
د افغانستان پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی د ډیورند هاخوا میشتو
قبایلو په هکله د پاکستان د کابینې وروستۍ پرېکړه بې مورده او د اسلام آباد د حقوقي صلاحیت له دایرې بهر بولي.
حامد کرزی په داسې حال کې چې په آزادو قبایلو کې د انګریزي استعمار څخه راپاتې بشري ضد اصول او کړنلارې ردوي، هر هغه پرېکړه چې پر پښتنو او بلوڅو د دوی د تاریخي حقونو په نقض کولو سره تحمیلیږي له حقوقي پلوه بې اثره ګڼي.
حامد کرزی زیاتوي چې ورته تصامیم هیڅکله د ډیورند د غیر قانوني کرښې په حیثیت کې تغییر نه شي راوستلی.