ایران سره د اوبو مسئله او تالي څټي یې!

په دې وروستیو کې د ایران ولسمشر خبره ډېره ګرمه ده، ټول په دې پوهیږو چې ایران هغه ښامار دی چې عقدې یې د سختو او مرګونو زهرو موږ ته ډکې کړي دي، دا داسې دښمن دی چې زموږ د فرهنګ د ټغر ټولولو ته ناست دی، زه کله کله ملګرو ته وایم چې موږ سره پاکستان د خاورې په سر دښمني کوي که ورځ کې مو شل نفره شهیدان کړي سل به پیدا شي خو ایران داسې مضر دښمن دی، چې غواړي زموږ ژبه او فرهنګ له مینځه یوسي، که د کوم ملت ژبه له مینځه لاړه هغه ملت په اصل کې نابود کیږي، اور مړ زموږ ورور قوم و خو د وخت په تیریدو سره یې خپله ژبه له لاسه ور کړه او له دې سره یې ټول قوم هم له منځه لاړ که اوس د چا نه پوښتنه وکړې چې اور مړ پیژنې زه په ډاډ سره ویلي شم چې ځواب به يې نه وي.
ایران په خپلو تالي څټو زموږ سره فرهنګي جنګ پیل کړی دی، کله لاریونونه کوي کله لارې بندوي خو زموږ ټټر دومره پراخ دی چې هډو څه ورته ویلي نه شو چې تاته ایران د زهرو په پیچکارۍ کې داسې زهر در پیچکاري کړي دي چې تشپه ورځ د ایران ګټو ته د افغان دولت له ادرسه کارې کوې.
موږ ټول خاینین پیژنو نو حکومت یې هم پیژني خو تر اوسه یې هیڅ نه دي کړي دوی ملي خاینانو ته آن تش اخطار هم نه دی ور کړی پدرام ټوله ورځ د ایران د پیچکارۍ په زور پښتون قوم ته بد رد وايي خو یوه ورځ یې حکومت خوله ورتوده نه کړه.
ایران داسې تالي څټي دلته روزلې دي چې د افغان حکومت هم سترګه ترې سوزي دوی د ایران په اشاره ناڅي خو چې د ملي مسایلو خبره ګرمه شي بیا یې څوک په زره بین کې ولاکه وګوري څو ورځې مخکې د ایران ولسمشر شف شف شفتالو کړ او واضح یې وویل چې موږ د افغانستان بندونه نشو زغملی او په وړاندې یې چوپ نه پاتې کیږو .
ډېرو خلکو توند غبرګون وښودلو خو هغه خلک چې کله په ګلابي جامو کې را وځي او کله په نارنجي کالیو کې د خولې یې سپڼ ونه وتلو او داسې د مرګ په خوب ویده دي لکه چې هیڅ یې دا خبره نه وي اوریدلي دوي د افغانستان ناموس پلورونکي دي، خاوره پاکستان ته ورکوي او اوبه مو ایران ته...
په کار خو داسې وه چې نن یې د روحاني پسه په وړاندې ګلابي او نارنجي لاریونه کړي وای خو دوي د ایران د جاسوسۍ پیچکاریو داسې استحمار کړي دي چې ایران خپلې کتې پرې اړوي خو دوی خبر نه دي.
را به شو د ایران د اوبو مسئلې ته، اوس موږ ضعیف یو او دا معلومه خبره ده چې په خوار غریب هر څوک ملنډې وهي ځکه چې موږ هیڅ وخت ځان ونه پیژندلو او خپل ځان مو د ګاونډیانو ریشخند ته جوړ کړی دي کنه په دا اوبو موږ د حل لارې ته سره رسیدلي وو.