انسان د خود مختاره موجود په توګه په بیلابیلو برخو کې د خپل ځان لپاره د ټاکنې او غوراوي دنده په غاړه لري، حق لري چې خپل برخلیک په خپله وټاکي او په هغو پریکړو کې چې ده او د ده له راتلونکې او کورنۍ سره په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول تړاو لري، ګډون وکړي. ځینو ته کیدای شي دغه با ارزښته حق چندان اهمیت ونه لري، خو باید په یاد ولرو؛ هغوی چې په ځانګړې توګه سیاست او قدرت ته رسیدو لپاره هلې ځلې کوي او ور سره سرو کار لري، کولی شي د دوی ژوند د پام وړ اغیزمن کړي.
وګړي او ټولنه حق لري چې د خپل ژوند کولو او ژوند لارو چارو ټاکلو لپاره په اوس او راتلونکې کې پریکړې وکړي او ټاکنې هغه میکانیزم دی چې ملتونو سره مرسته کوي چې د دغه حق په تر لاسه کولو کې ګړندي شي، موږ باید باور ولرو چې ټاکنې د ټاکلو له میکانیزم څخه ډیر زیات د غور وړ دي، ځکه چې ټاکنې د خلکو د خپلواکې ارادې ښکارندوینه کوي، دا چې خلک له بیلابیلو خنډونو او امکاناتو سره لاس او ګریوان دي او د دوی د اختیاراتو ټکونه تر اغیزې لاندې راولي د یوې غورې ټاکنې لپاره د مناسبو شرایطو رامنځته کول اړین دي او له ټولنې څخه د غوره کس ټاکل د رای ورکونکو په پوهاوي پورې اړه لري.
په ټوله کې ملتونه او حکومتونه ټاکنې ددې لپاره تر سره کوي چې ملتونه او حکومتونه عامه منافع او عامه توکو ته په اسانۍ او ښه توګه لاس رسی وکړي، تر څو وکولای شي د ژوند حال او راتلونکي بحرانونه، ستونزې او ننګونې کنټرول او د ودې، پرمختګ او پایداره ثبات لپاره ډاډمن اووسي. دغه راز دغه لړۍ دا په ډاګه کوي چې سیاسي برابري او انسان ته فردي آزادي ورکول د ټولنۍ پایښت او ځان بساینې په لور یو له هیلو او عمل څخه ډک ګام دی. له سیاسي لوري په فردي آزادي کې ( د ټاکل کیدو آزادي، د ټاکنې آزادي او د بیان آزادي شامل دي) او سیاسي برابري د ټاکنو حقوقي اساسات جوړه وي، له دغو آزادیو پرته ټاکنې د ملي آزاديو ښکارندوینه نه کوي او ملي حاکمیت په نسبي توګه هم امکان نه لري پلی شي.
که چیرې په یو هیواد کې د رایو ورکولو لپاره په شرایطو برابر کسانو اکثریت برخه د ځینو دلایلو له کبله او یا په خپله خوښه په ټاکنو کې ګډون ونه کړي، ټاکنې خپل مشروعیت له لاسه ورکوي. په ټاکنو کې د ټولنې د اکثریت وګړو نه ګډون د ټاکنو عمومي توب اړیکه او مشروعیت ډیر روښانه په ډاګه کوي، ځکه چې په ټاکنو کې نه ګډون بې له کوم دلیل او علت څخه نه دی. له ټاکنو سره د پرې کون او نه ګډون اصلي علتونه د ټاکنو نه عمومي والی یا د سراسري ټاکنو نه تر سره کیدل، د آزادو او خپلواکو ټاکنو نه تر سره کیدل، د عادلانه ټاکنو نه تر سره کیدل او په ټاکنیز بهیر کې د فساد شتون هغه عمده علتونه دي چې د ټاکنو بهیر سره د خلکو د ګډون، بې علاقه توب او پرېکون سبب ګرځي.
سرتاسري یا عمومي ټاکنې:
ملي ټاکنې باید عمومي او سرتاسري وي ترڅو ټول هغه وګړي چې په ټاکنو کې ګډون کوي، د دوی اوسنی او راتلونکی ژوند تر اغیزې لاندې راولي. د پریکړې نیول او ټاکنې له یو بل سره ډیرې کلکې او نیږدې اړیکې لري، ځکه چې له یو لور ټاکنه خپله یوه پریکړه ده او له بل لور ټاکنې ددې لپاره ترسره کیږي چې خلک خپل استازي د پریکړو او تصامیمو د نیولو لپاره وټاکي.
د ټاکنو سرتاسري توب او د ټاکنو مشروعیت له یو بل سره نه بیلېدونکې اړیکې لري، د ټاکنو عموميوالی له دوو مادي او معنوي لارو تامین یدلی شي. له مادي پلوه د محیط شرایط او د امکانات د برابرولو شتون اړین دی او له معنوي پلوه د ټاکنې د حق عمومي والی او عامه پوهاوی اړین دی. د عمومي ټاکنو د ترسره کولو لپاره اړینه ده چې ټولو هغو اوسیدونکو ته چې د رایې ورکولو لپاره په شرایطو برابر دي د رایې ورکولو لپاره ورته اسانتیاوې برابرېِ شي دغه راز دوی ته باید د ټاکنو په اړه پوره مالومات ورکړل شي څو په ښه توګه ټاکنه وکړي.
آزادې او خپلواکې ټاکنې:
په هغو هیوادونو کې چې نافذه قانونین تر پښو لاندې کیږي او د قانون د حاکمیت پر ځای قدرت قانون اوسي د آزادو ټاکنو تر سره کیدو هیڅ تمه نه کیږي ، په داسې ټولنو کې د ټاکنو محدودیت، د قانونو پیچلتیا، کورني او بهرني عواملو رایې ورکونکو ته دا باور ورکوي چې هر څه له پخوا تعیین او ټاکل شوي دي، ددوی شتون سمبولیک دی. دغه راز دوی نشي کولای چې د نوماندانو ترمنځ ټاکنه وکړي، په ورته وخت کې د دوی له منځه ځینې اړ کیږي چې له هغو خلکو سره اووسي چې له پخوا ټاکل شوي دي، او دغه حالت ته موږ نه شو ویلي چې ټاکنې آزادې تر سره شوې دي.
عادلانه ټاکنې:
په عادلانه ټاکنو کې خلک په مساویانه ډول خپل ټاکنیز فعالیتونه تر سره کوي په داسې ډول چې د هیڅ چا پر وړاندې خنډونه ونه اوسیږي. همدارنګه د ټاکنو عادلانه توب هغه وخت ښکاري چې د رایې ورکولو او ټاکنې حق په داسې شرایطو کې برابر شي چې هیڅ ډول تبعیض او بې عدالتي ونه اووسي.
د ټاکنو بېطرفانه اداره، د رایې ورکول حق او د رایې ورکولو مرکزونو ته لاس رسي، هم مهاله د رسنیو په وسیله راپور ورکول، د ټاکنیزو مبارزاتو یا سیالیو سرچینو ته په برابره او بې له تبعیض څه لاس رسی، په پراخې او روڼتیا څخه ډکې فضا کې د رایو شمیرنه، د حکومت، پولیسو، سرتیرو او قضایې قوې له لوري له کاندیدانو، رايې ورکونکو او احزابو سره له تهدید پرته یو ډول چلند د عادلانه ټاکنو او د خلکو د پراخ ګډون اصلي عناصر دي.
په ټاکنو کې فساد:
په ټاکنو باندې د کورني حاکم قانون څخه سر غړونه فساد بلل کیږي، په ټاکنو کې فساد نه یوازې د دریمې نړۍ هیوادونو لپاره سرخوږی دی، بلکې لوی ډموکراټیکو هیوادونه هم له دغې شومې پدیدې سره لاس او پنجه نرمه وي. د خلکو د باور تر لاسه کولو لپاره اړینه ده چې د فساد مخنیو لپاره د ټاکنو قانون کې سمونه راشي، د برښنایي تذکرو ویش او د ډیټابسونو جوړول کولی شي په ټاکنیزو بهیرونو کې د خلکو ونډه ډیره کړي.
پایله:
په ټاکنو باندې بحث دا ښکاره کوي چې د خلکو د حاکمیت د تامین ولو تر ټولو ښه میکانیزم ټاکنې دي. دغه راز ټاکنې د اکثریتونو او اقلیتونو تر منځ، بې اساسو جنجالونو او کشمکشونو ته یو ښه او کوټلی ځواب وړاندې کوي. اوس نو په ډیرې اسانۍ سره موندلی شو چې ټاکنې هغه میکانیزم دی چې په وسیله یې اداره، لوېې پریکړې او لوړ مشرتابه مقامات ټاکل کیږي او په نهایت کې ډموکراسي د ټاکنو نه پرته شتون نه لري.
له بده مرغه په هیواد کې د شته نامنۍ او ناخوالې، د لسیزو راهیسې کورنیو جګړو د بیلابیلو کلتورنو سره د خلکو مخامخ یدل د خلکو پر عامه پوهاوي او د هویت پر وړاندې د مسوولیت حس سخت ټکنی کړی دی، او له یوه نامالومه برخلیک سره مخ دي. د عامه پوهاوی کچه تر خپل وروستي حد ټیټه شوې ده، په مهم ملي مسایلو او پروسو کې د خلکو کمه علاقمندي او کم ګډون دا په ګوته کوي چې تر اوسه خلک په دې باورمند نه دي چې ددوی ګډون په ملي پروسو کې د قدرت مشروعیت او په لویو پریکړو او تصامیمو کې ددوی ونډه ښيي.
د هیواد ډموکراټیکول او د ملي پروسو وړل د ډموکراسۍ پر لور د افغانستان په بیلابیلو سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ښونیزو برخو کې د پرمختګ او ودې سبب کیږي. خو له بده مرغه دغه پروسه تل د تروریستو ډلو او د دوی د بهرنیو ملاتړ کونکو له قهر او دوښمنۍ سره مخ شوې ده او د خپلو شومو ویجاړونکو او تروریستي پلانونو په لاره اچولو سره په دې لټه کې دي چې دغه با ارزښته او برخلیک ټاکونکې پروسه ټکنۍ او زیانمنه کړي.
وروستي