
د نوي حکومت له جوړیدو را پدیخوا افغانستان له كورني او بهرني سیاسي کړکیچ سره مخ دی. په افغانستان کې د نوي حکومت له پلي کیدو وروسته بیلا بیل سیاسي، اقتصادي، امنیتي او استخباراتي پلانونو او ستراتیژۍ په لاره واچول شوې څو د افغانستان ماشومه ولسواکۍ، نوی حکومت او ځوان دولت تر فشار لاندې راولي. دا په داسې حال کې چې یو لور افغانستان د سیمه ییزو ننګونو، کورني مشکلاتو او افغانستان برخلیک د ټاکلو له بهیر سره مخ دی او سیمه ییز هېوادونه که څه هم د امریکې په شتون او نه شتون کې د خپل پوځي یرغل څخه ډډه کوي خو دومره ضرور کوي چې په مرکزي دولت فشار راوړي څو د سیمه ییزو هېوادونو خوا خوږي عناصر د افغانستان په دولت کې ځای پر ځای کړي.
د ګاونډي مسلمان اوغیر مسلمان هېواد د یرغل یا تیري په صورت کې ملت سره یو کیږي او د یرغل په مقابل کې اودریږي خو له بده مرغه موږ داسې ډېر فرصتونه پدې خاطر له لاسه ورکړي دي چې کورني مشکلات تر خپل کنټرول لاندې نشو را وستلی بلکې دې مشکلاتو ته لا انتشار ورکوو او په پایله کې یې د ملت د یووالي او مرام لوړونې فرصتونه له لاسه ورکوو. یانې که یو لور ته مالي اوځاني قربانۍ ورکوو نو بل لور ته سیاسي انسجام هم له لاسه ورکوو. هسې خو زموږ په هېواد کې د تنکیو ماشومانو په ناڅا او جنسي تجاوز ډېرې رسني چوپه خوله پاتې دي او د میرمنو حقوقو په اړه هره خبره کفر ګڼل کیږي خو که چېرې د دوستم او ایشچي ترمنځ داسې کومه معامله راځي نو موږ له احساساتو پورته پورته کیږو او دا هر څه د دوو سپین ږیرو ترمنځ د دوی د حقوقو د تلف کولو په مانا اخلو. خو دې ته نه ګورو چې دا مسله ولې دومره هوايي کیږي.
یو لور ته د دوستم سیاسي حریفان او بل لور ته د افغانستان په نظام کې موجوده مجاهدین هغه څه دي چې دا ډول مسلو ته هوا ورکوي څو دوی خپلې پخوانۍ عقدې او سیاسي پلانونه د نوموړي پر وړاندې وکاروي. په تیرو ۱۶ کلونو کې هیڅ یوه جنایت کار، خاین، د کورنیو جګړو جنګسالار او د عامه میرمنو او ماشومانو وژونکي بښنه ونه غوښته خو دوستم له دوی څخه ډېر ښه و چې دوه ځله یې پر خپلو کړنو پیښماني ښودلې ده او بښنه یې غوښتې ده. داسې څوک نشته چې په ټولټاکنو کې یې پرته له کومي بریا د خپل سیاسي واک او ونډې غوښتنه نه وي کړې. داسې ډېر خلک په رسنیو کې را څرګند شول او په ډاګه یې وویل چې موږ له غني خپل واک او ونډه غواړو خو که چېرې د دوستم مسلې ته راشو نو هېره دې نه وي چې نوموړي یوازې دوه ځله دا خبره کړې ده چې ما ته واک او ونډه نه راکول کیږي. البته له دې کړنې دا مانا نشوو اخیستی چې دوستم دې وستایل شي بلکې دلته ددې مانا دا ده چې دا نور هم باید له خپلو کړنو وشرمیږي او افغانستان د ولسواکي، سوکالي او پرمختګ لور ته روان کړي.
دوی باید نور افغانان ونه ځوروي او نه یې حقوقو تر پښو لاندې کړي. دا هغه څه دي چې د دوی اساسي قانون یانې هغه قانون چې د مجاهدینو په خوښه جوړ شوی دی موږ ته حق راکوي چې موږ ازاد ژوند وکړو، د بیان د ازادۍ حق ولرو او په ولسواکه اوصولو برابر ژوند تیر کړو. همدا رنګه زموږ اساسي قانون په افغانستان کې د بشري حقوقو د خوندیتوب، ودې او سیاسي شعور لوړاوي او ودې حق راکوي که چېرې د دې حقوقو د خوندیتوب په برخه کې اساسي قانون مشکل لري نو له اصلاحاتو وروسته، ددې پیاوړتیا زموږ له خوندیتوب او د افغانستان د عصریتوب سره مرسته کولی شي. باید ومنو چې زموږ په قضائیه، مقننه، اجرائیه، نظامي، جنایی او سیاسي برخو کې ډېرې جدي ستونزې دي. که چېرې د دې مسلو د حل لپاره یوه منظمه او مثبته لار پیدا نکړای شئ تر هغه په افغانستان کې عامه او منظم رشد امکان نه لري.
سیاسي مرام، سیاسي انسجام او بریا هلته لاسته راوړل کیږي چې د عامه پوهاوي او د هر اړخیزېو لاسته راوړنو او د خلکو د مشکلاتو څخه را باسل دولتي ادارو ته وسپارل شي. نه دا چې پرله پسې سیاسي کنګلتیا او ناوړه چلندونو زموږ د کورني کړکیچونو د لا ترینګلتیا او ناورین باعث شي او په مقابل کې په کمین کې ناست دوښمن زموږ د کمزورو تګلارو څخه په استفادې خپل مرام ته ورسیږي.
په بهرني سیاست کې دا د خواشینۍ وړ خبره ده چې موږ پدې ونه توانیدو چې د ټرمپ د ادارې د افغانستان په اړه دریځ مالوم کړای شوو. موږ دې ته په تمه یوو چې د ټرامپ اداره زموږ په اړه څه پریکړه کوي ایا په دې مو فکر کړی دی چې باید د ټرامپ د ادارې پالیسي مخکې له اعلانیدو تغیر کړو او دا هر څه د یوې پیاوړې او باشعوره سیاسي ډلې او لوبینګ په مرسته کیدای شي. له دې مخکې چې پاکستان موږ ته د ترهګرو د نیولو نوملړ راکړي باید موږ نړۍ ته ښوودلي وای چې نه! د ترهګرو نوملړ پاکستان ته ورکړل شوی دی باید په اړه یې جدې اقدام وکړي. موږ باید نن هم د مودي د ادارې په مرسته د پاکستان د مخکیدو مخنیوی وکړو او د هند د دولتي ادارې په مرسته د افغانستان په لوبینګ کې کلیدي نقش ته زمینه برابره کړو.
له ایکو ناستې سره د پریکړون په بدل هم فکر کول پکار دی. اقتصادي، امنیتي او سیاسي ناستو لپاره باید کلونه مخکې پلان ونیول شي او د لوبینګ لپاره مناسب کارونه ترسره شي. په بهرني سیاست کې پاتې کیدل داسې مانا ورکوي لکه بحري کیښتۍ چې په بحر کې پرته له باد پکې سفر کوي. په امریکا کې شته سفارت باید د ټرمپ ادارې سره د روابطو د ښو کیدو ترڅنګ په نورو مطبوعاتي او فرهنګي مسایلو کې هم ښکیل واوسیږي. بیخي داسې لکه د امریکې د سترو تینک ټهانکونو او ستراتیژیکو مرکزونو سره د افغانستان د اقتصادي، امنیتي او سیاسي برخو کې مثبته ډیپلوماسي او تبلیغات دي.
د کندهار پیښه که هر څنګه پلان شوې وه خو له کویټې شورا څخه د کندهار والي او د اماراتو د سفیر د وژلو کیدو پلان نیول کیږي او وروسته زموږ له لوری د دې پلان د عواقبو او پایلو د را برسیره کولو لپاره هر څه په خاموشي سره تر پښو لاندې کیږي. پدې کې شک نشته چې اماراتو ته د ولسمشر او ورسره د نورو کلیدي غړو سفر یو مثبت ګام و خو دا قضیه باید د استخباراتو او میډیا له لور څنګه تعقیب شي او یا پر مخ یوړل شي، سیسټماټیک ګامونو ته اړتیا لري.
باید وویل شي چې افغانستان د مسلکي ادارې خلا سره مخ دی څو چې مسلکي ادارې رامنځته شوې نه وي تر هغه د سترو ځواکونو سره د راکړې ورکړې اصول نشي واضح کیدای. په دې هم سترګې نشې پټیدای چې ولسمشر غني ته له پخواني حکومت د فساد ډکې غیر مسلکي اداري په میراث ور پاتې وئ خو د نوموړي سیاسي لرلید د سیمې هېوادونو په شمول ډېر نړیوال ځواکونه تر خپل اغېزې لاندې رواستل. څو د افغانستان د تشویشونو او ننګونو ته مثبت ځواب ووايي.
د غني له پاکستان سره نږدې کیدل یوه ستره تیروتنه ګڼل کیده مګر اوس د غني اداره همدا تیروتنه د یو لوی سیاسي چل په څیر کاروي. د پاکستان هر هغه پوه او ناپوه سیاست، امنیت او اقتصاد پوه په وار- وار ویلي دي چې د غني وړاندیزونو ته د پاکستان پوځ حکومت په شک کتل او ردول تر ټولو ستره تیروتنه وه. البته له دې مخکې موږ له هند سره د اړیکو درلودو تخنیک ته یوازې په دیپلوماټیک استدلال ځواب ویل خو نن د پاکستان ډېری سیاستوال پدې اند دي چې افغانستان دوی یانې د پاکستان پوځ په زوره د هند غیږې ته ور ټیله کړ. باید موږ له دې ډول تبلیغاتو څخه په خپلو سیاسي دفترونو او رسنیزو مرکزونو کې د افغانستان لپاره سیاسي مرام ترلاسه کړو او نړۍ پدې باور کړو چې پاکستان نه غواړي چې سیمه ییز یووالی رامنځته شي.
داسې انګیرل کیږي چې غني پاکستان ته په خپلو وروستیو سفرونو کې ډېر واضح پیغامونه درلوده مګر پاکستان له دودي ديپلوماسي څخه په استفادې د غني ټولو وړاندیزونو ته د مطلب او شک په سترګه کتل. خو اوس د پاکستان پوځ پدې پوه شوی دی چې د امریکې قبایلي سیمو ته تګ او هلته له چارواکو سره کتل عادي خبره نده بلکې د راتلونکي تغیر نښه ده.
ډېره عجیبه خبره ده چې د پاکستان په پوځ کې شته امریکايي خواخوږي د امریکې پلان ته د نه ملاتړ پر ځای تقویه ورکوي. هغه پاکستانۍ پوځي ډله چې د چین او نورو هېوادونو په ګټه کار کوي د امریکې د پلانونو د مخنیوی توان له ځان سره نه لري. نو حتمی ده چې د داعش پروژه وغځول شي او امریکا قبایلي سیمو ته د ورننوتلو لاره ځان ته پیدا کړي. کنه د دراني او شکیل افریدي د نیولو او له دوی څخه د څیړنې بهیر او په بدل کې یې د امریکې غبرګون هغه څه دي چې امریکا په قبایلو سیمو کې لیوالتیا لري. ایا داسې څوک شته چې امریکایانو ته دا باور ورکړي چې دا هم هغه خلک دي چې ستاسو لپاره یې د روسیې پر ضد د اسلام د بقا جنګ وګاټه؟
ایا داسې رهبریت شته دی چې په قبایلي سیمو کې شته خلک د بمونو او ترهګریزو پیښو څخه را وژغوري او یا دلته نور د جنګ په ځای امریکې ته صنعت، ولسواکي او بشری حقوق معرفي کړي. همدا ډول ایا د غني اداره دا توان لري چې د ډیورنډ را دیخوا سیمې د انکشافي پروژو مرکز وګرځوي. که داسې نه کیږي نو د اوباما وینا به رښتیا شي چې پدې سیمه کې لا نور هم شل کاله جنګ کیدونکی دی.
دغو پروژو ته د غني له لوري همهاله داسې پلان وړاندې کول پکار دی لکه څنګه یې د پاکستان ناقص تولیداتو په وړاندې د منځنۍ اسیا، ایران او هند سره طرحه کړی وه. د ولسمشر غني ادارې ته پکار ده چې د بهرني مسایلو د حل په موخه له کورني سیاسي کنګلتیا څخه را ووځي. هیله کیده چې د ولسمشر غني اداره به د روغتیا، ښوونې روزنې او عامه خدماتو په څانګو کې ولس ته ډېر څه وړاندې کړي خو دا کارونه وخت غواړي او چټک اداري سمون او بدلون غواړي. د سیسټم د پراخولو او سمون په موخه ډېر څه شوي دي څو حکومت عامه ولس ته خدمات وړاندې کړي او هر څه د اشخاصو له منګلو نظام ته واړوي. دا هغه څه دي چې د درېیمې نړۍ هېوادونه ورسره لاس او ګریوان دي.
د داخلي او بهرني سیاستونو او اقتصادي کنګلتیاوو د له منځه وړلو او د فرصتونو د تشخیص په موخه باید په هېواد کې بیلابیلو مربوطه ادارو ته دندې او مسؤلیتونه وسپارل شي څو په هېواد کې مسایلو په سولیز ډول او له بهرني فرصتونو څخه ګټه واخیستل شي. هره اداره باید په مربوطه مواردو کې مرکزي ادرس او مرکز یي له لوړپوړو چارواکوسره په اوونۍ او پنځلس ورځو کې د هېواد په لنډمهاله او په میاشتو کې د هېواد په اوږدمهاله مسایلو سیسټماټیکه شننه او بحث وکړی او حلارې ورته پیدا کړئ.