لاړ شو.
د یادونې وړ ده چې قران کریم هم باید د ترجمې سره ولوستل شي، ما مخکې د همدې دوو یادونه کړي څو ک باید نیوکه ځکه راباندې ونه کړي چې ولې د سیرت مخکې له قران کریم یاد کړي دی، دا مې ځکه مخکې یاد کړ چې په سیرت کې د پیغمبر ص د ماشومتوب څخه تر پیغمبرۍ پورې خوندور معلومات شته چې هغه وخت قران کریم په محمد ص نه و نازل شوی نو ځکه مې سیرت اول یاد کړی دی!
صحیح بخاري، مسلم شریف او نور د احادیثو کتابونه هم په پښتو ژبه کې شته د هغه لوستل هم ضرور دي دا کتابونه زه هر انسان ته دومره ضرور بولم لکه اوبه چې د ژوندي پاتې کیدلو لپاره اړینې دي، که دا کتابونه ولوستل شي او عمل پرې وشي ان شاالله چې موږ به په ژوند کې خوار نشو او تل به د فلاح په لار روان وو.
موږ ټول په دې پوهیږو چې دین یوه سپيڅلې مفکوره ده، د ین په نوم مفکورو کې بیلا بیل ادیان راټولیږي د هر دین پیروان په خپله طریقه عبادات پکې کوي خو د قران کریم د اعجاز نمونې بیا په نورو باطلو ادیانو کې نه تر سترګو کیږي قران کریم په خپلو معجزو ثابته کړې ده چې رښتیا هم د الله تعالی کتاب دی.
ما په تیره لیکنه کې یادونه کړې وه چې د دین بنیاد په وحي ولاړ دی، چې په دې مفکوره کې په تعقل دومره حساب نه کیږي ځکه خو ډېر علماء کرام په دې ټینګار کوي چې دین عقل نه دی نقل دی خو زه وایم چې نقل او عقل په دې سپیڅلې مفکوره کې سره مساوي دي، ځکه موږ نقل په عقل پیژنو که عقل نه وای نو موږ نقل نشو پیژندلی او د نقل حقانیت په عقل سره داسې ثابتیږي چې بیا د ماورای عقل نقل په صدق کې هم کوم شک نه پاتې کیږي. دا به ظلم وي چې په دین کې هیڅ تعقل ته ځای ورنه کړو.
زموږ علماء کرام ځکه د فلسفې سره نه دي جوړ چې په فلسفه کې ټوله تکیه په عقل کیږي نه په نقل، یوه پیړۍ مخکې په همدې دلیل په دیوبند کې فلسفه د نوموړې مدرسې له نصابه وایستل شوه ، خو په هغه وخت کې د همدې خبرې تر څنګ تصویر سینما او دې ته ورته شیان هم دوی حرام وګڼل چې اوس هغه فتوا دوی په خپله هم د پښو لاندې کړي ده.
کومو علماوو چې دا فتوا هغه وخت ورکړي وه اوس د هماغو علماوو شاګردان په انټرنیټ کې تصویري او ویډیويي سایټونه لري او خپل دعوت د هغې سایټونو له مخکې په مخ وړي.
نو موږ په ډاډ سره ویلی شو چې ځينې فتواګانې په وخت او زمان سره په خپله علماء کرام له مینځه وړي البته د متغیراتو په برخه کې د ضرورت په اساس ځکه موږ یوه فقهي قاعده هم لرو(الضروریات تبیح المحذورات) ژباړه: د ضروت په وخت کې منع شوي شیان هم مباح کیږي، او یا هم د علمای کرامو د انساني سهوې له امله چې ناسمه فتوا ترې صادره شوې وي. نو په دې اساس دوی تصویري سایټونه او نورې رسنۍ د نیټ په مټ چلوي.
زه په دې یقین لرم چې یوه ورځ به فلسفه هم د نورو مضمونونو تر څنګ زموږ په مدرسو او مکتبونو کې یو ضرورت شي او علماء کرام به همدا قاعده دلیل کړي ځکه فلسفه د انسان لپاره ضروري مضمون دی چې ویې لولي او ځان پرې پوه کړي.