وړمه ورځ مو صنف ته نوي استاذه چي په بانکي چارو کي دوکتوره لري را ننوته له ستړی مشي وروسته یي ځان معرفي او هم یي د محصلینو د معرفت غوښتنه وکړه.
ما چي په خپل معرفت کي د خپل اصلي ټاټوبي [افغانستان] نوم واخیست،استاذه ډیره خوشاله شوه.
ویي ویل چي زه د انګلستان په اکسفورډ پوهنتون کي ستاسي د ریس جمهور دوکتور محمد اشرف غني احمدزي زده کړیاله پاتي شوي یم !!!
له هغه مي ډیر داسي څه زده کړي چي په خپل مسلک کي پري هیوادونه چلنج کولای شم.
ارمان مي و چي د فراغت څخه وروسته د خپل استاذ لاسونه ښکل کړم.مګر د هغه ریس جمهور کیدو سره مو تر منځ واټن ډیر شو او اوس مو د هغي سره لیدل ډیر مشکل دي.
خو خوشاله یمه چي نن د هغي پر ځای ستا لاسونه ښکل کړم،ځکه ته د افغانستان د یو اوسیدونکي په حیث د ریس جمهور صاحب په اولادونو کي راځي.
باور وکړۍ زما لاسونه یي ښکل کړل.
او په دړه [تخته] یي ولیکل! محمد اشرف غني زما د پرمختللي نړۍ لومړنی نوم!!!
رښتیا هم چي د زرو قدر له زرګر سره وي!
ما هم خپل احساسات،خوشالي او ویاړ د اوښکو په تویولو څرګند کړ.
ویاړمه چی افغانه یم!!!
محبوب ولسمشر سره د میني په پار یي شریک کړۍ!
کوچنۍ ولسمشره [سکون ایمان]
شیکاګو ـ امریکا
وروستي