
له وړکتوب نه مې ترننه پورې
په خيال کې ډير يادونه وګرځول
دهريو ياد پر مخ به
زما دخيال دحجرې
دروازه بړنګه وه تل
ډيرو يادونو ته مې
دخيال حجره کې په کالونواوسيده ورکړي
تل مې هر ياد ته ورځ کې څوڅوځله
دخپلوسترګو له چينې څخه اوبه ورکړي
کله چې ځوان شومه په خيال کې مې يو ياد راشين شو
ديوه پاک يوه سپېڅلي ژوند بنياد راشين شو
يوداسې ياد چې له ګناه څخه امان راکوي
يوداسې ياد چې يادول يې ډيري ګټې لري
يوداسی ياد چې عذابونو ته مې نه پريږدي
په لار غلطو قدمونو ته مې نه پريږدي
اوس مې له خياله ټول يادونه ايسته وغورځول
تنها دمرګ ياد هغه ښکلی ياد
هغه سپېڅلی ياد
پکې ژوندی پاتې دی
چې دا فاني ژوندون مې
له ګناهونو بچ کړي
له عذابونو بچ کړي
۱۳۹۰-۱-۲۵ منداخيل