په نړۍ کې تر ټولو ټيټ سړى!!!

ليکنه: نوراحمد عايل
تاپا په نړۍ کې تر ټولوټيټ قدى ځوان دى، نوموړى ٥٦ سانتي متره قد لري او نوى د ١٨ کلنۍ منگ ته رسېدلى،دى هيله من دى چې نوم به يې د گينس د ريکارډونو په کتاب کې ثبت شي ،څلور کاله وړاندې چې لا څوارلس کلن وو غوښتل يې چې نوم يې د نړۍ دريکارډونو په کتاب ( گېنس ) کې ثبت شي خو هغه وخت يې د عمر د کموالي له امله د نړۍ د ريکا رډونو په کتاب کې نوم ثبت نه شو.

 (تاپا) د نيپال هېواد اوسېدونکى دى،او دادى تر اوسه يې له اتلس کلنۍ څخه دوه اوونۍ هم نه تېرېږي ،غواړي چې نوم يې د ريکارډونو په کتاب کې ثبت شي،
د نوموړي پلار خبري رسنيو ته په خبرو کې وويل چې کله تاپا وزېږېد هغه وخت د لاس په ورغوي کې ځاېده، او ٦٠٠ گرامه وزن يې درلود. زه وياړم چې دده پلار يم.؛ زوى مې له ځان څخه په نړۍ کې د شهرت هېواد جوړ کړى دى.