افغانستان د اسيا په ساحلي فوټبال سياليو کې چين ته ماتې ورکړه

افغانستان د اسيا د ساحلي فوټبال اتلولۍ او نړيوال جام ته د لار موندلو په سياليو کې چين ته هم ستره ماتې ورکړه.
دا لوبې د کب په ١٤مه د ماليزيا د کوالا ټرينګانو په ښار کې د اسيا د ١٢ هېوادونو تر منځ پيل او په درېيو ګروپونو وېشل شوې دي.
په الف ګروپ کې ايران، بحرين، چين، ماليزيا او افغانستان، په ب ګروپ کې عمان، لبنان او ټايلينډ او په سي ګروپ کې جاپان، امارات، عراق او قطر شامل دي.
د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخې، افغانستان پرون خپله دويمه لوبه له چين سره ترسره کړه چې اووه پر دوه ګولونو يې دغه هېواد ته ماتې ورکړه.
د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې له لوري رووف قادري درې، سميع الله محمدي دوه، زين الدين شريفي او حميد ګلزار يو يو ګولونه ووهل.
د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې وړمه ورځ کوربه هېواد ماليزيا ته هم پنځه پر دوه ګولونو ماتې ورکړې وه.
افغانستان به له دې وروسته له ايران او بحرين سره لوبې کوي او قوي امکان شته چې دويم پړاو ته لاره پيدا کړي.