سوله او په مخ کې يې ستونزې

دې کې هيڅ شک نشته چې سوله يو مقدس ارمان دى، زموږ د ټولو ارمان دى، يو انساني ضرورت دى او ښايې دهغو ډلو او افرادو ارمان به هم وي چې همدا اوس ماشه په لاس د يو بل په وړاندې په سنګرونو کې پراته دي، خو د دې ارمان تحقق څومره ممکن دى، آيا ټولي ښکيلې خواوي دا سياسي اراده لري چې سوله وکړي، يا په بل عبارت دا جګړه چې د چا جګړه ده، د جګړې اختيار چې د چا په لاس کې دى، آيا اوس مهال د هغوې ګټې دا ايجابوي چې افغانستان کې سوله راشي؟ آيا ټولي هغه ډلې او افراد چې وسله يې په لاس کې ده او جنګيږي خپل واک او اختيار يې هم په لاس کې دى که نه؟ آيا دا  واک او اختيار لري چې د جګړې او سولې په اړه پخپله تصميم ونيسي، که د دې سوالونو ځواب مثبت نه وي او د چا په لاس کې چې د جګړې او سولي واک او اختيار دى که هغوي د سولي اراده ونلري او سوله يې په ګټه نه وي نو سوله به څنګه راځي!؟
د افغانستان په روانه جګړه کې مهم اړخونه نړيواله ټولنه او په مشرۍ يې امريکا، دسيمې هيوادونه د افغانستان حکومت او وسله وال مخالفين دي، راځې وګورو په دوې کې دا جګړه د چا په ګټه ده او د چا په واک کې ده، او د چا په واک کې چې ده آيا هغوى سوله غواړي؟
١ – امريکا
که دا فغانستان د جګړې د لومړيو دريو لسيزو بحث په خپل ځاى پريږدو، د سپتامبر د يوولسمې پيښې څخه وروسته کله چې امريکا پر افغانستان بريد وکړ، د طالبانو حکومت له منځه لاړ او ځاى يې په بن کې جوړ شوي حکومت ونيو، هغه مهال داسې ښکاريده چې نوره نو په افغانستان کې جګړه پاى ته ورسيده، طالبانو حکومت پريښى ؤ، د بي ٥٢ رعب او ډار تنظيمي مشران او ګوندونه هم مطلق اطاعت ته اړ کړي وو، نسبي امن په ټول هيواد کې ټينګ شوى ؤ، د ډار او ويرې ځاى يو ډول اطمنان او ډاډ نيولى ؤ د خلکو اکثريت داسې فکر کاوه چې اوس د دويمې نړيوالوې جګړې نه وروسته په شان افغانستان ته به يو مارشل پلان جوړيږي، ابادي به وي، سوکالي به وي او پرمختګ به وي_  خو له بده مرغه داسې ونشول ، په لوى لاس طالبان، القاعده چيچينيا، عربي هيوادو او منځني اسيا نه افغانستان ته راغلي جنګيالي پريښودل شول چې له ډيورنډ کرښې واوړي او په قبايلي سيمو کې ځاى په ځاى شي او بيرته ځانونه منظم او يوه نوي جګړه پيل کړي.
دا خبره هم پخواني جمهور رئيس حامد کرزي او هم د مولوي صاحب ارسلا رحماني په ګډون يو شمير طالب مشرانو کړې چې په ٢٠٠١ کي د طالبانو تصميم دا ؤ چې جګړه نه کوي او په خپلو کلو او بانډو کې به خپل عادي ژوند ته ادامه ورکوي او يا به خپلو مدرسو او سبقونو ته بيرته ستنيږي، په همدې هدف د طالبانو يو پلاوي حامد کرزى چې نوى نوى د حکومت مشر ټاکل شوى ؤ وليد او هغه ته يې ډاډ ورکړ چې طالبان نور نه غواړي جګړې ته ادامه ورکړي، د حامد کرزي  لخوا هم طالبانو ته عمومي عفوه اعلان شوه خو امريکا د متحدې جبهې(شمالي ټلوالې) سره يو ځاى د طالب مشرانو او قومندانانو په نيولو او ځورولو پيل وکړ، طالبانو مشرانو ته يې ناشوني کړه چې په خپل کلي او کور کې په سوله ييزه توګه ژوند وکړي، طالب دې ته اړکړاى شو چې بيرته ټوپک واخلي او د پاکستان غيږي ته چې پاکستان لا د پخوا ورته پرانستې وه ولويږي.
په دې ترتيب امريکا د پاکستان په مرسته بيا په افغانستان کې جګړه پيل کړه، په پاکستان کې د طالبانو په مراکزو او فعاليتونو او د پاکستان لخوا د هغوى په ملاتړ د امريکا لخوا سترګې پټول، په افغانستان کې د بې ګناه خلکو بنديانول، د کلي او بانډو د ودونو د مراسمو، جرګو او روغتونونو بمباردول، د ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو بيرحمانه وژنو د ټوپک سالارانو ملاتړو او پياوړي کول د فساد ترويج او ورته زمينه برابرول، د افغانستان په سياسي پروسو کې داسې مداخله چې هم حکومت بې ثباته کړي او هم خلکو ته دا ښکاره شي چې دا حکومت يو لاسپوڅى حکومت دى، دا ټول په دې منظور وو چې د افغانستان خلکو ته د جګړې انګيزه ورکړل شي د حکومت پرضد خلکو کې کرکه وپارول شي، او خلک دې ته اړ کړاي شي چې ټوپک په لاس کې واخلي.
د پخواني جمهور رئيس حامد کرزي او د امريکا ترمنځ د اختلافاتو عمده دليل هم همدا ؤ ، حامد کرزي د يو جمهور  رئيس په توګه ليدل چې په افغانستان کې د امريکا کړنې او سياستونه د ترهګرۍ او جګړې د له منځه وړلو لپاره نه بلکې د جګړې د تودولو او پراخولو په خاطر دي، دا اختلافات تر دې حده ورسيدل چې امريکا وغوښتل د افغانستان په سياسي نظام کې داسې بدلون راولي چې بيا څوک د حامد کرزي په شان د امريکا د کړنو او سياستونو سره د مخالفت امکان او جرئت ونلري، په همدې منظور زموږ په انتخاباتو کې په ډيره بربنډه توګه مداخلې وشوې لومړۍ هڅه د ٢٠٠٩ په انتخاباتو کې وشوه خو بالاخره د ٢٠١٤ په انتخاباتو کې امريکا په دې کاميابه شوه چې د افغانستان داساسي قانون پرخلاف اجراييه رياست رامنځ ته کړي، ورسره د يو شمير غربي  او يو شمير کورنيوکړيو لخوا په افغانستان د نامتمرکزه نظام راوستو هڅې د رابرټ بليک ويل لخوا د تجزيې وړانديز، د دوستم، محقق او احمد ضيا مسعود سره د نامتمرکزه سيستم راوستو لپاره د روهراباکر مشترک کانفرانس او مشترکه اعلاميه او بالاخره د ٢٠١٤ په انتخاباتو کې د جان کيري په مشرۍ د اشرف غني او عبدالله ترمنځ يو داسې توافق ليک چې د نظام بدلون لپاره به لويه جرګه غوښتل کيږي، دا هرڅه افغانستا ن د ملکوالطوايفې خوا ته، يو داسې حالت خوا ته چې دلته هرڅوک د هرچا په وړاندې د جګړې په حال کې وي د وړلو هڅې دي.
د امريکا سياستونه او د امريکا غير صادقانه برخورد سبب شو چې حامد کرزى ا منيتي تړون لاسليک نه کړي، خو نوى حکومت چې د امريکا لخوا ډيزاين شوى داسې ؤ چې بايد يو مطيع او فرمانبرداره حکومت وي د تحليف نه وروسته په لومړۍ ورځ امريکا سره امينتي تړون امضا کړ، د امنيتي تړ ون امضا د امنيت راوستو پرځاى بې امنيتي پراخه کړه پخوا يواځې طالب او يو نيم ځاى کې حزب اسلامي د حکومت مخالفه جبهه کې جنګيدل اوس پرې د داعش په شان قوت هم ور اضافه شو، داعش چې د روسيې په شمول د سيمې هيوادونه يې د امريکا يوه پروژه ګڼي او افغان حکومت او يا په حکومت کې ځنې کړۍ هم د داعش په ملاتړ او پياوړي کولو تورنې ګڼي.
يانې د امريکا د سياستونو په نتيجه کې په افغانستان کې جګړه لا پياوړې شوه، پراخه شوه د طالب په لاس په ټول افغانستان کې خپره شوه او د داعش په راتګ او د طالب د رهبري د بحران له امله لا پيچلې او څو اړخيزه شوه.
نو امريکا غواړي دلته جګړه وي، بې امني وي، بې ثباتي وي، ترڅو امريکا چې دلته روسيې سره، چين سره او نورو هيوادونو سره کومې سيالۍ لري، دهغه هيوادونو  د بې ثباته کولو لپاره اړينه ده چې دلته جګړه وي، افغانستان بايد بې ثباته وي ترڅو دا سيمه بې ثباته شي، نو دا جګړه زموږ جګړه نه ده دا د امريکا د ګټو لپاره او دسيمي د هيوادونو د بې ثباته کولو لپاره د امريکا جګړه ده، نو امريکا جګړه غواړي.
افغان حکومت:
د يو حکومت په توګه دا هم د افغان حکومت مکلفيت دى او هم يې مسئوليت دى چې ټول هغه اقدامات وکړي او خپل سياستونه داسې جوړ کړي  چې افغانستا کې د سولې د راوستو سره مرسته و کړي،
که افغان حکومت دا پوځي توان، طاقت او استقلال  درلوداى او په عملي لحاظ ممکنه واى چې د جګړې په ډگر کې خپل وسله وال مخالفين له منځه يوسي خو ډيره ښه، خو که دا ممکن نه وي ، نو بيا خو دحکومت مکلفيت دى چې د سولې او خبرو اترو لار غوره کړي، که نه نو بيا به جګړه په هيواد کې تر نامالومې مودې روانه وي ، وژل کيږي به افغانان او ګټه به يې نور څوک اخلي.
ليکن د بده مرغه کله چې د حکومت بحث مطرح کيږي، هغه څه ته چې حکومت ويل کيږي او حکومت چې کوم تعريف لري که هغې ته وګورو  نوموږ اصلاً حکومت نه لرو، د چارو د تنظيم لپاره يوه داسې اداره په موږ مسلطه ده چې هم د مشروعيت د نه درلودلو له امله او هم  د هغو وجايبو او مکلفيتونو د نه سرته رسولو له امله چې يو حکومت يې د هيواد، او خلکو په وړاندې لري، دا حکومت يو حکومت بللي شو.
زموږ په انتخاباتو کې د امريکا پرله پسې لاسوهنې له هماغه ٢٠٠٩ نه په دې نيت اودې هدف وې چې افغانستان کې د اجرائيه رياست په رامنځ ته کولو افغانستان په کور دننه په سياسي بې ثباتۍ اخته او په امريکا متکي حکومت رامنځ ته کړي، ترڅو امريکا خپلو کړنو لپاره په افغانستان کې خلاص لا س ولري او د نه ويلو څوک ورته نه وي. اوس خو لا د ويکې ليکس اسناد ښئي چې په ٢٠٠٩ کې امريکا چې د اجرائيه رياست کومه طرحه وړاندې کړې وه دا په حقيقت کې د اشرف غني پيشنهاد ؤ چې د ٢٠٠٩ په انتخاباتو کې په کابل کې د امريکا د هغه وخت سفير ايکن بيري ته يې وړاندې کړى ؤ چې د انتخاباتي کړکيچ د حل لپاره  بايد دلته د حامد کرزي او عبدالله ترمنځ يو مخلوط حکومت جوړ شي( دا هم کيداى شي چې اصلاً  د امريکا په پټ فرمايش اشرف غني دا پيشنهاد د امريکا سفارت ته وړاندې کړى وي_ والله اعلم) خو هغه وخت د امريکا د دې دسيسې په وړاندې د کرزي د مقاومت له امله د اشرف غني او امريکا دا مشترک پلان عملي نشو ليکن د ٢٠١٤ کال په انتخاباتو کې جان کيري د اشرف غني او عبدالله په مرسته وکولاى شول  د ملي وحدت په نوم حکومت رامنځ ته کړي چې د افغانستان د اساسي قانون په اساس مشروعيت نلري، د خلکو په رايه نه، بلکي د د دوه کسانو د يو سياسي توافق  په نتيجه کې رامنځ ته شوى. نو داسې ويلاى شو چې اوسنى حکومت د افغانستان د خلکو د ارادې په اساس نه بلکې د امريکا د ارادې په اساس جوړ شوى حکومت دي، دا حکومت خپله کومه ارداه نلري د جګړې، سولې او نورو سترو مسايلو په اړه پريکړه يې د امريکا د ارادې او پريکړو تابع ده.د جګړې اوسولې په معامله کې افغان حکومت هغه څه کوي چې د امريکا ګټې يې ايجابوي نه د افغانستان، د حکومت تصاميم په حقيقت کې دامريکا تصاميم دي.
د دې په خوا کې چې دا حکومت اصلاً افغاني ماهيت نلري، يو لاس او د يو فکر خاوند حکومت هم نه دى، اشرف غني او ملګري يې او عبدالله او ټيم يې په فروعاتو کې نه بلکې په ډيرو مهمو او اساسي مسايلو کې لکه د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا، ملي هويت، د هيواد سياسي نظام او نورو مسايلوکې په دوه متضادو قطبونو ويشل شوي، نو ښکاره ده دوه داسې ډلې چې دملي منافعو بيل بيل او يو بل سره متضاد تعريفونه ولري کله کولاى شي د سولې او يا جګړې په اړه يو فکر او نظر پيدا کړي، مګر که دامريکا حکم وي. نو د سولې په اړه حتې په هغه مواردوکې چې که امريکا ورسره علاقه مندي هم ونلري دا حکومت د خپل جوړښت او ماهيت له مخې نشي کولاى يوې پريکړې ته ورسيږي، شايد څوک حزب اسلامي سره سوله چې دادى اوس د حکمت يارنوم هم د تور لست څخه وويستل شو د دې ادعا پرخلاف يو دليل وګڼي،
خو لا ډيره فاصله ده چې دا جام تر شونډو رسي!!
د نظام دننه د سولې اوجګړې په اړه اختلافات که يواځې زموږ دسياسي ډلو، تنظيونو، او احزابو خپل منځي اختلافات وى او بهرنى فکتور په کې شامل نه وى نو بيا د جرګو له لارې، په اصطلاح د بين الافغاني ديالوګ له لارې ممکنه وه افغانان په ملي سطح يو تفاهم ته ورسيږي  خو له بده مرغه لسيزي لسيزي دا ډلې نورو هيوادونو سره په داسې استخباراتي او مافيايي مزو تړل شوي او د دې ډلو د شخصي او يا تنظيمي ګټو اشتراک د سيمي د هيوادونو د استخباراتي ګټو سره داسې نغښتل شوى چې اوس که دا ډلې وغواړي هم په اسانه ځان نشي خلاصولاى، د سيمو د استخباراتو سره د دې ډلو د ګټو اشتراک چيرته مذهبي جامه اغوستي او چيرته قومي او ژبنۍ، نو مجموعاً د حکومت په شان دسولې او جګړې په اړه د دې ډلو تصميم هم د اسلام آباد، تهران او واشنګټن په ګرو کې دى.
البته د حکومت دواړه اړخونه(اشرف غني او عبدالله) بيا د امريکا سره په اړيکو کې کاملاً هم نظره دي، بلکي دواړه خواوې په دې سيالۍ اخته دي چې امريکا ته خپل نژديتوب ثابت کړي او په دې توګه واک کې د پاتې کيدو لپاره يا په واک کې د زياتې ونډې د اخستو لپاره د امريکا ملاتړ ترلاسه کړي، نو په ټوله کې دواړه ډلې او فرعي څانګې يې امريکا سره د مخالفت نه جرئت لري او نه طاقت او شهامت، د دوې د تصاميمو معيار د افغانستان ملي ګټې نه بلکې د امريکا رضايت دى، نو د سولې او جګړې په ا ړه هم د امريکا هره پريکړه د دوې پريکړه ده.
طالبان:
دا سمه ده چې طالبان قصداً بيرته جګړې ته ټيل وهل شول، په ٢٠٠١ کې دوې جګړه پريښې وه ، دايې منلې وه چې حکومت به د دوې نه وي خو لکه مخکې وويل شول دې ته اړکړاى شول چې بيرته ټوپک واخلي خو اوس طالبان په دې جګړه کې داسې ښکيل شوي چې له جګړې ورته ځان خلاصول ډير ستونزمن دي.
اوس د طالبانو په لاس جګړه چې يو وخت يواځې د ډيورنډ کرښې سره نښتي څو ولاياتو پورې محدوده وه ټول افغانستان کې وغزيده، اوس د افغانستان ټولو ولاياتو کې طالبان او نورې جنګيالۍ ډلې وجود لري_ او د حکومت ستره امنيتي لاسته راوړنه داده چې کندز بيرته ونيول شو، هلمند سقوط ونکړ يا ارزګان سقوط ونکړ، همدا اوس د سيګار د يو راپور له مخې حکومت د افغانستان يواځې پر ٥٧ سلنه خاوره حاکميت لري پاتې برخې د وسله والو مخالفينو سره دي.
طالبانو چې په ٢٠٠١ کې جګړه دخپل ځان نه د دفاع او په دې خاطر چې بله لار ورته نه وه پريښودل شوې، پيل کړه اوس داسې انګيري چې په جګړه کې برلاسي دي، اوس په دې کلک باور دي چې امريکا او افغان حکومت نشي کولاي دوې ته ماته ورکړي او که لږ نور هم ټينګ شي  نو کيداى شي جګړه وګټي، د جګړې او افغان امنيتي ځواکونو په اړه دا مريکا د پوځي او سياسي مشرانو څرګندونې او د امريکايي رسنيو تبليغات چې ګواکې د افغانستان ملي اردو دا ځواک نلري چې طالبانو ته ماته ورکړي، امريکا طالبان له منځه نشي وړلى، طالبان دا هرڅه د امريکا  لخوا په جګړې کې د ماتې اعتراف ګڼي او  د امريکا په شکست د طالبانو باور نور هم پياوړى کوي، خو حقيقت دا دى چې  دجګړې د دوام لپاره امريکا غواړي طالبان همداسې يو باور ولري، او په همدې خاطر د امريکا تبليغات عملاً  طالبانو ته د روحيې ورکولو په مانا دي، امريکا غواړي طالبان روحيه واخلي او د سولې په ځاى جګړې ته ادامه ورکړي.
بل مهم سوال دا دى چې  آيا طالبان کولاي شي پخپله د جګړې او يا سولې په اړه تصميم ونيسي، سره لدې چې طالبان اوس داسې هڅې کوي چې خلکو ته دا باور ورکړي چې ګواکې طالبان اوس د پاکستان تراغيزې لاندې نه دي خو حقيقت دا دى چې د طالبانو ټول سياسي او نظامي مشرتابه د خپلو کورنيو سره په پاکستان کې اوسيږي، د ټپيانو علاج يې هلته کيږي، نوي امير ته يې په پاکستاني مدرسو کې بيعت اخستل کيږي، بيا هغه مدرسو کې چې د پاکستان ايالتي حکومت ورسره په رسمي توګه مالي مرسته کوي ، د جګړې ټول اکمالات يې له پاکستانه کيږي نو څرنګه کيداى شي طالبان د پاکستان له اغيزې ځان بهر وبولي او بيا د سولې او جګړې په شان مهمو مسايلو کې دپاکستان له خوښې پرته  دوې پخپله تصميم ونيسي.
ملا محمد عمراخوند په طالبانو کې دا نفوذ او دا کرزما درلوده چې ټول طالبان يې په پټه سترګه اطاعت وکړي خو د هغه دمرموز مرګ څخه وروسته او بيا څرنګه چې د طالبانو دويم مشر ملا اختر منصور له ايرانه بيرته پاکستان ته د ستنيدو پرمهال ووژل شو دا څرګندوي چې پاکستان به په هيڅ قيمت طالبانو ته دا اجازه ورنکړي چې پخپله د تصميم نيولو ازادي او امکان ترلاسه کړي، دا درسته ده چې ايران او روسيې سره اړيکو طالبانو ته د مرستو او امکانانو نوې دروازې پرانستي، مثلاً که روسيه طالبانو ته هوايي ضد وسلې ورکړي نو دا به په جګړه کې طالبانو ته يو ستراتيژيک برلاسى ورپه برخه کړي  خو دا چې له پاکستانه يې بې نيازه کړي دا ستونزمنه ده، د طالبانو زړه غواړي که نه خو د پاکستان خبره منل يې مجبوريت دى او که څوک ترې سر غړوي نو بيا کيداى شي د ملابرادر په سرنوشت اخته شي. نو مختصراً ويلاى شو چې طالبان څرنګه چې مجبور دي دخپلې سياسي بقا لپاره او د جګړې د ادامې لپاره د پاکستان، ايران او روسيې مرستې ترلاسه کړي، ښکاره خبره ده د سولې اوجګړې په اړه هم مجبور دي د پاکستان ايران او روسيې تندي ته وګوري.
خو که  دا ومنو هم چې طالبان اوس خپل واک په خپل لاس کې لري او که د سولې تصميم ونيسي نو پاکستان نشي کولاى مخه يې ونيسي،  نور عوامل هم شته چې سولې ته په ورتګ کې د طالبانو مخه نيسي:
١ – د امريکا او پاکستان لخوا طالبانو ته دا ورکړل شوى باورچې ګواکې دوې کولاى شي جګړه وګټي او امريکا د جګړې د بايللو په حال کې ده، دوې استدلال کوي چې د امريکا اقتصاد نور د جګړې مصارف نشي زغملاى او که جګړه اوږديږي او طالبان دا توان لري چې جګړه اوږده کړي او د جګړې اوږديدل  به د امريکا د اقتصاد ملا ماته کړي نو امريکا اوس وتو ته لارې ګوري او غواړي ځان له جګړې وباسي، بالکل لکه څرنګه چې افغان جهاد د پخواني شوروي اتحاد ملا ماته کړه، نو بايد جګړې ته ترهغې ادامه ورکړاى شي ترڅو امريکا په بشپړه توګه خپله ماته ومني.
٢ – اوس طالبان د ملا محمد عمر په شان کرزماتيک رهبر نلري چې د مشر تابه هره پريکړه بې له کومې ستونزې تطبيق شي او ومنل شي، اوس خبره داسې نده اوس طالبان په څو ډلو ويشل شوي، په ښکاره سره متحد دي خو تقسيم نښې يې له ورايه ښکاري، په دې وروستيو کې د ملا هبت الله لخوا د ١٦ ولاياتو په ګډون يو شمير طالب چارواکو بدلون د همدې اختلافاتو يوه برخه ګڼل کيږي، دا ختلافات چې ملا محمد عمر د مړيني سره سم پيل شول روسيې سره له د طالبانو د اړيکو له امله ويل کيږي چې لا زيات شوي.
د يوې سمې رهبرۍ نه شتون، داخلي اختلافات او د هغه په خواکې افغانستان کې د داعش موجوديت او پياوړي کيدو د طالبانو په ذهنونو کې دا انديښنه زيږولې چې که اوس طالبان د سولې خبري پيل کوي او يا دسولې خوا ته ځې نو د طالبانو نوى نسل او ځوان نسل چې په دې روحيه ستر شوى چې افغانستان دارلحرب دى او په همدې خاطر دلته جګړه لا څه چې انتحار روا دى او که په دې جګړه کې ملکي کسان هم وژل کيږ ي نو باکه يې نشته، دا نسل او دا ذهنيت به پوښتنه نه کوي چې ولي څه شوي چې سوله وکړو، کوم توپير رامنځ ته شوي، له افغانستان څخه امريکايان وتي او که شريعت نافذ شوى؟ نو بيا انديښنه داده چې اوس دوې ته يو بل بديل هم شته او هغه داعش دى، داعش چې د طالبانو نوي افراطي نسل ته کيداى شي زيات راښکون ولري، نو اوس طالبان دا انديښنه لري چې که اوس د سولې خواته لاړ شي  نو  د حزب اسلامي په سرنوشت اخته نشي.
٣ – اوس لوبه د  طالب له لاسه وتې، طالب چې د حزب اسلامي کيدو کومه انديښنه لري، هغه په حقيقت کې د عملي کيدو په درشل کي ده ، درې څلور کاله دمخه او د ملا عمر په ژوندانه  کې طالب دا فرصت او امکان درلود چې که تصميم ونيسي اوسوله وکړي هغه دې عملي هم شي،  خو اوس يې لوبه لا سه وتې اوس په ډګر کې داعش د يو نوي ځواک په توګه ځاى نيولى او د نړيوالې لوبې تقاضا داده چې داعش دلته لا پياړوې شي نو اوس که طالب وغواړي هم سوله نشي راوستي. ځان له جګړې ايستى شي خو سوله نشي راوستى او که سوله نشي راوستې د سولې په معامله کې څوک ولي طالب ته هغه قيمت ورکړي چې طالب يې په ظاهره اوس غواړي، طالبان که اوس له هوښيارۍ کار وانخلي په ډير خطرناک سرنوشت به اخته شي، سبا به نه سوله کواى شي او نه به جګړه د دوې په لاس کې وي.
د سيمې هيوادونه:
امريکا عملاً په افغانستان کې حضور لري، افغانستان سره  ستراتيژيکه ملګرتيا او امنيتي تړون لري او د همدې تړون په اساس افغانستان کې نهه سترې پوځي اډې لري، د همدې امريکا په اړه د سيمې د هيوادونو په ذهنونو کې دا خبره اوس شک نه بلکې په يقين بدله شوې چې امريکا دلته ترهګرۍ سره مبارزې لپاره نه بلکې په سيمه کې دخپلو ستراتيژيکو اهدافو ترلاسه کولو لپاره راغلي او په دې لوبه کې له افراطيت او ترهګرۍ څخه د يوې وسيلې په توګه کار اخلي، داعش دامريکا يوه پروژه ده چې اوس د افغان حکومت د ځينو کړيو په ملتيا دلته د پياوړې کيدو په حال کې ده ، د چين، روسيې او پاکستان په درې اړخيز کانفرانس کې روسيې په ډاګه وويل چې موږ د طالبانو سره ځکه اړيکې جوړې کړي چې مشترک دښمن(داعش) لرو، داکانفرانس د افغانستان په اړه ؤ خو افغانستان په کې نه وو غوښتل شوى، کانفرانس ته د افغانستان نه غوښتل د چين او روسيې لخوا  افغانستان او په حقيقت کې امريکا لپاره ډير څرګند پيغام ؤ، ترهګرۍ سره په جګړه کې په افغانستان نه باور ؤ ، او دا ځکه چې  دوې داعش ځان لپاره تر ټولو ستر ګواښ گڼي او افغانستان او امريکا د همدې داعش ملاتړي ګڼي.
په سوريه کې چې هلته روسيه پوځي اډې او پوځي حضور لري، روسيې وکولاى شول د هوايي بريدونو له لارې د داعش ملا ما ته کړي، سوريه او عراق کې اوس داعش د اضمحلال په حال کې دى او انديښنه داده که داعش په منځني ختيځ کې خپل  مراکز له لاسه ورکړل په تيره بيا هغه د افراطي ذهن ځوانان چې له اروپا راغلي او داعش سره يو ځاى شوي او يا هغه کسان چې له منځنى اسيا داعش سره ملګري شوي وو، په طبيعي توګه بل کوم ځاى چې هغوي ورته تلاى شي  هغه افغانستان دى، نو امريکا لپاره دا يو بهترين فرصت دى چې افغانستان ته د داعش د  راتګ زمينه برابره کړي، افغانستان چې امريکا دلته هغه برلاسى لري کوم چې روسيې په سوريه کې درلود نو امريکا کولاى شي چې د افغانستان له لارې په داعش روسيې او چين ته ښه ستر سرخوږى جوړ کړي.
چين، روسيه، ايران او د سيمې نور هيوادونه داعش سره مبارزه کې چې د امريکا يوه پروژه گڼل کيږي په افغانستان له دې امله باور نلري  چې امريکا دلته حضور لري او د اوسني افغان حکومت رويه داسې ده چې د امريکا هره خبره مني ، نو ښکاره ده د داعش په وړاندې به هم افغان حکومت هغه څه کوي څه چې امريکا غواړي، نو دا هيوادونه د داعش په وړاندې افغان حکومت سره مرسته بې گټې بولي او په همدې دليل يې طالبانو سره اړيکي نيولي، نو:
د امريکا خو هدف همدا دې چې د چين او روسيې د تضعيف لپاره دې افغانستان کې جګړه وي او دا جګړه منځنۍ اسيا ته يانې د چين او روسيې پولو ته سرايت وکړي، روسيه او چين په سيمه کې ثبات اوسوله غواړي او دايې په ګټه ده خو دلته يې د افغان حکومت د نه همکارۍ له امله يې لاسونه تړلي دي، د هيوادونه  داعش مخنيوى لپاره طالبانو سره مرسته کوي اودا مرسته په حقيقت کې د جګړې ادامي سره مرسته ده، د جګړې اصلي خواوې يانې افغان حکومت اوطالبان خپل واک نلري نو سوله که دکومې معجزې توقع ونکړو څرنګه به راځي!؟