هیله ده تر پایه یي ولولۍ!!!

ویاړمه چي د زمریانو په ژبه خبري کولای شم او د زمریانو د وطن یمه [پښتو،افغانستان]
پښتو ژبي او افغانستان سره لیونۍ مینه لرم او دا مینه مي د زړه په وینو پاللي ده !
لس کاله کیږي چې په کوچنیوالي کي امریکا ته راغلي یو مګر!!!
تر اوسه یوه ورځ هم داسي نه ده راغلي چي په پښتو ژبه لیک او لوست ونه کړم
د پوهنتون درسونه د پښتو سره د لیونۍ میني درلودلو له وجه لومړي پښتو ته ژباړم او بیا يي یادوم.
عادت مي چي په پښتو ژبه هر ډول لیکنه مي خوښه شي ورته ژاړم
تل په پوهنتون او نورو کنفرانسونو کي اول شروع په پښتو ژبه کوم
لوۍ ارمان مي د پښتنو یو ځاي کیدل او پرمختګ دی .
له خدایه راضي یم چي تر اوسه مي د پښتو ګلورین بڼ ته د اوبو په ځاي د زړه ویني ورکړي دې او دا بڼ مي ښیرازه ساتلی دی .
کورنۍ او ملګرو ته مي دا وصیت کړي که کومه ورځ مي له دي فاني نړۍ سترګي پټولي د ځنکدن په وخت کي دي راته پښتو ووايي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پښتانه به په جنت کي پښتو وايي
هسي نه چي لاړ شي مړه شي پښتو پریږدي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سکون ایمان کوچنۍ ولسمشره
خپله جونګړه
شیکاګو - امریکا