په طبعي ډول انسان دومره پیاوړی دی، چې کچه یې نه شو څرګندولای. انسان که باور وکړي، نو هر څه تر لاسه کولای او هر څه ته رسېدلای شي. یوازې او یوازې باور اړین دی؛ یعنې که چېرې انسان له خپل ځان سره باور ولري، نو دومره پیاوړی دی، چې هېڅ یې د پرمختګ او سرته رسولو خنډ نشي ګرځېدلای.
څرګنده خبره ده، چې انسان له خپل قوت، پیاوړتیا او پټ استعداد څخه ناخبره دی، اصل کې ټول انسانان ترې برخمن دي، خو توپیر دا دی، چې ځینې یې د وخت په تېرېدو او ترې په ګټه اخیستو سره پوهېږي، چې استعداد او پیاوړتيا لري او ځینې یې بیا په بې خبرۍ سره خپل پټ استعداد او پیاوړتیا له ځان سره خاورو ته وړي.
د انګلسي ژبې د یوه پېژندل شوي لیکوال او څېړونکي ډاکټر ASKY په یوه مقاله کې مې ولوستل، چې د ده په وینا انسان دومره استعداد لري، چې له لس سلنه څخه یې هم سمه ګټه نده اخیستې او له همدې لس سلنه څخه یې که سمه ګټه واخلي، نو په دې پوه شئ، چې په ژوند کې یې هره زیاتونه، پنځونه، رامنځته کونه او نوښت را وستلی شي.
اوس تاسو فکر وکړئ، چې انسان له خپل لس سلنه استعداد څخه هم په سمه توګه ګټه نه اخلي، که یې ترې سمه ګټه اخیستلای، نو خپلې هرې غوښتنې ته به رسېدو او که چېرې یې له خپل بشپړ سل سلنه استعداد څخه ګټه اخیستلای، نو کوم ځای ته به یې ځان رسولی وو؟ د پرمختګ کچه به مو یې څرګنده کړې وای؟
چې داسې ده، نو بیا انسان پیاوړی نه دی؟
دا خبره باید ومنئ، چې الله «ج» انسانان خورا پیاوړي پیدا کړي دي، خو ځینې پوهېږي، چې دوی په خپله پیاوړي دي او ځينې بیا نه پوهېږي، چې دوی پیاوړي دي. ځینو ته خپله پیاوړتیا نه ده څرګنده شوې؛ ځکه لوی لوی کارونه یې نه دي ترسره کړي، تر څو دوی ته یې د خپلې پیاوړتیا کچه څرګنده شي، په همدې وړو وړو کارونو کې بوخت دي او احساس یې هم تل کمزوری او منفي دی.
هغه کسان له خپلې پیاوړتیا او قوت څخه خبر دي کوم، چې لوی لوی کارونه سرته رسوي او تل ځان مثبت احساسوي. په حقیقت کې الله «ج» موږ ته هېڅ هم نه دي ستونزمن کړي؛ بلکې موږ په خپله خپلو ځانونو ته ستونزمن کړي دي؛ ځکه باور مو کمزوری دی او د خپل ځان پر وړاندې منفي فکر کوو او ځان ته مو دا واک نه دی ورکړی، چې په خپله پرته له بل کس څخه لوی لوی کارونه سرته ورسوو؛ همدا ده، چې موږ له خپلو استعدادونو څخه بې خبره یو او همدا مو د ماتیالۍ یا ناکامۍ لامل هم ګرځي.
محمداکبرحقمل معینز M Akbar Haqmal mueemzai
وروستي