سـعودي عربستان... نجات وركول كه ښكيليدل ؟

دا لومړي ځل ندی چې افغانان له سعودي عربستان څخه غواړي ترڅو د افغانستان سياسي كشمكش ته دپاي ټكی كيږدي , خو دا ورستۍ غوښتنه چې ډيره ريښتني اوجدي ده د افغانستان د جمهور رئيس ښاغلي كرزي غوښتنه ده چې د لندن د كنفرانس په مهال يې تيره اونۍ وكړله . ښاغلي كرزي وويل : دی هيله من دی چې د سعودي عربستان پادشاه خادم الحرمين به د افغانستان د سياسي مصالحې او د جوړې روغې پروسې اړوند اساسي رول ولوبوي , وروسته لدى چې خپل ليد لورى يې د مصالحې دپروسې اړوند په ډاګه كړ زياته يې كړله چې : هيله من يم تر څو خادم الحرمين د دى پروسې په هكله خپله لارښونه اومرسته زموږ سره تر سره كړي .
خو نن پوښتنه دا ده چې آيا له سعودي عربستان څخه غوښتنه دا ده چې افغانستان ته نجات وركړي كه دامريكايانو بايللي حيثيت وساتي او كه پلان دا دی چې سعودي عربستان د شوري اتحاد د جمهوريتونو په وړاندې د جهاد له تجربې څخه وروسته يو ځل بيا په افغانستان كې ښكيل شي ؟ , وهغه كار ته په خپل وخت كې داسې اړتياوې وي , چې بايد تر سره شوي وي څرنګه چې نن د افغانانو غوښتنه د مصالحې دپروسى اړوند له سعودي حكومت څخه پر ځای ده , خصوصاً چې دا غوښتنه په خپله دافغانستان د جمهور ريېس لخوا او د نورو كړيوله لوري كيږي , دشوروي اتحاد په وړاندې د جهاد تجربه لا تراوسه د سعوديانو په ذهن كى حاضره او تازه ده , ولې نه سعوديانو خو له افغانانو سره مرسته كوله , څرنګه چې نن كابل مرسته غواړي , او رياض بالآخره ملامت او متهم راوؤت , اوسربيره پدې د مطبوعاتوله لوري او د لوديځ اوعربي نړۍ د سياست پوهانو له لوري تر ظالم يرغل لاندي ونيول شو , دا سمه ده چې د روسانو د يرغل په مهال دسعودي عربستان په شتون نيوكى وي , خو سعودي عربستان يوازي هلته نه ؤ او نه يې افغانستان اشغال كړي ؤ !
خو دبعضوياداشت دير لنډ وي او يا هم هيره لري نو بايد دا ورته په ډاګه كړو چې څو ورځي وړاندي د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د مصالحى اړوند د سعودي عربستان وساطت په هكله داسې څرګندونه وكړله : (( دا يو لوی زړه غواړي )) , تر څو چې طالبان د القاعدى څخه لاس په سر نشي او د دوی له امنيت څخه لاس وانخلى اوخپلې اړيكې ورسره غوڅې نكړي , فكر نكوم چې دا خبرې به مثبتې , او كومه ځانگړې پايله ولري . )) دا دسعودي عربستان پخواني موقف دي , بلكه له 11ستمبر نه وړاندې هم دا دسعودي عربستان موقف ؤ , او امير تركى الفيصل كوم مهال چې د سعودي عربستان د استخبارتو ريېس ؤ , دير زيار اوكوښښ يې وكړ تر څو د طالبانو مشرتابه ته قناعت وركړي چې د بن لادن اوډلى څخه يې لاس په سر شي سربيره پدې چې سعودي عربستان وړاندې لدې دبن لادن څخه دسعودي تابعيت هم اخيستي ؤ , او وړاندې لدې چې تروريزم په نړيوال محفل كى د ريېسي كرښى په توګه وپيژندل شي , بلكه هغه مهال په كال 1993 م په مكه مكرمه كى د ملك فهد بن عبدالعزيز په بلنه د بين الافغاني پخولاينې يو اتفاق او جوړجاړى تر سره شوي و , او دا دليل دي چې سعودي عربستان دافغانستان دثبات اواستقرار لپاره كوښښ كوي نه دا چې هلته د سختدريځو ملاتړ وكړي .
دا طبيعي خبره ده چې نن ټول افغانان د سعودي عربستان وساطت وغواړي , ځكه چې افغانان بهرنيان نه مني او سعودي عربستان لره په اسلامي نړۍ كى يو ځانګړي منزلت دي , اوپه سياسي ډګر كې يو ريښتينوالي لري , چې افغانانو ته امكانات برابرولي شي تر څوله ښاغلي كرزي سره خبري وكړي , خو هغه څه چې موږ ته داهميت وړ دي هغه دا چې بايد سعودي عربستان ځير وي تر څو بيا په افغانستان كى ښكيل نشي , خصوصاً دا چې لوديځ او امريكا د11ستمبر د پيښو نه وروسته رياض تر نيوكه لاندي نيولي , اوداسي پرتله كيږي چې ګواكي لوديځ لدي وړاندي په افغانستان كى هيڅ ډول مداخله اورول ندرلود , هغه څه موږ ورڅخه ډاريږو هغه دا چې تاريخ يوځل بيا تكرار شي , سره لدي چې بل ډول پايلى ولري . 
په شرق الاوسط ورځپاڼه كي د طارق حميد ليكنه
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني