د سولې لپاره د ولسمشر غني او متحدینو هڅې (دويمه برخه)

د ۱۳۹۸  کال پیل سره سم د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو د  پسرلني عملیاتو د پیل اعلان وکړ. په همدې کال د سولې مشورتي جرګې دایرول، د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کول، د افغان حکومت پرته  د طالبانو او امریکې ترمنځ په قطر کې د سولې خبرو بهیر او له دولت سره په سخت جنګ د طالبانو ټینګار ټولو افغانانو ته د اندیښنې او ویرې نه ډک کال د پیل پیغام درلود. خو د دې ټولو اندیښنو سره؛ د سولې لپاره  په جنګ کې د ښکیلو غاړو هڅې څه وې؟ 
 
۱۳۹۸ حمل ۳ 
د کابل پروسې دریمه ناسته چې ټاکل شوې وه د حمل میاشت  په لومړۍ اونۍ کې ترسره شي، د سولې مشورتي لویې جرګې ترسره  کیدلو تر وخته وځنډېدله. 
 
۱۳۹۸ حمل ۱۰ 
انجلینا جولي امریکایي هنرمنده  او د کډوالو حقوقو فعالې د ملګرو ملتونو سازمان یوې ناستې کې د افغانستان  سولې پروسه کې د میرمنو ونډې غوښتنه وکړه او ویې وویل« لږتر لږه هغه څه چې کولای شم ووایم  دا دي چې د میرمنو د ونډې په اړه د نړیوالې ټولنې چوپتیا د اندیښنې وړ ده. سوله او ټیکاو په افغانستان او بل هر ځای کې د میرمنو د حقوقو په سر معاملې کولو باندې تامینیدلی نه شي»
 
۱۳۹۸ حمل ۲۶ 
د افغانستان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد وویل، افغانستان کې د ملکي تلفاتو او تاوتریخوالي  کمولو تر ټولو چټکه حل لار اوربند دی. خلیل زاد د طالبانو لویو مشرانو څخه وغوښتل چې خپلو استازو ته اجازه ورکړي  چې د سولې مذاکراتو پر میز له ده سره د اوربند په اړه خبرې وکړي. 
بلخوا په همدې ورځ د افغانستان دولت په قطر کې  د بین الافعاني ناستې لپاره د ګډونوالو ۲۵۰ کسیز لیست اعلان کړ. 
 
۱۳۹۸ حمل ۳۰ 
د قطر بین الافغاني ناسته لغوه شوه، ټاکل شوې وه چې دا ناسته د افغانستان دولت او د طالبانو استازو ترمنځ د قطر هیواد پلازمین  دوحه کې ترسره شي. 
 
۱۳۹۸ د ثور ۵ 
د افغانستان لپاره د امریکې، روسیې، او چین ځانګړو استازو د افغانستان د سولې پروسې ارزونې په موخه  مسکو کې درې اړخیزه ناسته ترسره کړه، دوی د سولې پروسه وارزوله او له ټولو لورو یې وغوښتل چې په لومړی ګام کې دې د اوربند په اړه موافقه وکړي. 
 
۱۳۹۸ د ثور ۹ 
د سولې مشورتي لویه جرګه ترسره شوه، په دې جرګه کې  د افغانستان له ګوډ ګوډ ۳۲۰۰ استازو ګډون کړی و، وروسته له پنځو ورځو ناستو او مشورو  د ۲۳ ماده یيز پریکړه لیک بیانولو سره پای ته ورسیده. ولسمشر محمد اشرف غني د جرګې لخوا طالبانو سره  د اوربند کولو غوښتنه د طالبانو ډلې لخوا د اوربند منلو په شرط ومنله، او ژمنه یې وکړه چې د طالبانو ۱۷۵ تنه زندانیان به آزاد کړي. 
 
طالبانو د لويې جرګې غوښتنې  رد کړې. 
۱۳۹۸ ثور ۹ 
طالبانو اعلان وکړ چې د دوی د استازو او د امریکایانو ترمنځ به د رسمي خبرو شپږم پړاو  چهار شنبه د ثور ۱۱ نیټه په دوحه کې پیل شي. 
 
۱۳۹۸ ثور ۱۶ 
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت  جمهور رییس محمد اشرف غني د روژې میاشتې په مناسبت خپل پیغام کې له طالبانو وغوښتل چې  د روژې میاشت کې دې طالبان له جنګ لاس واخلي او سوله د وکړي. په یاد پیغام کې راغلي چې د روژې میاشت د سولې او روغې جوړې میاشت ده او طالبان  دې دغې مبارکې میاشت ته درناوی وکړي او د افغانستان خلکو د سولې او پخلاینې غوښتنې ته چې د مشورتي لویې جرګې په فیصلو کې یاده شوې لبیک ووایي. 
 
 ۱۳۹۸ ثور ۱۹
طالبانو د شپږم  پړاو د ۹ ورځو مسلسلو  خبرو د پای ته رسیدو اعلان وکړ او دا خبرې یې «مثبتې» وبللې. 
همدارنګه د امریکا د بهرنیرو چارو وزارت  استازي زلمي خلیل زاد هم په خپل ټویټر کې د طالبانو او د دوی ترمنځ د شپږم پړاو خبرو د پای ته رسیدو خبر ورکړ او وویل چې د جګړې د پای ته رسیدو په پار مو دوامدار  اما ورو پرمختګ درلود او اوس عملي جزئیاتو ته نوبت را رسیدلی دی. 
 
 
۱۳۹۸ ثور ۲۳ 
اندونیزیا د افغانستان د سولې خبرو  د کوربه توب لپاره د چمتوالي اعلان وکړ. 
 
۱۳۹۸  جوزا ۶ 
د پخواني جمهور رییس حامد کرزي په شمول دافغانستان ګڼ شمیرسیاسیون او د طالبانواستازيو  په مسکو کې د روسیې او افغانستان د سل کلونو ډیپلوماټیکو اړیکو د لمانځلو ترعنوان لاندې او د بین الاافغاني مذاکراتو دویم پړاو ترسره کولو په موخه مسکو ته ولاړل. 
 
۱۳۹۸ ثور ۷ 
د روسیې او افغانستان د سل کلونو ډیپلوماټیکو اړیکو لماځلو په څنډه کې بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو ناسته تر سره شوه، په دې ناسته کې د دولت لخوا  د سولې عالي شورا رییس او په مسکو کې د افغانستان سفیر هم ګډون درلود. په هیواد کې د ملکي تلفاتو مخنیوي، بین الافغاني مذاکراتو او د اوربند په اړه خبرې وشوې. 
 
دغه ناسته  د طالبانو لخوا د اوربند نه منلو، د بین الافغاني مذاکراتو چمتوالي په اعلان او  له دولت سره مخامخ خبرو ته نه حاضریدلو، پای ته ورسیده. 
 
۱۳۹۸ جوزا ۱۱
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د کوچني اختر په مناسبت  پیغام کې وویل چې دغه ډله به خپلو موخو ته د رسیدلي تر وخته جګړې ته دوام ورکړي.
  
۱۳۹۸ جوزا ۱۴ 
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غني د کوچني اختر په مناسبت ۸۸۷ تنو زنداني طالبانو د آزادولو اعلان وکړ. ده وویل« په مشورتي لویه جرګې کې مې وویل چې د طالبانو ۱۷۵تنه زندانیان به آزاد کړم، خو د جرګې ګډونوالو د دې ارقامو د زیاتوالي غوښتونکي شول»
 
ښاغلي غني د اختر په ورځو کې د طالبانو لخوا د اوربند نه اعلانول د  تاسف وړ یاد کړ او وویل چې طالبانو د اوربند په اړه د خلکو غوښتنې نادیده نیولې دي.  
 
۱۳۹۸ جوزا ۲۰ 
د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا په دوحه د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر سره  د امریکایانو او طالبان تر منځ مذاکراتو، د ملکي تلفاتو مخنیوي او تاوتریخوالي کمولو په اړه خبرې وکړې. 
 
۱۳۹۸ جوزا ۲۴ 

ولسمشر محمد اشرف غني د  شانګهای د همکارۍ سازمان نولسمه غونډه کې ګډون وکړ.

 ولسمشر غني  د شانګهای سازمان له مشرانو څخه د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې په برخه کې د ملاتړ غوښتنه وکړه، او د سولې نه شتون یې د شانګهای سازمان هېوادونو ته جدي ګواښ وباله، او په دې اړه یې د سیمه ییزې اجماع ترڅنګ نړیوالې اجماع شتون هم اړین وباله. 
 
همدا رنګه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په همدې غونډه کې  د افغانانو په مالکیت د سولې د پروسې نه خپل ملاتړ اعلان کړ، او د افغانستان سولې موضوع یې د سیمې اړوند موضوع وګڼله.
 
۱۳۹۸ جوزا ۲۹ 
د امام اعظم (رح) نړیوال سمپوزیم  په کابل کې د افراطیت له منځوړلو او د امام اعظم (رح) منځلاری شخصیت ترعنوان لاندې تر سره شو. په دغه سمپوزیم کې د هیواد د ننه او بهر ۳۰۰۰ علما ګډون کړی و. 
 
ګډونوالو  د سمپوزیم پریکړه لیک کې یاده کړې چې افغانستان کې روانه جکړه هیڅ شرعي صبغه نلري. اسلامي قواید او امام اعظم (رح) د افراطیت مخالف او دغه پدیده یې د اسلامي ثقافت نه بهر بللې.
 
۱۳۹۸ سرطان ۱ 
د پاکستان د پنجاب ایالت کې د افغانستان سولې کنفرانس ترسره شو. په دغه کنفرانس کې د  اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار، د سولې شورا رییس کریم خلیلي، د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوی رییس عطامحمد نور، د اجرائې ریاست دویم مرستیال محمد محقق، د معا‌ذ ملي ګوند مشر سید حامد ګیلاني او عبدالطیف پدرام ګډون کړی و. 
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د دغه کنفرانس په افتتاح کې وویل چې پاکستان د سولیز افغانستان غوښتونکی دی.
 
۱۳۹۸ سرطان ۴ 
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وزیر مایک پمپیو په نه اعلان شوی سفر کابل ته ورسید. نوموړی په ارګ کې  د ولسمشر غني سره په لیدنه کې د افغانستان سولې پروسې او د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدو څخه د ملاتړ اعلان وکړ. 
 
۱۳۹۸ سرطان ۵ 
په بروکسل کې د ناټو غړو هیوادونو د  دفاع وزیرانو ناسته د افغانستان د دفاع وزارت  سرپرست اسدالله خالد په ګډون د افغانستان مسلې او  د سولې پروسې په اړه ترسره شوه.  
 
د ناټو سرمنشی  ینس ستولتنبرگ  د یادې ناستې پرانیستې  مراسمو کې وویل چې ناټو او متحدین یې  د افغانستان د سولې پروسې څخه ملاتړ کوي او  همدارنګه د افغانستان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ ته دوام  ورکوي. 
 
۱۳۹۸  سرطان۱۵
د افغانستان مرکچي پلاوي هیآت د بین الافغاني ناستې د ګډون په موخه قطر ته ولاړ.  
د هیآت ګډونوال حاجی دین محمد، عطاءالرحمان سلیم، حبیبیه سرابي، سردار نادر نعیم، د سولې شورا معاونین ، رنگین دادفر اسپنتا، حکمت خلیل کرزی، محمد عمر زاخیلوال، فوزیه کوفي، انارکلي هنریار، امین‌الدین مظفري، لیلا جعفري، عبدالله قرلق، عبدالسلام ضعیف، سید حامد گیلانی، سید منصور نادري، صالح محمد سلجوقي، محی‌الدین مهدي، غیرت بهیر، جمال‌الدین بدر، شاه‌گل رضایی او زینب موحد دي. دغه بین الافغاني  ناسته د المان هیواد په منځګړیتوب او د قطر هیواد په کوربه توب په قطر کې ترسره شوه.
 
۱۳۹۸ سرطان ۱۶ 
په دوحه کې د بین الافغاني ‌مذاکراتو پیل سره سم  د افغانستان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټویټ کې دغه ناسته مهمه وبلله او ویلي دي  چې د ناستې د ترسره کیدو په خاطر له طالبانو سره دوی اووم پړاو خبرې د دوو ورځو لپاره درولې دي.
 
دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایل پمپیو هم په ټوییټ کې د بین الافغاني ناستې په اړه  لیکلي« امریکا باید خوښه اووسي چې افغانان د خپل هیواد ناخوالو ختمولو په موخه یو بل سره ګوري او خپل راتلونکي خپله ټاکي»  
 
۱۳۹۸ سرطان ۱۷ 
په دوحه کې بین الافغاني ناسته د دوو ورځو بحث وروسته د اته مادي پریکړه لیک صادرول سره پای ته ورسیده. 
 
۱۳۹۸ سرطان ۱۸ 
د ولسمشر ویاند صدیقي رسنیو ته وویل چې حکومت د بین الافغاني ناستې او  له طالبانو سره د خبرو په بهیر خبر او خوشبینه ده. ده تایید کړه چې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو مخکې  طالبانو سره نسبي هوکړې ته ورسیږي.
درېیمه برخه .......