ډاکتر صاحب د سهار چای هم ونه څښه په بیړه له کوره ووت او د ښار په لور روان شو،خپلي میرمن مور او خور ته یي د ښځي نړیوالۍ ورځي په پار ښایسته ډالۍ واخستلي.
ساعت ته یي چي پام شو د رسمیاتو وخت یي هم پوره کیدونکی و په منډه منډه یي ځان تر روغتونه ورسوه.
د ناروغانو لیدل او درملنه یي پیل کړه، یو ناروغ ورته وویل داکتر صاحب زما حالت ښه نه دی که مړ شوم دا مې د کورنۍ شمیره ده، مخکې زما د مرګ له خبره مي میرمن ته زما له خوا د ښځې د نړیوالې ورځ مبارکي ورسوه.
ډاکتر د ناروغ په سر لاس کیښود اوښکې یې د ناروغ په وجود تويې کړې.
ورته یې وویل زما ژوند دې هم ستا شې، خدای دې روغ رمټ کړه !!!
شیبه لا تیره نه وه چې لومړی چاودنه او ورپسې ډزې شروع شوې. د سترګو په رپ کې یو وحشي ځناور تر دې خونې هم را ورسید د ډاکتر په سینه یې د مرمیو باران وکړ. او د غرونه غرونه سپیڅلو ارمانونو سره یې د ابد په لور رخصت کړه.
ماښام نا وخته شو ډاکتر کور ته رانغی د موبایل شمیرو یې هم کار نه کوه میرمن یې ډیره وارخطا وه.خو بیرته به یې زړه ته ډاډ ورکوه چې نن سهار یې راته ویلې و هر کله چې له وظیفې رخصت شوم ښار ته به ځم تا مور او خور ته به ډالۍ رانیسم.
په همدې سوچونو کې وه چې د امبولانس هیبتي غږونو یې د سوچ ټال وشلوه یو دم کوڅه کې چغې شوې هله هله! ډاکتر صاحب شهید شوی دی.
د ډاکتر صاحب جنازه یې په داسې حال کې کور ته داخل کړه چې د بې ارواح جسد سر ته یې هماغه سهارنۍ ډالۍ ایښې وې خو د ډالۍ ورکړه او مبارکي د تل لپاره پاتې شوه.
هغه د مرګ په بستر پروت ناروغ هم د زیاتو ټپونو له امله بې هوشه شوی و.کله چې یې سترګې وغوړیدې لومړی یې د ډاکتر پوښتنه وکړه چی هغه هغه خو به ښه وي کنه.
نورو ډاکترانو ورته وویل چې هغه شهید شو!!!
ناروغ ته یې سهارنۍ خبره وریاده شوه، له ډیره غمه یې د لوړ فشار له امله د سر رګونه وشکیدل او د ډاکتر سره یې د مرګ شپه یوه شوه.
دواړه د ابد په لور لاړل خو نه د ناروغ او نه د ډاکتر سهارنۍ خبرې او ارمان پوره شو.
کوچنۍ ولسمشره[سکون ایمان]
اوښلنې سترګې
شیکاګو ـ امریکا
وروستي