افغانستان کې بيلتون پالنه

غلام جيلاني ځواک
سره لدې چې  له کلونو کلونو راپديخوا د افغانستان په گډون دمنځنۍ آسيا، سهيلي آسيا او منځني ختيځ د نوي جغرافيايي جوړښت په اړه خبرې کيږي او د بيلا بيلو امريکايي فکري مرکزونو لخوا د دې سيمې د ويش په اړه وړاندوينې شوي، خودا لومړى ځل دى چې په دومره څرگنده او لوڅه توگه هم د بهرنيو ديپلوماتانو لخوا او هم ديو شمير کورنيو کړيو لخوا خداي مکړه دا فغانستان د تجزيې وړانديز کيږي.
البته پرافغانستان د روسانو د يرغل پرمهال هم يو وار يو پاکستاني ليکوال (پروفيسور وارث مير) د جنگ په ورځپاڼه کې د يوې ليکنې په ترڅ کې وړانديز کړى ؤ‌ چې افغانستان دې په دوه برخو وويشل شي، شمالي افغانستان دې روسانو او کمونستانو ته ورکړل شي او سهيلي افغانستان چې عمدتاً پښتانه په کې اوسيږي او د روسانو په وړاندې د جگړې اصلي مراکز هم همدلته دي، مجاهدينو ته ورکړل شي او دلته دې يو اسلامي حکومت جوړ کړاي شي. د ليکوال په اند په دې توگه هم به روسان ډاډمن شي چې د مرکزي آسيا ملتونو ته به د مجاهدنيو اغيزې ونه رسيږي او هم پاکستان به د روسانو له احتمالي يرغل څخه خوندي پاتي شي ځکه چې  اسلامي افغانستان به يې په منځ کې ديو حايل په توگه موجود وي. دا هغه مهال ؤ چې روسان په افغانستان کې له خپل برياليتوب څخه مايوسه شوي وو، د وارث مير وړانديز په هغه وخت کې ونشول کولاي دچا پام ځانله واړوي، يواځې د حزب اسلامي مشر گلبدين حکمت يار په دې اړه غبرگون وښود او دا وړانديز يې د  KGB  وړانديز وباله. په زړه پورې ده چې په همدې مهال په کابل کې هم د کارمل لخوا د افغانستان د ويش لپاره هڅې روانې وې، کانديد اکادميسين اعظم سيستانى په خپل کتاب (آيا افغانستان يک نام جعلي است)  کې په دې اړه داسې ليکي:
(( پر افغانستان د شوروي اتحاد له يرغل څخه وروسته کله چې د شوروي اتحاد پرضد د مقاومت غورځنگ پياوړى شو، دخلق د ديموکراتيک گوند د هغه کړيو له خوا چې په کابل کې يي خپل شتون په خطر کې ليده  په دوه برخو(شمالي افغانستان او جنوبي افغانستان)  د افغانستان د ويش گونگوسې اوريدل کيدې او په همدې خاطر د صدارت د پرسونل يوه برخه مزار شريف ته يوړل شوه او د نجيب الله مسيرپه نوم د صدارت يو معاون د همدې کار دتنظيم لپاره مزار شريف ته وليږل شو خو په شوروي اتحاد کې دمشرۍ بدلون چې په افغانستان کې د مشرۍ بدلون هم ورسره وو او د  کارمل ځاي ډاکتر نجيب ونيو، لامل شوه چې دا کار پلى نشي)).
د افغانستان دويش هڅې همدلته پاي ته نه رسيږي، په ١٣٧١ کال کې د شمالي ټلوالې جوړيدنه چې د جمعيت او شوراي نظار په مشرۍ د پرچم گوند د کارمل فرکيسون، د مزاري په مشرۍ د حزب وحدت او د جنرال دوستم په مشري دمليشو  ترمنځ يو ائتلاف ؤ اود همدې ائتلاف لخوا په افغانستان کې ملگرو ملتو د سولې د پروگرام پرخلاف کودتا د ډير شمير شنونکو په اند پخپله د افغانستان دويش لپاره يوه هڅه گڼل کيږي، ځکه چې د دې ايتلاف موخه په واک  کې د پښتنو مخه نيول وو نو که په يو هيواد کې د هغه ملت اکثريت په واک کې ونډه ونلري او خپل ځان په حکومت کې  ونه گوري پخپله د هغه هيواد دويش لپاره زمينه برابريږي. هغه څه چې دوستم، رباني، پرچيمان او حزب وحدت سره يوځاي کړي وو،  هغه يواځې او يواځې ژبنۍ او قومي مسايل ؤ که نه نو د دوې ترمنځ هيڅ کوم بل سياسي يا ايډيولوژيک اشتراک وجود نه درلود چې دوي په يوه ليکه کې سره ودروي. بيا هم اعظم سيستانى په خپل کتاب (آيا افغانستان يک نام جعلی است ) کې:
(( د ١٩٩٤په سپتامبر مياشت کې په مسکو کې د ازويستا ورځپاڼې د روسيې د بهرنيواستخباراتو د ادارې له خولې د رباني لخوا د افغانستان د تجزېې او تاجکستان سره د افغانستان د شمالي برخې د يوځاي کيدو په اړه يو مطلب خپور شوې وو چې په روسي رسنيو کې يي ډيره غوغا پورته کړه او د بي بي سي په جام جهان نما کې هم دا مطلب خپور شو،  بالاخره رباني دې ته اړشو چې له دې خبرې انکار وکړي خو دبروس ريچاردسن څيړنې په ډاگه کوي چې دا مطلب سم وو. ريچارډسن  د جنرال لياخوفسکي له خولې چې د افغانستان په اړه يي د افغان غميزې او زړورتيا په نوم کتاب ليکلى  د دې کتاب له ٦٣٠مې پاڼې څخه تر٦٧٤مې پاڼې پورې د شوروي مشرانو او د احمد شاه مسعود ليکونه او تړونونه درج دي،  ليکي چې احمد شاه مسعود د افغانستان د تجزيې پلان درلود ترڅو پخپلې مشرۍ د لوي تاجکستان هيواد جوړ کړي))، البته بيا رزاق مامون په خپل کتاب ((رد پاى فرعون)) کې د روسيې پرځاى ايران يادوي او ليکي چې رباني او جنرال دوستم ايران  سره په دې سلا شوي وو چې د ايران په قول د افغانستان د ستونزې د عادلانه حل !!! په خاطر افغانستان په قومي بنسټ وويشل شي.
خو بيا د پاکستان مخکښه ورځپاڼه ليکونکى احمد رشيد په خپله وروستۍ مقاله کې د افغانستان د بيلا بيلو قومندانانو له خولې ليکي چې گاونډيو هيوادونو ورته د افغانستان د تجزيې ويلي وو خو دوى ورسره نه و منلي .
 احمد رشيد وايي:
(( شل کاله وړاندې ده ته جنرال رشيد دوستم  ويلي وو چې  د افغانستان د تجزيه کولو  روسي غوښتنه يې رد کړې وه . د احمد رشيد په وينا جنرال دوستم ته روسانو هغه وخت دا وړانديز وکړ چې شوروي لښکرې له افغانستانه وتلې .
روسانو غوښتل چې خپلې جنوبي پولې د افغانستان په تجزيه کولو وساتي خو جنرال دوستم ورسره نه وه منلې .
د احمدرشيد په ليکنه جنرال دوستم ويلي چې که هر څوک د افغانستان د وېشلو هڅه وکړي دى به يې ووژني .
پاکستانى ورځپاڼه ليکونکى دا هم وايي چې د هزاره گانو گوندونو ته ايران ويلي وو چې له ايران سره د هزاره جات لاره پيدا کړي او جلا شي خو هغوى هم دا وړانديز رد کړى و .
احمد رشيد د قومندان احمد شاه مسعود په باب هم وايي چې تاجکستان ورته د لوى تاجکستان د جوړولو وړانديز کړى و خو مسعود ورسره نه ؤ منلى .
دغه ژورناليست د طالبانو په برخه کې هم وايي چې  د پاکستان آى ايس آى ورڅخه د پښتني سيمو د جلا کولو غوښتنه کړې وه خو طالبانو هم دا وړانديز نه و مانه)).
خوکه موږ د احمد شاه  مسعود په اړه د تاجکستانيانو څرگندونې وگورو، د ريچارډسن د ادعا تائيد کوي، د تاجکستان خلک احمد شاه مسعود ته د يو داسې رهبر په توگه چې د تاجکانو د داعېې لپاره يي عملي گامونه پورته کړي زښت زيات درناوې لري.
 د تاجېک پاليټيکس ويب پاڼه د احمد شاه مسعود په اړه ليکي:
(( با آنکه تاجيک ها در دفتر بلند تاريخ خود اسطوره هاي زيادى راثبت کرده اند اماگويي مجاهد شهيد افغانستان ( احمد شاه مسعود) براي آنان قدر وقيمت ديگرى دارد. تاجيک ها از هر طايفه و هرگروهى از انتساب چنين شخصيتى د رهويت تاريخى خود احساس غرور مى کنند. مسعود با آنکه در افغانستان تولد يافته و در مبارزه براى آزادى ميهن و خاک اين کشور جان باخته اما در تاجکستان محبوبيتي افزون ترى حتى از افغانستان دارد. تاجيک ها براى اين عشق و ارادت خود دليل بسيار روشنى دارند آنها مى گويند هيچ رهبر سياسى به اندازه مسعود براى اعتلاى تاجيک ها تلاش نکرد، او سمبل اقتدار يک تاجيک در ميان خيل دشمنان طايفه اى و قبيله اى اين مردم بود. امروز ذهن جوانان و دانشجويان  دوشنبه پر از خاطره هاى غرور انگيزى است که مسعود در دوره جانفشانى براى قدرت گرفتن تاجيک ها به يادگار نهاده است آن هم در سرزمينى که قوم پرشمار تاجيک سال ها زير سلطه اقوام پشتون به سرکرده است.))
دشوروي اتحاد هڅو ونشول کولاي چې افغانستان تجزيه کړي، خو د افغانستان د راتلونکې پرلار يي ډير اغزي وکرل چې دادى تراوسه يي زموږ پښې ويني ويني کړيدي.
په زړه پورې ده چې افغانستان کې د روسانو له ماتې څخه وروسته کله چې امريکائيان افغانستان ته راغلل او دادى له نهه کالو جگړو څخه وروسته  بريښې چې امريکا هم د روسانو په شان د افغانستان  په پلندۍ کې نښتې ده او د خلاصون لاره نه ښکاري، دادي يو ځل بيا يو بل بهرني، امريکايي ديپلومات رابرټ بليکويل لخوا د افغانستان د ويش په اړه ورته وړانديز کيږي.
رابرټ بليکويل په هند کې د امريکا پخواني سفير وړانديز کړى چې امريکا بايد له ماتې څخه د خپل ځان دژغورلو په خاطر افغانستان په دوه برخو وويشي، جنوب دې  طالبانو ته وسپارل شي او شمال چې ٦٠ په سلو کې په کې نور قومونه يانې غير پښتانه اوسيږي او په اسانه تري دفاع کيدلي شي هلته دې امريکا يي پوځونه ميشت شي.
د رابرټ بليکويل وړانديز د يو بل امريکا يي ديپلومات پيټر گالبرايت چې د افغانستان په انتخاباتو کې د خپل رسمي ماموريت پرخلاف د کړنو له امله په افغانستان کې د ملگرو ملتو د استازي لخوا له خپلې دندې گوښه کړاي شو هم تائيد شو، او گالبرايټ هم د افغانستان د ويش غوښتنه وکړه. ديادونې وړ ده چې پيتر گالبرايت ورته ماموريت په يوگوسلاويه کې په برياليتوب سرته رسولى او بيا افغانستان ته راغى. ډيرې کړۍ دا گمان کوي چې پيټر گالبرايت هڅه درلوده چې د يوگوسلاويې تجربه په افغانستان کې تکرار کړي. په تيرو انتخاباتو کې په ډيره بربنډه توگه دامريکا دسفارت، هالبروک او گالبرايت لخوا هڅه وشوه چې په انتخاباتو کې د حامدکرزي د برياليتوب مخه ونيسي د دې هڅو يوه موخه دا گڼل کيده چې امريکا غواړي په افغانستان کې د درغليو له لارې يو پښتون مخالف کانديد ته د برياليتوب زمينه برابره کړي او په دې توگه افغانستان يوې کورنۍ جگړې خوا ته بوځي، که دا تيوري سمه وي  نو ويلاي شو چې امريکا لا دمخه دا فغانستان اوسيمې د ويش په پروژې کار پيل کړى دى.
د پام وړ خبره داده،  سره لدې چې په افغانستان کې قومي اوژبنيز کړکيچ له ډير پخوا څخه شتون درلود خو تراوسه هيڅ کوم سياسي جريان يا ډلې يا کوم شخص په رسمي توگه او دخلکو په مخ کې د افغانستان د ويش غوښتنه نه ده کړي  په دې اړه څه هڅې چې کيدې ترپردې شاته او يا ترنورو عنوانولاندې وى، خو اوس د افغانستان په تاريخ کې په لومړي ځل په ډاګه د افغانستان دويش خبره کيږي. پخوا به هم ښايي داسي کسان موجود وو چې افغانستان دويش فکر به يي درلود، خو څرنگه چې دا فکر دافغانستان د خلکو فکر ندى  او په خلکو کې دې فکر منښت نه درلود نو چا دا جرئت نشو کولاي چې د افغانستان د ويش خبره وکړي. نو اوس ولي؟ ښايي يو لامل يي بهرنۍ لمسونې او بهرنى ملاتړ وي، ښايي هغه کړۍ چې کلونه  دمخه د سيمې د جغرافيايي بدلون وړاندوينې يې کولې، هغه کړۍ چې په افغانستان کې ژبنۍ او قومي شخړو ته لمن وهي او هغه کړۍ چې اوس لکه گالبرايټ او رابرټ بليکويل د افغانستان د تجزيې وړانديز کوي، په افغانستان کې هغه عناصر چې لا دمخه يي د بيلتون پالنې تمايلات درلودل هڅولي وي چې خپلې غوښتنې په ډاگه مطرح کړي. د مثال په توگه احمد بهزاد چې د افغانستان د پارلمان غړي دي او د حزب وحدت  په ملاتړ پارلمان ته رسيدلې، څه موده مخکي په يوې تلويزيونې مرکې کې چې په افغانستان کې د قومونو ترمنځ دشخړو په اړه په کې بحث کيده، وويل همداسې يوه ستونزه د مرکزي اروپا په قومونو کې پيدا شوه خو هغوي ورته يو عاقلانه حل لاره پيدا کړه.
د بهزاد په خوله دا عاقلانه لار داوه چې يوگوسلاويه لومړى په کورنيو جگړو اخته شوه، په دې جگړو کې ملکي خلک ووژل شول او په زرهاو پيغلو جنسي تيرى وشو او بيا يوگوسلاويه وويشل شوه. بهزاد د يوگوسلاويې ويش ته د عاقلانه لار په ويلو عملاً د افغانستان د ويش وړانديز کوي ا و دا په تاريخ کې لومړى ځل دى چې په دومره څرگنده توگه د افغانستان دويش غوښتنه کيږي
ښکاره خبره ده بهرنۍ کړۍ او استعماري قوتونه که د خپل هرې موخې په خاطر د سيمې تجزيه غواړي دا کار نشي کولاي د کورنيو کړيو له مرستې پرته وکړي او لامحاله به د دې کار لپاره کورنۍ کړۍ استخداموي. لکه څرنگه چې دمخه وويل شول بهزاد د محقق په مشري د حزب وحدت په مرسته پارلمان ته رسيدلې*، او حزب وحدت هم په خپل نوبت لومړني گوند دى چې په افغانستان کې يي د يو فدرالي نظام غوښتنه کړي، فدرالي نظام چې په حقيقت کې دافغانستان د ويش لومړنى گام دى.
په دې لنډه ليکنه کې زه غواړم د دې په خوا کې چې په سيمه کې د امريکا لخوا د نوي جغرافيايي جوړښت په اړه يو څه ووايم، په  سيمه کې په دوو سترو ناسيونالستي جريانونو هم رڼا واچوم چې په بالقوه توگه د سيمي اوسني جغرافيايي جوړښت ته يو گواښ گڼل کيږي، زما مطلب له پان ايرانيزم او پان ترکيزم څخه دى، دا دواړه جريانونه، نه يواځې دا چې په ټوله سيمه کې بلکې په افغانستان کې هم ريښې لرې.
نن صبا د افغانستان د وحدت او يو والي ساتل د افغان ملت لپاره په يوې سترې ننگونې اوښتې، موږ ټول افغانان هغه که پښتانه دي،
تاجکان دي، هزاره دي او يا هم نور قومونه په دې باور لرو چې افغانستان يو نه تجزيه کيدونکى هيواد دى، د افغانستان تجزيه د سيمو د هيوادو په گټه هم نه ده خو بيا هم په دې اړه چې کوم گواښونه شته هغه بايد کم ونه بلل شي¸پان ايرانيزم او پان ترکيزم په ډير شدت په سيمه کې کار کوي او که دا موجونه د غربي استعمار سره لاسونه يو کړي نو بيا به د سيمې د هيوادونو  اوسني جغرافيايي جوړښت ته په يو رښتني گواښ واوړي. استعمار لا تقريباً يوه پيړۍ دمخه وکولاي شول افغانستان دوه نيمايي کړي او اوسنۍ پښتونخوا او بلوچستان له افغانستان څخه بيل کړي، دا ځل هم بايد دې گواښ ته په کمه سترگه ونه کتل شي.که لږموږ شاته وگورو ښکاري استعمار تل وروسته لدې چې له يوې سيمې وتلوته اړشوى، په سمه نه دى وتى، بلکې هڅه يي کړې هلته د بې اتفاقۍ تخمونه وکري او هلته ميشت قومونه او ولسونه سره ونښلوي تر څو دخپلو راتلونکو لوبو لپاره ډگر هوار کړي.
انگريزانو نيمايي نه زيات پښتانه له افغانستان څخه بيل کړل او بيايې پاکستان جوړ کړ، په دې توگه يې په سيمه کې د يو دايمي کړکيچ بنسټ کيښود.
روسانو د خپلې ماتې په ليدو سره د(( مليت هاي برادر و باهم برابر)) تر غولونکي شعار لاندي هڅه وکړه په افغانستان کې لږه کي د افغانستان د اکثريت په وړاندې وهڅوي.
 
________________________________________
 *مسيح ارزگانى په خپل ويبلاگ ( بند امير) کې د بهزاد په اړه ليکي:
احمد بهزاد در حالی این موفقیت ( د پارلمان غړيتوب ) را از رهگذر ستیز با یک جنگسالار (اسماعیل خان) به دست آورد که او خود از ملازمان رکاب و از حواریون ویژه درگاه یک جنگسالار دیگر یعنی محمد محقق بود و اکنون هم هست(!!!)؛ کسی که اسماعیل خان در جنگسالاری به گرد او هم نمی رسد"
 
د پام وړ ده چې استاد رباني  په ١٣٧٠ کال کې د مجاهدينو ديو هيئت په مشرۍ د افغان مجاهدينو په استازيتوب ، په داسې حال کې چې کابل کې د نجيب حکومت ځاي پرځاي  وو او مجاهدين د نجيب حکومت سره د جگړې په حال کې وو، روسيې ته لاړ او روسي مشرانو سره يي خبرې اترې وکړې، لدې وروسته وو چې د کارمل فرکسيون رباني سره لاس يو کړ او پرژبنيو کرکو ولاړ اتحاد چې وروسته يي دشمالي اتحاد نوم واخست، جوړ کړ. رباني د روسيې له سفر څخه ورسته تهران ته لاړ او ده سره يو ځاى د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير هم تهران ته راورسيد او هلته يي د فارسي ژبو د نړيوالې ټولنې بنسټ کيښود. په ايران کې د رباني او د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير په گډون د فارسي ژبو د نړيوالې ټولنې جوړيدنه پخپله په راتلونکې کې د رباني کړنلاره په ډاگه کوي.
اوس امريکا چې هم بريښې د افغانستان د جگړې د بايللو په حال کې ده ، غواړي افغانستان کې قومونه او ولسونه سره واچوي او افغانستان خداي مکړه تجزيه کړي.
نو اړينه ده چې دا ټول جريانونه په ځير و څارل شي او وڅيړل شي دا ليکنه په همدې موخې يوه وړه هڅه ده خو اړتيا داده چې دې موضوع ته هم د افغانستا ن حکومت او هم د افغانستان خلک پوره پام وکړي او په ډيره هوښيارۍ يي مخه ونيسي.
 
سيمه ييز قومي غورځنگونه  او په افغانستان کې يې ريښې
 
پان ايرانيزم
 
پان ايرانيزم د ټولو ايرانيانو د يو والي او بيا يو ځاي کيدو يا په بل عبارت د سترايران (ايران کبير) د جوړيدو غورځنگ دى.
د پان ايرانيزم مفکور ه په لومړي ځل په کال ١٩٢٠م کې د ايراني ټولنپوه ډاکټر محمد افشار يزدي لخوا د پان ترکيزم او پان عربيزم په وړاندې رامنځ ته شوه، په ايران کې يو ډير شمير ترکان، آذريان، کردان، عربان، بلوچان او نور واړه قومونه اوسيږي. فارسيان چې اوس په ايران کې کلتوري، سياسي او ژبنيزه واکمني لري، په سيمه کې د پان ترکيزم او پان عربيزم شتون چې کولاي شي په ايران کې ميشت عربان او ترکان له ايران څخه جلا او ياد مرکزي حکومت واکمني کمزروې کړي، ځانله يو سخت گواښ گڼي. په هغه وخت کې چې غازي امان الله خان د اروپا په سفر بوخت ؤ او د افغانستان او ترکېې اړيکې ډيرې ښې وې، محمود افشار يزدې په خپله يوه ليکنه کې د خطر زرد ترعنوان لاندي د پان ترکيزم په اړه داسي وليکل:
(( ايران و افغانستان اگر از حيث سياست، دو مملکت و دو ملت مستقل را تشکيل می‌دهند، از حيث نژاد و زبان و روحاً و اخلاقاً يک خانواده بزرگ هستند و ما افتخار داريم بداشتن همسايگانی که با ما برادر و مهربان می‌باشند... برادری و دوستی و مصالح مشترک ملتين و دولتين افغان و ايران طوری است که به گمان نويسنده اين سطور، خلل‌ناپذير بايد باشد، فقط چيزی که تا يک اندازه موجب نگرانی است نفوذ بی‌تناسب است که دولت عثمانی در افغانستان دارا شده است. همان‌طور که در فوق اشاره کرديم خطر زرد به همان اندازه که ايران را تهديد می‌کند، تهديد کننده افغانستان نيز می‌باشد. چه اولاً در قسمتی از افغانستان نيز مانند ايران زبان ترکی معمول است و ثانياً خطر تورانی خطر سياسی نيست که فقط ايران را تهديد کند، بلکه يک خطر نژادی است که تمام ملل ايرانی نژاد را (به‌معنای اعم) تهديد می‌نمايد. شايد ترک‌ها روزی برای اغفال افاغنه به آنها بگويند که اگر قسمتی از افغانستان برای تکميل وحدت ترک لازم است، آنها حاضرند از ممالک فارسی‌زبان ايران برای جبران نقصان به آنها بدهند. همچنان که شايد با ما هم همين حرف‌ها را بزنند که شما ايالت آذربايجان را به عثمانی بدهيد، عثمانی‌ها حاضرند که جبران آن را به ضرر افغانستان بنمايند! البته اگر چنين سياست‌هايی از طرف ترک‌ها تعقيب شود و به‌فرض آن که از طرف انگليسی‌ها نيز به ملاحظه سد بندی مقابل هجوم روس‌ها تقويت گردد، برای نفاق انداختن ميان دو ملت دوست و هم‌نژاد و همزبان است که منافع ملی آنها حکم به وحدت نظر و اشتراک مساعی می‌نمايد)).
پورته ليکنه په څرگند ډول له پان ترکيزم څخه د پان ايرانيستانو ويره په ډاگه کوي، يو لامل يي ښايي همدا وي چې دواړه غورځنگونه په يوې جغرافيايي محدوده کې پراته دي او بل دا چې ډير داسي قومونه شته چې هم پرې پان ايرانيستان او هم پرې د پان ترکيزم پلويان دخپلوۍ دعوى لري، لکه آذريان او هزاره گان، آذريان په ايران کې او هزاره گان په افغانستان کې په خټه ترکان دي خو خپله ژبه يې له لاسه ورکړې او په فارسي ژبه غږيږي.
د پان ايرانيستانو په اند د ايران د لوړو ورشو گانو په گډون د منځني اسيا او شمالي افغانستان څخه نيولې ترپاکستانه او بيا د شرقي سوريي پورې دا ټوله سيمه د ستر ايران  برخه ده. دايران کبير مفکوره د دې ټولو سيمو په جغرافيايي يو والي او د فارسيانو  په ژبنيزې برترۍ ولاړه ده، پان ايرانيستان، فارسيان، تاجکان، گورگينان، ترکان، آذريان، پښتانه، بلوچ، ارمنيان، کردان او نور واړه قومونه چې په دې جغرافيا کې اوسيږي ايرانيان بولي.
په ايران کې کله چې د قاجاريانو واکمني له منځه لاړه او رضا شاه په کال ١٩٢٥ کې د  ايران واکمن شو او په يوشمير سيکولريستې اصلاحاتو او د شيعه روحانيونو د واکونو په کمولو يي پيل وکړ، د ايران روشنفکرانو ته دا هيله پيدا شوه چې گواکي په ايران کې به ديمکراتيک اصلاحات هم پلي شي خو داسي ونشول، دې کار په ايران کې په تدريجي توگه د ايراني نشنلستانو لخوا د پان ايرانيزم دغورځنگ جوړيدو سره مرسته وکړه. او ورو ورو پان ايرانيزم په يو عمومي ذهنيت په ايران کې واوښت.
د همدې ذهينت پربنسټ حسن پرنيان د تاريخ ايران قبل از اسلام په مقدمه کې د ايران  په اړه داسې ليکي:
(( دا مملکت چې موږ ورته ايران وايو د هغې پراخې ځمکې يوه ستره برخه ده چې په جغرافيا کې د فلات ايران په نوم ياديږي، دا ستر هيواد له هغو پراخو ميدانونو او درو څخه جوړ شوى دى چې له هرې خوا دنگو غرونو ايسار کړي، په شرق کي يي د سليمان غرونه دي، په شمال کي د البرز غرونه چې د يو زنځير په شان له شرق څخه د غرب په لورې پراته دي، دا غرونه په غرب کې د ارمنستان له غرونو بيليږي او د خزر د سيند له جنوب څخه تيريږي او د با با غرونو له لارې د هندوکش سره نښلي چې بيا هندوکش پخپله د هماليا لوړو څوکو پوري نښتى دى، په غرب کې د زاگروس يا کردستان غرونه پراته دي. د فلات ايران پراخوالى دوه مليونه اوشپږ سوه زره کيلومتره دى. اوسنى ايران يواځي د فلات ايران ٦٣سلنه جوړوي او نور پاتې برخه کې يي افغانستان او بلوچستان پراته دي چې په ديارلسمه پيړۍ کې د تاريخې پيښوله امله په تدريجي توگه له ايران څخه جلا شول )).
حسن پرنيان چې د ايران د څلورو خواوو په اړه څه ليکلي په حقيقت کي همدا د پان ايرانيزم د مفکورې لنډيز دى، د پان ايرانيزم اصلي بنسټ همدا جغرافيا ده چې له سوريي څخه نيولې بيا ترشمالي هنده پورې پرته ده، د پان ايرانيستانو په اند ټول قومونه چې دلته پراته دي ايرانيان دي، البته اصلي محور يي فارسيان او د ټولو قومونو د نښلولو وسيله د فارسي ژبه گڼل کيږي، يا په بل عبارت پان ايرانيزم  په ټوله هغه سيمه چې د فلات ايران په نامه يي ايران يادوي او په ټولو هغو قومونو چې دلته پراته دي د پارسيانو سياسي او کلتوری واکمنۍ او د پارسي ژبې برلاسۍ ته وايي.
 خودا هيواد چې اوس يي ايران بولي، تاريخ يي  د فارس په نوم پيژني، هغه سيمه چې تاريخ يي دسترې آريانا په نامه پيژني او هغه ښارونه چې تاريخ په آريا ويجه کې ثبت کړي دي ټول اوس په افغانستان کې پراته دي. د پارس نوم اصلاً د اوسني ايران د جنوب شرقي سيمو پارس يا پرسوچې اوس د ايران د فارس ايالت نوميږي څخه اخستل شويدي. رضا شاه پهلوي چې ځان يي آريا مهر او د ايران شهنشاه باله په کال ١٩٣٥ ميلادي کې د پارس نوم په ايران واړاوه، ځکه چې پارس او د پارس نوم نشول کولاي د پان ايرانيزم د مفکورې سره اړخ ولگوي او په ټولو هغو سيمو يي اطلاق نه کيده چې له فارسيانو پرته نور قومونه په کې اوسيږي. پارس هيڅکله هم د سترې آريانا برخه نه وه، نو رضا شاه په دې خاطر چې ځان د سترې اريانا وارث وښي د فارس نوم يې په ايران واړاوه او په همدې مټ اوس ايران  ټولې هغه سيمې چې تاريخ يي د آريانا يا آريا ويجه په نوم پيژني خپلې گڼي.
په ١٣٥٠ کې دايران مصور مجلې يو مضمون خپور کړ په دې مضمون کې د ايران سرحدونه د غزني پورې ياد شوي وو او دې  نه وروسته د ايران بادشاه  رضا شاه پهلوي د کوروش قبر ته ورغى او د هغه په قبر يي سوګند ياد کړ چې ستا پخوانيو سرحدونو ته به ځان رسوم. تردې دوه مياشتې وروسته رضا شاه د ايران شاهنشاهۍ ٢٥٠٠ کلن جشن جوړ کړ او د افغانستان له حکومت څخه يي په جشن کې د گډون بلنه وکړه. محمد هاشم ميوند وال په دې اړه د جشن ٢٥٠٠ساله ايران ترعنوان لاندې د افغان په ملي جريدې کې چې مسئول مدير يي ښاغلى محمد حسن ولسمل ؤ د يو مضمون په ترڅ کې داسې ليکي:
(( شادمانى ايرانيان براي ما، در افغانستان نيز موجب شادمانى است ولى مشکل است که خود را درين جشن سهيم بسازيم اولاً اين جشن به عنوان شاهنشاهي برپا ميشود ثانياً برادران ايرانى ما در ذکر تاريخ  شاهنشاهي خود نه تنها بر جغرافياى تاريخى ما دست مى اندازند بلکه تاريخ سلاطين و پايتخت هاى ما را هم بنام خود قلمداد مى کنند درين احوال در جشن آنها شرکت کردن تصديق ان همه ادعا هايى است که حقيقت تاريخى ندارد و با حيثيت افغانى ما در تضاد است)).
پان ايرانيزم نه يواځې د رضاشاه او يا دهغه مهال فکرؤ، بلکې  اوس هم په شدت په ايران کې دا فکر وجود لري. د هيبود ويبلاگ چې يو ايرانى ويبلاگ دى د افغانستا ن په اړه داسي ليکي:
 ((افغانستان گوشه اي از ايران بزرگ است که 150 سال پيش با توطئه استعمار انگليس و با وجود مقاومت هاي بسيارشاهان قاجار از ايران جدا شده . ولي همچنان با توجه به پيوند هاي زباني ، فرهنگي، ديني ، اقتصادي خود چشم به  ايران دارد . اين پيوند در طول تاريخ با توجه به توهم  زعامت قوم پشتون و با دخالت کشور هاي بيگانه و دور بودن افاغنه از مفاهيم روابط بين دولت ها با فراز و نشيب هاي زيادي همراه بوده که همواره ملت و دولت ايران با صبربسيار شيطنت هاي اين خاک جدا شده از ايران را تحمل کرده اند .))
د ايران تاريخې ليکنې که وګورئ هغه که پخوا ليکل شوي او که په ايران کې د اسلامي انقلاب څخه وروسته ټولې په همدې روحيه دي او د پان ايرانيزم فکر په کې له ورايه ځليږي.
 
پان ايرانيزم په افغانستان کې
 
په افغانستان کې تراوسه چا رسماً او په څرگنده توگه ايران سره د يوځاي کيدو يا د ستر ايران غږ نه دى پورته کړى، خو ديو شمير کړيو له ليکنو او څرگندونو داسي ښکاري چې هدف يې بيلتون پالنه وي. له بده مرغه دا لومړى ځل دى چې هم د ځيني افغاني کړيو لخوا (لکه بهزاد) دا غږ پورته کيږي او هم د ځينو نړيوالو کړيو (لکه بليکويل او گالبرايټ)  لخوا د افغانستان د ويش وړانديز کيږي. افغانستان کې د نويو سياسي غورځنگونو د پيل سره   سم داسي اوازونه پورته شوي چې د افغانستان د ملي يو والي سره په تضاد کي دي او يا په غير مستقيمه توگه د افغانستان د ويش يا د بيلتون غوښتې مانا لري. له بلې خوا په افغانستان کې په ناسمه توگه په دې اړه  په ملي کچه  له دې ويرې چې گواکي ملي وحدت ته به زيان ورسوي بحث نه کول لامل شوي چې په افغانستان کې د بيلتون غوښتنې يو سم انځور څوک ونلري او په دې اړه ابهامات په خپل ځاى پاتې شي او سوالونو ته ځواب ونه ويل شي، تراوسه دې سوال ته سم ځواب نه شته چې آيا په افغانستان کې د بيلابيلو قومونو ترمنځ ستونزه يواځې د واک د غيرعادلانه ويش ستونزه ده، ايا يواځې سياسي او کلتوري محروميتونه او يا يواځې د دې يا هغې ژبې برلاسى لامل شوى چې دلته د قومونو ترمنځ واټن پيدا کړي او که نه خبره تر دې ډيره وړاندې تللي، او که خبره وړاندې تللې نو موخه ېې څه ده آيا ځني ډلې غواړي افغانستان تجزيه کړي او د يو بيل هيواد په توگه څرگند شي او يا که د ژبنيو او نژادي اړيکو پربنسټ د کوم بل هيواد سره يو ځاي شي؟
په افغانستان کې بيلتون پالنې ته د پښتنو سره د ضديت رنگ ورکړل شويدې، يا په بل عبارت څرنگه چې بيلتون پالې ډلې او کړۍ په ښکاره او په ډاگه نشي کولاي په افغانستان کې د بيلتون پالنې غږ پورته کړي نو د پښتنو لخوا په اصطلاح په نورو قومونو د زور زياتي په نوم خپل فعاليتونه پرمخ بيايي. د ديمکراسۍ په لسيزه کې په افغانستان کې د روسيې د نفوذ د خپريدو سره سم کله چې د کمونستي غورځنگونو لومړنۍ کړۍ رامنځ ته شوې ورسره سمې د همدې کړيو په منځ کې د شوروي په مرسته په افغانستان کې د قومي اوژبنيو کرکو زړي هم وکرل شول.  طاهر بدخشى لومړنى څوک ؤ چې په ډاگه يي په افغانستان کې د قومونو ترمنځ د اختلافاتو غږ اوچت کړ. د بدخشي او دستم ملي سياسي جريان چې دى يي مشر بلل کيده  په اړه ښاغلى صباح الدين کشککي په خپل کتاب (دهه قانون اساسي) کې داسې ليکي:
(( ستم ملي يو نژادي گوند ؤ چې ظاهراً د طاهر بدخشي له خوا يي مشري کيده  ، بدخشي لومړۍ د افغانستان د کمونست گوند غړى ؤخو بيا ترې و وتو او د ستم ملي گوند مشري يې په غاړه واخسته. ستم ملي د پښتنو د واکمني پرخلاف ؤ او تور يي لگاوه چې پښتنو په نورو نژادي ډلو او بيا په ځانگړي توگه په ترکمنانو او ازبکانو اود تاجکانو په ځينو ډلو د اختناق له لارې په هيواد خپلې واکمنۍ ته ادامه ورکړې)).
دې گوند ونشول کولاي خپله کومه جريده نشر کړي او د يو منظم گوند په توگه څرگند شي، ستم ملي (لکه د ټولو فاشيستي گوندونو) د ستونزو د حل لپاره د تاوتريخوالي پلوى ؤ، دخلق ديمکراتيک گوندځنې غړي لکه سلطان علي کشتمند او دستگير پنجشيري هم په ستمي توب مشهوروو.
همدا رنگه حليم تنوير په خپل کتاب ( د افغانستان تاريخ او خپرونې) کې د ستم ملي په اړه ليکي:
((ستم ملي په ملي کچه باور درلود چې پرلږکيو(اقليت)ستم شويدى او بايد خپل حقونه ترلاسه کړي چې غالباً يي د ويشاک (تجزيې) اهداف درلودل. داسي انگيرل کيږي چې د مشروطيت د دورې د آزادو مطبوعاتو په دوره کې د دې گوند اهداف د (پيام وجدان) جريدې له لارې په (ترکمنۍ) ژبه خپريدل)).
طاهر بدخشي د  ١٣٨٥ کال دزمري په مياشت کې د حفيظ الله امين لخوا ونيول شو او په زندان کې د وږي په مياشت کې ووژل شو. خو د طاهر بدخشي مړينه په افغانستان کې د بيلتون پالنې د مړينې په مانا نه وه، دا تمايلات په نورو گوندونو کې چې په ښکاره يي ايډيولوژيکې داعيې درلودې هم موجود وو، د خلق په ديموکراتيک گوند کې د پرچم فرکسيون او د شعله جاويد ډله د پښتني ضد او بيلتون پالنې تمايلاتو په درلودو شهرت درلود او په اسلامي گوندونو کې د برهان الدين رباني په مشرۍ د جميعت اسلامي گوند او  د حزب وحدت گوند د پښتني ضد فعاليتنونو مراکز وو. د برهان الدين رباني په مشرۍ د جميعت اسلامي گوند چې په ښکاره يي په افغانستان کې د اسلامي نظام د داعيي لاپې وهلي وروسته لدې چې دشمال  ټلواله يي جوړه کړه او دخپلو قومي اوژبنيو موخو په خاطر يې  افغانستان دکورنيو جگړو اور ته ټيل واهه عملاً ديو ژبنيز او قومي گوند په کتار کې ودريد.ښاغلى جعفر عطايي د آريا نټ په ويب پاڼه کې د جميعت اسلامي په اړه ليکي:
((جميعت اسلامي يک دوره درخشان دارد که مربوط به قبل از جنگ هاي قومي دهه نود ميشود. در دوران جهاد جميعت اسلامي نه تنها محور تمام عناصر تاجيک بود که بسيارى عناصر ديگر را از درون ديگر اقوام کشور باخود داشت. در اين مقطع تاجيک ها شايد يگانه قومى بودند که تقريباً از بدخشان تاهرات در قالب يک تنظيم متحد شده بودند.ثمره اين اتحاد ظهور يک جريان توانمند سياسي– نظامي بود که در عرصه ى بين المللى وملي تاجيک ها را به عنوان قدرتى انکار ناپذير مطرح ميکرد.
به دنبال ظهور خوب تاجيک ها در قالب جميعت اسلامي، در تحولات سقوط دولت نجيب، جميعت اسلامي در دورن مليت هاي غير افغان به عنوان تنظيم محورى مطرح شد. ازبيگ ها وهزاره ها با قبول رهبري جميعت، زمينه ساز سقوط دولت نجيب شدند و دراين مرحله اميد داشتند که با همکارى و همدلى با اين جريان تاجيک از انحصار دورباره ى پشتون ها جلوگيري به عمل آورند. در نتيجه، در پيمان تاريخى جبل السراج سه جريان عمده شوراى نظار، جنبش ملى اسلامى و حزب وحدت توافق کردند تا در کنار همديگر وارد کابل شوند و در کنار هم زمينه را براى تشکيل دولت فراهم کنند )).
جميعت اسلامي د جنبش، حزب وحدت او پرچم گوند د کارمل د فرکسيون په مرسته د ملگرو ملتو د سولې د پروگرام پر وړاندې د کودتا له لارې عملاً دخپلو موخو په لار سترگامونه پورته کړل او افغانستان يي دويش په درشل ودراوه. د برهان الدين رباني د واکمنۍ پرمهال که افغانستان رسماً ويشل شوى نه ؤ خو عملا د دوستم، حزب وحدت رباني او نورو ډلو ترمنځ ويشل شوى ؤ، د طالبانوراتگ د افغانستان د تجزيه غوښتونکو ټغر ټول کړ، طالبانو تقريباً د ټول افغانستان په نيولو يو ځل بيا د افغانستان اداري  وحدت تامين کړاو د قدرت بيلابيل مراکز يي له منځه يووړل.
د طالبانو له پرځيدو وروسته شمالي ټلواله د متحدې جبهې په نوي نوم او د امريکايي عسکرو په مرسته  يو ځل بيا په افغانستان واکمن شول او د بن د تړون له مخې يي د حکومت ټولې مهمې څوکۍ خپلې کړې. په نوي بهير کې په تيره بيا د افغانستان د اساسي قانون د لويي جرگې د غونډو پرمهال بيلتون پالو ډلو چې په سياسي ډگر کې يي مهم موقعيتونه اشغال کړي وو په فکري او رسنيز ډگر کې يي هم د پخوا په پرتله په ډيره څرگنده توگه دريځ ونيو او د افغانستان د هويت، د افغانستان د وحدت او يووالي پرضد يي يو زورور فکري اوتبليغاتي کمپاين پيل کړ. د بيلتون پالو ډلو لومړى گزار د افغانستان او افغان پرهويت ؤ، د افغانستان په رسنيو کې داسې ليکنې پيل شوې چې د يو هيواد په توگه د افغانستان او د يو ملت په توگه د افغان د شتون څخه يې انکار کاوه. د ۱۳۸۲ كال د قوس په ۲۸مه نيټه كې د پنجرې په جريده كې د (قانون اساسى و هويت كشور) ترسرليك لاندى د ښاغلي بهرام چې ښايي  مستعار نوم وي يوه ليكنه خپره شوه، په ليكنه كې ليكوال وړانديز كوي چې په اساسي قانون كې دې د افغانستان نوم په آريانا يا خراسان واوړي ځكه چې دده په قول “ اين لباس برتن و قامت تاريخى و فرهنگى آنان خيلى تنگ و نازيباست”  د خپلې ليكنې په يوه برخه كې ليكوال د افغانستان په هكله داسي ليكي:
(( اين سرزمين كه در اثريك حادثه يا تصادف تاريخى از بنيه امپراتورى ايران در سده هفدهم تجزيه شده بود، تاكنون داراى نام و هويتى كه معرف همه شهروندانش و همه مليت ها و اقوام ساكن در آن باشد، نبوده است. حدود جغرافيايي اين كشور در سده نزدهم در زد وبندهاى استعمارى شكل گرفته وبا هدف ايجاد يك خط حايل ميان دو ابرقدرت زمان تعين شده اند. نام اين كشور يا اين منطقه حايل (بفرستيت انگليسى) تا اوايل سده بيستم هم نا مشخص بود. مگربعد ها به دليل حاكميت يكى از اقوام افغان(پشتون) اين كشور را افغانستان نام گذارى كردند وبه همه چيز وهمه كس هويت افغاني تحميل كردند.))
پام وكړئ دا ښاغلي اصلاً د افغانستان له وجود څخه انكاري دى، د افغانستان وجود يو تاريخي حقيقت نه گڼي بلكې د هغه په قول د افغانستان وجود يوه« حادثه يا تصادف تاريخي» ؤ چې د خپل اصل ياني ايران څخه جلا شوى، يا دده په خبره تجزيه شوي. ياني تردې دمخه دلته د افغان ملت هيڅ وجود نه درلود خو د يوې تاريخي پيښي او يا هم تصادف له مخي دا سيمه له ايران څخه جلا شوه او اوس د افغانستان په نوم ياديږي او هغه هم د هغه وخت د دوه استعماري قوتونو ترمنځ د يو حايل د رامنځ ته كيدو لپاره، كه دا ضرورت نه واى نو اوس به د افغانستان په نوم كوم هيواد هم نه واى.
 يواځې پورته ليکنه نه وه بلکې په ۱۳۸۲ كال كې كله چې د افغانستان د اساسي قانون په مسوده كار روان ؤ، دا رنگ ډيرې ليكنې د افغانستان په ځينو رسنيوكې ليدل كيدې چې په ډاگه ترې د افغاني هويت څخه انکار څرگنديده،كله خو به دا شك پيدا شو چې دا ليكني افغانان كوي او كه ايرانيان يا هغه كسان چې پيدا شوي خو په كابل كې دي خو په بيلابيلو مزو له تهران سره تړلي دي. دا ليکنې اوس هم دوام لري په دې ټولو ليکنو کې يو ټکى مشترک دى او هغه د افغان او افغانستان د هويت څخه انکار دى. د يوې بلې بيلگې په توگه د ابو مسلم خراساني په نوم يو څوک په کوفي ويب پاڼه کې د (جنگ شانه به شانه غربي ها و امپرياليزم داخلي برعليه تاجيک ها در افغانستان) ترعنوان لاندې په خپلې يوه ليکنه کې ليکي:
(( موقعيت جغرافيايي فعلي که ما در آن زنده گى ميکنيم قسمت از خراسان بزرگ بوده که از آسيا ميانه آغاز و تاقسمت  هاي هندوستان را در بر ميگرفت و بعد از پارچه شدن خراسان بود که در سال ١٨٨٩ نام افغانستان از طرف روس و انگليس در دوران جنگ سرد با موافقت کشور ايران در زمان زمام دارى امير عبدالرحمن خان بالاى اين خطه گذاشته شد)).
په افغانستان کې بيلتون پالې ډلې بې له دې چې په رسمې توگه په افغانستان کې دبيلتون پالنې غږ پورته کړي خو دوه بيل جريانونه ليدل کيږي يو هغه ډلې دي چې د افغانستان د تجزېي غږ  نه کوي خو د افغانستان او افغان هويت نه مني، بله ډله يو شمير هغه کړۍ دي چې اوس په دې وروستيو وختو کې په ډاگه د افغانستان د ويش خبرې کوي البته په دواړو ډلو کې مشترک ټکى دادى چې دواړه ډلې د افغانستان له هويت څخه انکار کوي. داډلې په ليکنو کې که د افغانستان نوم يادوي نو جوخت ورسره دايران تاريخي او يا هم د خراسان نوم هم اخلي.  دواړه ډلې غواړي د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان د رسمي سرحد په توگه وپيژندل شي او دواړه ډلې په دې هڅه کې دي چې د افغانستان دري ژبه له هغو اصطلاحاتو چې په پښتو ژبه دي پاکه کړي  او په دري ژبه کې د ايرانۍ فارسي لهجه دود کړي او بالاخره د کابل او تهران ترمنځ يو فرهنگي يو والي رامنځ ته کړي . دا ډلې په سياسي ډگر کې هڅه کوي  په افغانستان کې فدرالي نظام راولي، دوي څرنگه چې ممکنه نه گڼي په لومړي گام کې فدرالي نظام پلى کړي هڅه کوي لومړى پارلماني نظام او بيا ترهغې وروسته فدرالي نظام ته لار برابره کړي. د پارلماني نظام او ببا د فدرالي نظام غوښتنه په حقيقت کې د پان ايرانيزم او يا هم د افغانستان دتجزېې  په لور يو مهم گام گڼل کيږي. په رياستي نظام کې تقريباً ناشوني ده چې يوه توکميزه ډله چې د افغانستان د وگړو يواځې دولس په سلو کې برخه جوړوي هغه دې وکولاي شي واک پخپل لاس کې واخلي خو په پارلمان کې د څوکيو او دوکيلانو د پيريدلو له لاري کولاي شي چې واک ته ورسيږي. که يوه بيلتون پاله  ډله د بهرنيو هيوادو په پيسو وکولاي شي په افغانستان کې واک ترلاسه کړي، نو بيا به ډيره گرانه وي چې د افغانستان دويش  مخه ونيول شي. البته په دې دواړو ډلو کې چې لا تر اوسه يې د بيلو ډلو بڼه نه ده نيولې او يو ځاي سره کار کوي يو شمير هغه کسان دي چې په اوسني افغانستان کې د پښتون هويت څخه د انکار او له منځه وړلو له لارې په همدې جغرافيا او يا هم لږ څه په توپير د خراسان جوړول غواړي او بله ډلګۍ هغه ده چې د پان ايرانيزم پلويان دي او ايران سره د تاجکستان او افغانستان په ګډولو د ستر ايران غوښتونکي دي.
د ا ټولې هڅې هم کيداي شي  افغانستان د تجزېې سره مخ کړي  او هم کولاي شي په افغانستان کې  د افغاني ناسيوناليزم اساسي بنسټ ياني د افغان او  افغانستان د هويت په له منځه وړلو د پان ايرانيزم يا ستر ايران جوړيدو ته لار  هواره کړي. ستر ايران که د يو موټي اومتمرکز ايران په بڼه وي او که د څو فارسي ژبو هيوادو د يو کانفدراسيون يا يو سيمه ييز اتحاد په بڼه وي. د فارسي ژبو هيوادو د اتحادېې لپاره هڅې له هماغه وخت پيل شوې چې استاد رباني د نجيب دواکمني پرمهال روسيې ته سفر وکړ، ايډيولوژيکه جگړه يي پريښوده او د تاجکستان او ايران سره يي يوځاي د انجمن کشور هاي فارسي زبان بنسټ کيښود.
د ايران كبير(پان ايرانيزم)  مفكوره  لکه څرنگه چې د دې ليکنې په پيل کې وويل شوه، د ايران د سلطنتي رژيم پرمهال په ايراني كړيو كي ياديدله. كله چې سلطني رژيم وپرځيد او د اخوندانو رژيم يي ځاى ونيو د ايران كبير مفكورې د (صدور انقلاب اسلامي) په نامه  مذهبي بڼه ونيوله او د ايران د بهرنۍ پاليسۍ يو مهم توكى وگرځيد.
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد يرغل او دهغه په نتيجه كې  پاكستان او ايران ته د گڼ  شمير افغانانو  مهاجرت، ايران او پاكستان ته دا زمينه برابره كړه چې د افغانستان په هكله د خپلو پلانونو د پلي كولو په لور عملي گامونه پورته كړي. په  تيرو دريو لسيزو كې دواړو هيوادو وكولاي شول په افغانستان كې دپام وړ نفوذ پيداكړي او ډير شمير افغانان په ځانگړي توگه او ياهم په ټولنيزه توگه په خپلو استخباراتي كړيو كې راښكيل كړي.
د ډاكټر نجيب له پرځيدو وروسته د كورنۍ جگړې پرمهال په افغانستان كې د پاكستان او ايران لاسوهنې او نفوذ ترپخوا هروخت زيات څرگند او لوڅ لغړ وو. آن تردي چې كله د طالبانو پرمهال يو شمير ايراني ديپلوماتان د افغانستان په شمال كې ووژل شول، ايران د افغانستان پرځاى د پاكستان په وړاندې احتجاج وكړ.
د پخواني شوروي اتحاد د له منځه تلو وروسته كه له يوې خوا د عراق د جگړې او يو شمير نورو عواملو له امله د ايراني حکومت د انقلاب د ليږدونې مفكوره عملاً ناكامه شوه، له بلې خوا د منځنۍ آسيا د هيوادو او په تيره بيا د تاجكستان له خپلواكيدو وروسته ايران ته يو ځل بيا دا لار جوړه شوه چې د پان ايرانيزم د مفكورې د پلي كولو په خاطر عملي گامونه پورته كړي او د مذهبي اړيكو پرځاي قومي او ژبنيو اړيكو ته پام واړوي. د خپلي همدې پاليسۍ له امله ايران چې ترهغه مهاله يواځي د افغانستان د شيعه ډلو سره ډيرې نژدې اړيكې درلودې، خپلې اړيكي د شيعه ډلو په خوا کې د متحدې جبهې سره چې محوري ډلې يې د نظار شورا، د جميعت اسلامي گوند او د پرچم گوند د كارمل فركسيون  وو، لا پراخې كړې. په هغه  وخت كې د ايران لنډ مهاله موخه په افغانستان كې د طالبانو له منځه وړل او اوږد مهالى هدف يي د پان ايرانيزم مفكورې پلي كول وو. وحيد مژده په خپله ليکنه ( رقابت هاى ايران با کشور هاى ديگر در افغانستان) کې ليکي :
(( مقامات ايرانى در ملاقات با مسئولين بلند پايۀ رژيم داکتر نجيب الله با صراحت بيشتر از حقوق شيعه ها و حتي فارسى زبانهاى افغانستان سخن ميگفتند و از آنجا که رهبران تنظيم هاى قدرتمند مجاهدين اکثراً پشتون بودند که با سعودى ها رابطۀ خوب و در مقابل با ايران رابطۀ سرد داشتند، ايران در اين موضعگيرى هاى آنها نوعى همگرايى بين (وهابيت) و (پشتونيزم) را ميديد و اين خود رژيم کابل را نزد آنان قابل قبول تر از حکومت مجاهدين تحت رهبران پشتون جلوه ميداد)).
 د ايران سخت دريزه مذهبي حکومت ته د افغانستان دکمونست گوند حکومت د ژبني اړيکو پربنسټ د مجاهدينو ترحکومته زيات د منلو وړ ؤ ، درست لکه استادرباني ته په قومي او ژبنيو دلايلو  د کارمل فرکسيون او دوستم سره کښيناستل اسانه وو خو حزب اسلامي سره کښيناستل ور ته د منلو وړ نه وو.
د طالبانو له پرځيدو وروسته په ښكاره داسې بريښيده چې گواگي ايران غواړي افغانستان سره خپلې اړيكې ښې كړي، خو په حقيقت كې د پاكستان په شان د ايران پاليسي هم د افغانستان په وړاندي توپير ونه  موند. اوس هم د افغانستان په وړاندي د ايران لنډ مهاله پاليسي د افغانستان كمزوري كول او په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو ماتې ته لار برابرول دي او  اوږد مهاله پاليسي يې بياهم هماغه د ايران كبير يا پان ايرانيزم مفكورې ته ځمكه اوارول دي.
ايران دهغو ډيرو لانجو او بيا په تيره د اتومي لانجې له امله چې نړيوالې ټولنې او امريكا سره يي لري، په افغانستان كې د نړيوالوځواكونو او په ځانگړي توگه د امريكايي ځواكونو شتون د خپل ځان لپاره يو گواښ گڼي. پاكستان او ايران چې يو مهال په افغانستان كې يوبل سره په سياليو اخته وو، او ايران د پاكستان د آيي ايس آيي لخوا جوړ شوي سني مذهبه تندلاري طالبان ځان لپاره يو گواښ گاڼه، په سيمه كې اوسنيو سياسي او پوځي پرمختگونواو انكشافاتو په افغانستان كې د ايران، پاكستان او القاعده گټې سره شريكې كړې او اوس دري واړه غواړي په افغانستان كې نړيوال ځواكونه ماتي سره مخ او له افغانستان څخه يي وتو ته اړ كړي.
اوس ايران په څرگنده توگه د القاعدې او طالبانو سره د پاكستان په شان مرسته كوي او په افغانستان كې د جگړې اور ته لمن وهي، د يوې مودې راپديخوا هم افغان چارواكي او هم  نورې نړيوالې سرچينې راپور وركوي چي ايران طالبانواو د دولت نورو مخالفينو سره مرستې كوي او ترهگرو ته وسلې ليږي، اوس دا خبره د شك له دايرې څخه وتلې او په افغانستان كې شته ټولې خواوې په دي باور دي چې افغانستان كې طالبانو ته له ايران څخه وسلې راځي، نه يواځي وسلي بلكې ايران په سياسي ډگر كې هم د افغانستان پرضد په فعاليتونو اخته دي. دمتحدې جبهې د  جوړيدو پرمهال ښاغلي كرزي په ډاگه څرگنده كړه چې د دې جبهې ترشا د ځينو بهرني سفارتونو لاس وجود لري، د كرزي اشاره په څرگنده توگه د ايران او مسكو خوا ته وه. ايران د افغانستان حكومت د كمزوري كولو او افغانستان ته د ستونزو په پيداكولو كې له خپلو ټولو امكاناتو څخه كار اخلي، د دولت سياسي مخالفينو سره مرسته كوي، په رسينو كې د دولت پرضد تبليغاتو ته لار اواروي، طالبانو او ترهگرو ته وسلې او د تگ او راتگ امكانات وركوي او آن تردې چې په ډيره ظالمانه اوغير انساني توگه د ايران څخه د افغان مهاجرو په ايستلو غواړي افغان دولت ترفشار لاندې وساتي، اود مهاجرينو څخه د يوې سياسي وسلې او وسيلې په توگه كارواخلي. پاكستان د افغانستان په وړاندې له مذهب او دين څخه د يوې سياسې وسلې په توگه كار اخلي او ايران هم  دين او مذهب څخه او هم د ژبنيو او قومي اړيكو څخه د افغانستان په وړاندې د يوي سياسي وسلې او وسيلې په توگه كار اخلي.
په افغانستان كې د ستونزو پيدكول او دلته ميشت نړيوال ځواكونه افغانستان څخه وتو ته اړ ايستل، په افغانستان كې د ايران لنډ مهاله موخه ده، خو ايران په افغانستان كې يواځي خپلي لنډ مهالې موخې لپاره بوخت ندي بلكې د خپلې اوږد مهالې اجنډا ( ايران كبير) لپاره لگيا دى هم په افغانستان كې اوهم په تاجكستان كې په سياسي، فرهنگي او آن چې په استخباراتي ډگركې كار كوي
( اتحاد كشور هاى فارسي زبان) يو له هغوهڅوڅخه ده چې ايران يي په منظمه توگه د همدي موخې لپاره سرته رسوي تردې عنوان لاندې كومې غونډې چې د افغانستان، ايران او تاجكستان د هيوادونو د مشرانو په گډون جوړيږي او لکه دمخه چې ورته اشاره وشوه په لومړي ځل د فارسي ژبو هيوادو اتحاديه هغه وخت رامنځ ته شوه چې په ١٣٧٠ کال کې استاد رباني د مجاهدينو د يو هيئت په مشرۍ د روسيي په بلنه مسکو ته لاړ او هلته يې دروسيي مشرانو سره وکتل او بيا له هغه ځايه تهران ته لاړ او هلته يي د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير په ملگرتيا د فارسي ژبو هيوادو د جوړولو بنسټ کيښود او اوس هم چې د فارسي ژبو هيوادو د اتحاد هڅې روانې دي  په ښكاره هدف يې خو د دريو واړو هيوادو ترمنځ د اړيكو ښه كول دي خو په حقيقت كې دا كار د ايران كبير د اجنډا يوه برخه ده، كه دا سرمشريزې د سيمې د ټولو هيوادو د مثال په توگه تركمنستان، پاكستان او نورو په گډون د يوې سيمه ييزې گډې همكارۍ لپاره وى، خو بيا بيله خبره وه خو د ژبې په نوم د دريو هيوادونو گډې غونډي پخپله د غوڼدو شاته دنورو موخو ښكارندويي كوي. د پان ايرانيزم  لپاره د هڅو يوه بله بيلگه (مشت نمونه خروار) د تاجكي ژورنالست فخرالدين خال بيگ هغه وړانديز  دى چې د بي بي سي فارسي څانگې په ويب سايټ كې يي  د ۲۰۰۴ كال د اگست په مياشت كې د مثلث فارسي په نوم پورته كړى.
فخرالدين خال بيگ دا وړانديز د نورسلطان نظربايوف د هغه وړانديز په وړاندي پورته كړى چې په هغه كې يې د قزاقستان، ازبكستان او قرغيزستان په گډون د يوې سيمه ييزې اتحاديې غوښتنه كړې، د نظربايوف په دي وړانديز كي تاجكستان ځكه ځاي نلري چې تركې ژبى ندى، او له همدي امله فخرالدين د فارسي ژبو هيوادو د اتحاديې وړانديز كوي. په  دې  وړانديز كې هغه وايي:
(( رويهم رفته، اگر ابتكارى براى سازمان دادن اتحاد كشور هاى ايرانى صورت بگيرد، بازهم اين پرسش مطرح خواهد شدكه كدام يك از اينها اوليت خواهد داشت: آيا تاجكستان و ايران به افغانستان تبديل خواهد شد يا افغانستان و تاجكستان به ايران و يابرعكس ايران  و افغانستان به تاجكستان؟))
ياني دلته د څو خپلواكو هيوادو اتحاد نه بلكي د فارسي ژبو هيوادو يوبل كې د گډيدو خبره روانه ده، او همدا د پان ايرانيزم يا ايران كبير د مفكورې اصلي موخه ده.
افغانستان کې پان ايرانيستان  ښكاره ده چې په زغرده د پان ايرانيزم غږ نه شي پورته كولاي، اوس يواځې غواړي هغې ته لار اواره كړي، د لار اوارونۍ  په اوسني پړاو كې دوي لومړى غواړي د افغانستان لخوا د ډيورنډ كرښه په رسميت وپيژندل شي ، مركزيت كمزوري شي، ولاياتو ته زيات واك وسپارل شي اوبالاخره فدرالي دولت ته زمينه مساعده شي ترڅو بيا په پاي كې وكولاي شي د ايران كبير خوب رښتيا کړي.
دهمدې موخې د رښتيا كولو لپاره په فرهنگي ډگر كي دوي غواړي هغه توپير او بيلوالى چې د كابل په دري او د تهران په فارسي كې دى هغه له منځه يوسي او په همدي خاطر دوي لومړى گزار په ملي ترمينالوژۍ وكړ، دوي هڅه كوي له ملي ترمينالوژۍ څخه پښتو او دري يا عربي اصطلاحات وباسي او پرځاي يي ايراني اصطلاحات دود كړي. ځيني برښنايي رسنۍ خو نه يواځې د ايراني اصطلاحانو په دودولو كې زيار باسي بلكې غواړي دلته خلك ايراني لهجې سره هم اشنا كړي، فلمونه او ان چې اعلانونه په ايرانۍ لهجې وړاندې كيږي، ترڅو يو كابلي ته تهران او يو تهراني ته كابل نا اشنا ښكاره نه شي.يانې د هغو كړيو فعاليتونه چې په ژبنيو او قومي تعصبونو او كركو اخته دي يواځې د دري ژبې د برلاسۍ او يا د پښتو ژبې د تعميم او پرمختيا مخه نيول ندي، دلته اوس د  دې يا هغې ژبې برلاسى او كوز لاسى مطرح ندى بلكي د ټول افغانستان د فنا او بقا مسئله مطرح ده، دا خبره ډيره جدي توجه غواړي، څه موده دمخه د يوې ډلگۍ لخوا د طالبانو سره د خبرو اترو په پلمه دا خبره پورته شوه چې كه څو ولايتونه طالبانو ته رايي وركړي نوهغه ولايتونه دې طالبانوته وسپارل شي، دې ډلگۍ همدا كار د طالبانو دستونزې اصلي حل وباله. د دې ډلگۍ وړانديز په حقيقت كې دافغانستان د تجزيي وړانديز دى. د افغانستان حكومت او نور سياسي او ټولنيز سازمانونه بايد دې خبرې ته پوره پام وكړي او بايد ددې رنگ هڅو مخه ونيول شي. دا كړۍ  هڅې كوي چې زموږ ملي هويت كمزورى او دسوال لاندي راولي، لكه څرنگه چې دمخه وويل شول دا يواځې په افغانستان كې د پښتو اوفارسي دسيالي خبره نده بلكې پر افغانستان د ايران دفرهنگي يرغل شاته د پان ايرانيزم مفكوره كار كوي.
 پان ترکيزم
 
پان ترکيزم هم د پان ايرانيزم، پان جرمنيزم او پان عربيزم په شان د نژادي برترۍ پر بنسټ د نړۍ د ټولو ترک توکمه ولسونو د يو والي لپاره کار کوي، پان ترکيزم څه د پاسه سل کاله دمخه د ستر توران په نوم د ترک ژبو لپاره د يو گډ هيواد د جوړولو په هيله رامنځ ته شو. د پان ترکيزم د تيورۍ پراساس ټولې هغه سيمې چې اوسيدونکي يې په هغو ژبو غږيږي چې ريښه يي التايي ژبې ته رسيږي، بايد سره يو شي.
 دايرة المعارف ناسيوناليزم نومي کتاب چې د الکساندر ماتيل تر څارنې لاندې تاليف شوى د پان ترکيزم په اړه داسې ليکي:
(( پان ترکيزم د يوې خاصې قومي ډلې پرځاي د ټولو ترک توکمو په يو ځاي کيدو باور لري. ترکي ناسيوناليزم ( پان ترکيزم) د يو ملي حرکت پرځاي يوگڼ مليتي غورځنگ دى چې د ترک توکمو د فرهنگي اړيکو پربنسټ د يو سياسي يو والي هڅه کوي)).
پان تورانيزم هم په حقيقت کې د پان ترکيزم د غورځنگ يو ډول دى، په دې توپير چې پان ترکيزم د ترکانو پرگډ لومړني تاريخ ، د اصلي (التايي) ژبې اشتراک او ديني يو والي ( اسلام) ولاړ دى خو پان تورانيزم  ديوې اسطوره يي او خيالي جغرافيا يادونه کوي چې  د پخوانۍ روسيې د سرحد له غرنۍ سيمې څخه نيولې تر چين او خضر تر سمندرگي پورې  د منځنۍ آسيا ټوله سيمه رانيسي.
د پان ترکيزم فکر د لومړي ځل لپاره آرمينيوس وامبري چې يو شرق پيژندونکى او د عثماني سلطان مشاور ؤ رامنځ ته کړ. د پان ترکيزم مفکوره بيا د شلمي پيړۍ په پيل په عثماني امپراطورۍ کې د ځوانانو ترکانو لخوانوې بڼه ونيوله
د پان ترکيزم يو بل ستر مدافع او تيوريسن اسماعيل باي گاسپرينسکي  د کريميه اوسيدونکي وو چې د روسيې د ترکانو د يووالي او وحدت غوښتونکى ؤ، او د خپلو افکارو د خپراوي لپاره يي د ترجمان جريده تاسيس کړه، په دې جريده کې ده ساده  شوي عثماني ترکي ژبې(گانسپرينسکي)  څخه استفاده کوله چې ټولو ترکانو ته دپوهيدو وړ وه. ده ويل چې په دې توگه به بالاخره د ترکانو ترمنځ يو والى او د مسلمانانو ترمنځ يو والى ټينگ شي.
د ترکانو د اصلاح غوښتونکو د غورځنگ ( جديديزم) ډيرو ترکمن توکمو غورځنگونو او شخصيتونو د گانسپرينسکي په دودولو کې ونډه درلوده خو په ځينو ځايونو کې په مخ کې يي ستونزې هم وى، مثلاً قزاقانو هڅه کوله چې قزاقي ژبه دې د يوې ممتازې ژبې په توگه په ټول ترکميشتو سيمو کې دود شي، دا اختلافات په ١٩١٧ کال کې په روسيه کې د مسلمانانو په سرتاسري کانگره کې ډير څرگندشول. په دې کانگره کې د لوړو زده کړو لپاره خو د گانسپرينسکي ژبه ومنل شوه خو د ابتدايي ژبو لپاره د  هرې سيمې ملي ژبه غوره وگڼل شوه.
په منځنۍ آسيا او نورو ترکميشتو سيموکې د ١٩١٧ په شخړو کې د ترکانو ملي  متحد غورځنگ ماته وخوړه او د پان ترکيزم څو مليتي غورځنگ پرځاى  د سياسي فعاليتونو محور ملي ډلې  و گرځيدې.
په ١٩٩١ کې د شوروي اتحاد د پرځيدو پرمهال د ترکي ناسيوناليزم د غوړيدو لپاره يو  نوى فرصت رامنځ ته شو. په مرکزي آسيا کې د قزاقانو گوند(آﻻش ) او د ازبکانو گوند (بيرليک) د ترکانو ترمنځ د لازيات يو والي غوښتونکي وو خو بيا قرغيزانو او ترکمنانو د نورو ډلو د واکمنۍ له ويرې دې جريان سره مخالفت وکړ.
ترکمنستان او ازبکستان دوه نوي مرکزونه دي چې په يوه نه يوه بڼه د پان ترکيزم خوځښتونه پکي ليدل کيږي، همدا رنگه په چين کې د اويغوريانو غورځنگ يو بل پياوړى غورځنگ دى چې دپان ترکيزم لپاره کار کوي. د سپتامبر له يوولسمې پيښې څخه وروسته د سنکيانگ بيلتون پالې ډلې په دې خاطر چې د چيچنيانو په شان د ترهگرۍ د نړيوالې مبارزې ښکار نشي، په کال ٢٠٠٤ کې يي د اويغور نړيواله کنگره جوړه کړه او اوس د ولسواکۍ او بشري حقونو غږ پورته کوي. د اويغوريانو د نړيوالې کنگرې اوږد مهاله موخه د شرقي ترکستان (اوسنى چيني سنکيانگ)د هيواد جوړول دي.
خوله ټولو مهم مرکز چې د ټولو ترک توکمو سترگې ورته اوړي هغه د ترکېې هيواد دى. داکتر محسن شريعتي نيا د اويغوريانو د غورځنگ په اړه د ( از ترکيه تا ترکستان شرقي) ترعنوان لاندې خپله ليکنه په دې ټکو پيلوي:
((ترکيه تنها کشورى است که ترک هاى جهان و حتى ترکمنها مى توانند به آن اعتماد کنند هيچ شکى نيست))  په زړه پورې ده چې جنرال عبدلرشيد دوستم هم د ترکېې په اړه ورته څرگندونې لري، دوستم د ترکېې د خبري اژانس اناتوليا سره په مرکه کې  وايي، (( ما هرگز کمک و حمايت داده شده  به ترک هاي افغانستان توسط ترکيه را فراموش نکرده ايم. ما اين گفته را که (ترک ها هيچ دوست غير از ترک ها ندارند) آزموده ايم و ماثابت کرده ايم که اين درست است)). دا څرگندونې په ډاگه کوي چې د ترکېې هيواد د پان ترکيزم په غورځنگ کې څه اهميت لري.
ترکان چې پخوا يې د کوچيگرۍ ژوند درلود په ديارلسمه پيړۍ کې په اناتوليه يا اوسنۍ ترکيي کې څرگند شول او د عثماني امپراطورۍ بنسټ يي کيښود. د اتلسمې پيړې په پاي کې انگليسانو د عثماني امپراطورۍ په عرب ميشتو سيمو کې د پاڅونو په رامنځته کولو د عثماني امپراطورۍ او آن خپله د ترکيې هيواد د له منځه تللو د گواښ سره مخ کړ، سره لدې چې انگليسان وتوانيدل د عثماني امپراطورۍ تجزيه کړي او ډير شمير عرب او اسلامي هيوادونه چې پخوا د عثماني امپراطورۍ برخه وه خپلې ولکې لاندې راولي. خو په کال ١٩٢٣ کې مصطفي کمال اتاترک وکولاي شول د ترکېې بيلابيلې ډلې سره متحدې کړي او د يوې نوې ترکېې بنسټ کيږدي. کماليزم يا  ترکي ناسيوناليزم د ترکېې د نوي دولت اساسي ستنه جوړوي، د نوې ترکېې د دولت بله بنسټيزه ستن سيکولريزم يا د دين او سياست بيلوالى دى.
په ترکيه کې د پان ترکيزم په اړه ښاغلي سراج الحق ببرکزى ځدراڼ په خپله يوه ليکنه کې  داسي ليکي:
((ترکيه په اسلامي نړۍ کې يو خاص فورم د دولت رامنځه ته کړى دی .لوديزه نړۍ  ترکيه په بل ډول گوري ، هغسې نه ورته گوري لکه گاونډي هيوادونه سوريه ، عراق  اواسلامي نړۍ چې ورته گوري. ترکيه نه يواځې په سياسي ډگرکې  له اروپا څخه کاپي کوي بلکه په تمدني  موډل کې هم له لويديځ څخه کاپي کوي . ترکيې پخواد ناټو سويلې جبهه  جوړوله ،د پخواني شوروي اتحاد په له منځه تللو سره دغه جبهه نوره نشته . ترکيه  له همدې وجهې اوس په يو سيمه ييزه ځواک بدليږي . ځکه د مرکزي آسيا په  شپږ جمهوريتونو  او په نورو هيوادو کې لږه کي ترکي  ولسونه اوسيږي .ځني ترکي لږه کي په سوريه،عراق،ايران او افغانستان کې هم شتون   لري .
 د ترکيې دغه جيوپوليتک موقيعت او ترکي قومونو ته په کتوسره  لکه عربي ټولنه يا نړۍ او پان عربيزم   ډول ځان ته غوره کوي ،له همدې امله  موږ کولاي شو د ترکي نړۍ څخه خبرې وکړو. دغه سيمه چې د بالکان څخه نيولې د چين تر  شمال لويديزه  پورې رسيږي ، د ترکانو له خوا ورته ختيځ ترکستان ويل کيږي . د چين  په سنکيانگ  ولايت کې اټکل اته ميليونه  مسلمان تورکان ژوند کوي . دغې نړۍ ته  اټکل ۱۶۰ ميليونه ترکي ولسونه ورگډيږي . د يونسکو په حواله دوی  دنړۍ په  پنځمه ژبه باندې خبرې کوي .
 د ترکيې د پان ترکيزم ايډيا او د دوی اروپايي پلوه سياست لا اوس هم  ژوندى دی، ترڅو چې اروپايي ټولنه ترکي دولت ته  په گټه تماميږي ، دوی به اروپايي پلوه سياست  ته دوام ورکړي . ځکه لاتر اوسه د ترکي دولتونو ترمنځه دغې مفکوری ته جوړجاړي رامنځته شوى نه دی . دپان ترکيزم  ترکي دولتونه آذربايجان ،قزاقستان، ترکيه، قرغيزستان، ترکمنستان، اوزبکستان او شمالي قبرص هيوادونه دي
د ترکانو همدا توکميزه ،کلتوري اړيکې  په مرکزي آسيا کې د يو نوي جيوپوليتک راتلونکې سره تنظيموي . کماليستي ترکيه ورو  ورو د لويديځې نړۍ څخه بيلوي )) .
بايد هيره نه شي  چې ترکيه اوس د روس سره په مرکزي ټسيا کې په رقابت بوخته ده . د روس او ترکيې  ترمنځ سياست دبوسنياپه جگړه کې يوه بېلگه وه .کتونکي په دې باوردی چې ترکيه د بالکان څخه مرکزي آسيا ته ډير پام کوي . عثماني ميراث اوس په نوې اسلامي  بنسټپال عثمانيزم بدليږي ،دغې موخې ته اسلامي او کماليستي وتلي روڼ آندي کار کوي . دوی هغه پخوانۍ عثماني امپراتورۍ  د ترکي ولسونو څخه رامنځ ته کول غواړي . له دغه پان ترکيزم څخه ايران او عربي هيوادونه په ويره کې دي .
په  ۱۹۹۱ کال د سپتمبر  په مياشت کې دقزاقستان ولسمشر نظر سلطان نظرباې يوف په انقره کې ديو رسمي سفرپه ترڅ   کې وويل، يوويشتمه پېړۍ د ترکانو پېړۍ ده، د دې احتمال شته چې ترکي ولسونه يو متحد ترکستان رامنځته کړي . 
آن په ۱۹۸۴ کال کې د نړيوالو چارو کارپوه ښاغلی   ل .کارل برون، وپتيله چې منځنى ختېځ يو core state هستوي يا منځزړي  هيواد ته اړتيا لري . چې دغه سيمې سره راټولې کړي . دی ليکې ترټولو غوره کانديد چې دغه دنده به ترسره کړي د ترکيې هيواد دی.
 
چا چې د سيمويل هنټينګټن  د تمدنونو د ټکر کتاب لوستى وي  پوهيږي چې دی په دې نړيوال نوې نظم کې هر يو تمدن  ته يو منځزړى  يا مورنى هيواد اړين بولي . اسلامي  تمدن  نن کوم منځزړى هيواد  نه لري . هنټينګټن ترکېې ته دا مشوره ورکوي چې دا  دنده واخلې. ترکيه به ترڅو د اروپا دروازه ټکوي  او سرټيټي به بيرته راځې . اوس کماليستي ترکيه د اروپايي  ټولنې او پان ترکي اسلاميزم ترمنځ ولاړه ده .
 ترکيه او افغانستان
 
 گرچې د يو افغان دولت سره د ترکېې اړيکې په تاريخ کې په لومړي ځل هغه وخت پيل شوې چې شاه اشرف په کال ١٧٢٦ کې د ترکېې شپيته زريزه لښکر ته چې د افغان حکومت څخه د اصفهان د نيولو په نيت راغلى ؤ، سخته ماتې ورکړه. په دې جگړه کې چې په تاريخ کې د افغانانو او ترکانو لومړنۍ جگړه ده د ترکي لښکر ١٢ زره کسان ووژل شول او نور يي و تښتيدل. عثماني ترکېې چې کله وليدل ترکيه افغانستان ته ماتې نشي ورکولاي نو په کال ١٧٢٧ کې يي د شاه اشرف دربار ته د سفير په ليږلو په ايران د افغانستان حاکميت په رسميت وپيژانده. خو د افغانستان او ترکېې د رسمي ديپلوماتيکو  اړيکو بنسټ په لومړي ځل د اعليحضرت غازي امان الله خان په وخت کې په کال ١٩٢٠کې د مارچ په لومړۍ نيټه کيښودل شو، دا اړيکي په کال ١٩٢٨ د مي په ٢٥مه نيټه د افغانستان او ترکېې ترمنځ د دوستۍ د تړون په لاسليک کولو لا ژورې شوې. ترکانو د افغانستان د پوځي صاحب منصبانو د روزلو او په افغانستان کې د روغتيايي خدماتو په وړاندې کولو کې مهمه ونډه درلوده.
ترکيې همدا اوس د افغانستان په بيا رغونه، د ښوونځيو په جوړونه او روغتيايي خدماتو لپاره د دوه سوه مليونو ډالرو مرسته کړې، افغانستان سره د فرهنگي همکاريو په خاطر ترکيې يو فرهنگي مرکز په کابل کې تاسيس کړى او همدا رنگه غواړي همداسې يو مرکز په بلخ کې هم جوړ کړي. همدا رنګه د ترکيې په مرسته په کابل کې د ا فغان ترک مکتبونه فعاليت لري او د افغانستان د نظامي اکادمۍ محصلين هم د لوړوزده کړو لپاره ترکېې ته ځي.
افغانستان کې د ترکېې ديپلوماتيک فعاليتونه هم د پام وړ دي، ترکېې په دې وروستيو کې هڅه کړې چې د افغانستان په سياسي ډگر کې د نورو هيوادو په پرتله اغيزمنه ونډه ولري، په ديپلوماتيک ډگر کې ترکيې غوښتي  د افغانستان او پاکستان د اړيکو په ښه کولو کې عمده رول ولوبوي، د افغانستان، پاکستان او ترکېې سرمشريزې د همدې هڅو کړۍ دي.
په افغانستان کې د ترکېې ورځ په ورځ زياتيدونکي ديپلوماتيک فعاليتونه که کيداي شي په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستو کې مرسته وکړي خو له بلې خوا ترکيه د پان ترکيزم د يو منځزړي هيواد په توگه د افغانستان د ترک توکمو قومونو( ترکمنانو، ازبکانو او هزاره گانو) سره ځانگړې اړيکې افغانانو ته د انديښنې وړ دي. افغان ژورناليست او ليکوال ايمل خان فيضي د ديپلوماسي فعال و چند بعدى ترکيه در تئاتر بين المللي ترعنوان لاندې په خپله يوه ليکنه کې په دې اړه داسې ليکي:
(( در جريان سالهاى اشغال افغانستان توسط شوروي، ترکيه از جهاد افغانستان کناره گيري کرد، اما بعد از فروپاشي اتحاد جماهير شوروي ترکيه منافع خود را در حمايت از ترکمن ها و ازبک هاي اسياي مرکزي و جنوبي ديد.
عبدالرشيد دوستم رهبر حنبش ملي اسلامي افغانستان در سال ١٩٩٢ در شمال افغانستان حدود شش ولايت را تحت کنترول خود داشت، ترکيه در همين زمان روابط خود را با مرکز نفوذ دوستم، يعني مزار شريف قايم نمود و حتي براي مدت کوتاهي قنسلگري خو را تنها به هدف حمايت از جنبش ملي، در آنجا باز نمود. انتونيو جيوستوزي کارشناس افغانستان در مکتب اقتصاد وعلوم سياسي لندن مينويسد که ترکيه در سال ١٩٩٢ مبلغ ده مليون دالر امريکايي را به حزب جنبش ملي اسلامي افغانستان کمک مالي نمود. سلسله همکاريهاي ترکيه با دوستم از همان زمان تا به حال  ادامه دارد. احمد رشيد ژورنالست شناخته شده پاکستاني و يکتن از متخصصين مسايل افغانستان و آسياي ميانه مينويسد که ترکيه قبل از 9/11 راه تدارکاتي مخفي را از طريق ازبکستان براي دوستم باز کرده بود........گفته ميشود که بعد از آنکه خانه جنرال دوستم به دليل لت وکوب اکبر باى توسط افراد وى از سوي پوليس محاصره شد و تصميم گرفته شد تا او را بازداشت نمايند، با ميانجى گرى ترکيه، حکومت از بازداشت وى منصرف شد، اکبر باى که زمانى قصد داشت تا دوستم را به محکمه بين المللى بکشاند، در روزهاي قبل از انتخابات رياست جمهوري در يک مصاحبه با تلويزيون پيام افغان گفت که دوستم توسط سازمان استخباراتى ترکيه حمايت ميشود)).
همدا رنگه په افغانستان کې د پان ترکيزم لپاره د ترکيې د هڅو او اړيکو په اړه ښاغلى عمر زاهدي د( نفوذ ترکيه در افغانستان) ترعنوان لاندې په خپله يوه ليکنه کې ليکي:
((اما ازبيک ها از دير باز با ترکيه مناسبات حسنه داشته و بعد از نابودي شوروي هم به متحد ستراتيژيک ترکيه در آسياي مرکزي تبديل شده اند. آنها وزنه سياسي با اهميتي در افغانستان بويژه درشمال اين کشور هستند و از عوامل مهم ترغيب ترکيه براي حضور درا افغانستان و ترويج پان ترکيزم در اين کشور بوده اند. ترکيه بخاطر اشتراکات که با ازبيک ها داشته است در ده سال گذشته از آنها در معادلات سياسي افغانستان حمايت کرده و سعي نموده تا با پشتيباني از ازبيک ها در شمال افغانستان صاحب قدرت ونفوذ گردد، پان ترکيزم را در اين منطقه ترويج نمايد. بخاطر همين هدف ترکيه حمايت صريح از جنرال دوستم به عنوان نماينده ازبيک ها ابراز داشت)).
ترکيه نه يواځې د افغانستان ازبکو او ترکمنو سره اړيکې لري، بلکې داسې نښې نښانې شته چې ترکيه د حزب وحدت  سره چې د هزاره گانود استازيتوب دعوى کوي،  هم اړيکې لري. له کله نه چې د پان ترکيزم مفکوره رامنځ ته شوې يو ډير شمير هغه قومونه چې پخوا يې ځانونه ترک توکمه نه گڼل اوس ترک توکمه گڼل کيږي چې په هغوي کې د افغانستان هزاره گان هم شامل دي، هزاره گان هم په خټه ترکان گڼل کيږي، عباس دلجو د افغانستان د قومونو د نژادي ريښو په اړه ليکي:
(( ساکنين امروز افغانستان از نظر نژاد شناسي و بررسي جمجمه به سه گروه نژادي تقسيم ميشوند:
١ – نژاد قفقازي(آريايي) که شامل اقوام تاجيک، پشتون، بلوچ و نورستاني ميشوند
٢ – نژاد ترک شامل هزاره، ايماق، ازبيک و قيرغيز ميگردد
٣ – نژاد براهوي.....))
د افغانستان د هزاره گانو سره د ترکيې اړيکې هم همدا نژادي منشا لري.د المان غږ راديو په خپل راپور کې وايي چې د حامد کرزي سره د حزب و حدت د مشر حاجي محمد محقق ائتلاف د ترکيې په منځگړيتوب ترسره شوى او د دې تړون يوه کاپي همدا اوس هم د ترکيي هيواد سره ده. دا هم ويل کيږي د حزب وحدت او جنبش د اړيکو په ټينگولو کې هم د ترکيې هيواد ونډه لري.
د افغانستان هزاره گان که په خټه ترک گڼل کيږي خو بيا د کلتور له اړخه فارسي ژبې گنل کيږي، هم پان ايرانيستان او هم پان ترکان هڅه کوي چې د هزاره گانو ملاتړ ترلاسه کړي، د هزاره گانو ملاتړ دواړو توکميزو غورځنگونو ته ډير مهم دى، پښتون ناسيوناليزم که د دواړو گډ سيال دى خو بيا پان ترکيزم او پان ايرانيزم  په خپلو منځو کې هم په سخته سيالۍ اخته دي، په حقيقت کې که د سيمې په کچه وکتل شي نو د پان ايرانيزم ترټولو ستر سيال پان ترکيزم دى او د پان ترکيزم تر ټولو ستر سيال پان ايرانيزم دى. د پان ايرانيزم او پان ترکيزم دا سيمه ييزې سيالي افغانستان کې هم دپان ترکيزم د پلويانو او پان ايرانيستانو ترمنځ سيالۍ رامنځ ته کړي، په دې اړه بيا هم عمر زاهدي:
(( در بين اين اقوام مختلف، ازبيک ها، هزاره ها، قزلباش ها و ترکمن ها ريشه هاي نژادي ترک دارند که در اين ميان هزاره ها و قزلباش ها از نظر فرهنگي کاملاً به ايران نزديک هستند و در واقع از لحاظ تمام عناصر فرهنگي همچو زبان ومذهب به مليت ايراني مرتبط ولي در اين اواخر با به ميان امدن شرايط جديد در منطقه و افزايش نفوذ ترکيه، پان ترکيست هاي منطقه در سدد جذب اين دوگروپ قومي و شامل کردن شان در برنامه هاي خود برامده اند. سران اين مفکوره با مطالعه ژرف در جامعه افغانستان به اين نتيجه رسيده اند که براي نيل به اهداف شان بايد اين ها را با خود داشته باشند و با جود اوردن وحدت بين ازبيک ها و ترکمن ها از يک طرف و هزاره و قزل باش ها از طرف ديگر وزنه  اجتماعي را به نفع خويش در کشور تغيير دهند. و با توجه به نفوذ زياد ترکان علوي در ارتش و استخبارات ترکيه و لابي هاي حمايت کننده شان، نظريات پردازان و سياستمداران ترکيه به اين نتيجه رسيده اند که حمايت از ازبيک ها و ترکمن ها بايد موازي با حمايت از هزاره ها و قزل باش ها باشد. البته پافشاري ترکيه در آينده احتمالاً واکنش ايران و حلقات حامي در داخل شدن به حوزه نفوذ ايران را به ميان  خواهد اورد)).
 امريکا او د افغانستان تجزيه
 آيا امريکا غواړي افغانستان تجزيه کړي
 
د ٢٠١٠م کال د اگست  په ٢٩مه نيټه د جمهور رئيس حامد کرزي سره په افغانستان کې د امريکا د سفير کارل ايکن بيري ليدنه ښايي د ده د ديپلوماتيک ژوندانه ترټولو گران ماموريت ؤ، په دې ليدنه کې جمهور رئيس غوښتل د امريکايي ديپلوماتانو او دمتحدې جبهې د مشرانو په هغه غونډه خپل اعتراض د امريکا حکومت ته ورسوي چې څو ورځې دمخه  د المان د برلين په ښار کې سرته رسيدلې وه او د غونډې موضوع د افغانستان تجزيه وه. د راپورونو له مخې امريکايي دپيلوماتونو د متحدې جبهې مشران دې ته هڅولي وو چې د افغانستان د تجزېې په لور گامونه واخلي.
 تردې څو ورځې دمخه د ميامي هرالډ ورځپاڼې په خپل يو راپور کې ليکلي وو چې د شمالي ټلوالې غړي احمد ضيا مسعود، حاجي محمد محقق، د محقق مرستيال حسين علي ياسا، د عبدالرشيد دوستم سلاکار اود ولسي جرگې غړى ذکي الله ذکي د امريکا د کانگرس د څلورو غړو ډانا روهرا باکر، ډانکان هنټر، لويي گوهمرټ، او ډچرپسبرگ سره دبرلين په ښار کې کتلي دي. په دغې کتنه کې په دې اړه خبرې شوي چې څنگه په افغانستان کې د دوي ډلې وهڅوي چې دخپلو سيمو د لا خپلواکه کولو هڅې وکړي او مرکزي حکومت کمزورى کړي.
د امريکا د کانگرس غړى ډانا روهراباکر وايي  ده  په غونډه کې د شمالي ټلوالې غړي وهڅول چې په خپلو سيمو کې خپل خلک منظم کړي او دوي خپلې سرچينې (طبيعي زيرمې) لري چې بايد کار ترې  واخلی(( افغان مشرانو ته مې وويل چې خپلې سيمې غښتلې کړئ د رايو د منظمولو او د طبيعې زيرمو د راويستلو له لارې،  ما ورته بس همدا وويل چې تاسو سرچينې لرئ، نمبرې (خلک) لرئ، يواځې ځانونه منظم کړئ )).
سره لدې چې د غونډې گډونوالو دا خبره نه وه منلې چې گواکي داسي کومه غونډه يې  برلين کې سرته رسولې خو د جمهور رئيس د ځانگړو  مالوماتو له مخې په رښتيا هم په برلين کې همداسې يوه غونډه شوې وه او څرنگه چې په دې غونډه کې د کانگرس څلورو غړو هم گډون درلود نو جمهور رئيس غوښتل خپل اعتراض د امريکا حکومت ته ورسوي. ( دويسا ورځپاڼه)
روهرا باکر د شمالي ټلوالې غړو ته وايي چې تاسې خپلې سرچينې لري چې کار ترې و اخلئ، روهرا باکر دا خبره په دسي يو وخت کې کوي چې د امريکا د بيلابيلو ادارو لخوا د افغانستان په شمال کې د پراخو طبيعي زيرمو د شتون خبره کيږي، د طبيعي زيرمو شتون يو له هغو لاملونو گڼل کيږي چې په ډيرو هيوادو کې د بيلتون پالنې د پياوړتيا سره مرسته کوي او کيداي شي دلته هم  د دې زيرمو يادونه په همدې هدف وي.
دا غونډه چې د روان کال(٢٠١٠) د جولاي په ٣١مه نيټه په برلين کې شوې د افغانستان د تجزېې په اړه د پيټر گالبرايټ او رابرټ بليکويل له څرگندونو وروسته، د هڅو بله کړۍ ده چې د افغانستان دويش لپاره کيږي. تر دې دمخه په هند کې د امريکا پخواني ديپلومات رابرټ بليکويل په پوليټکو ان لاين کې د جولاي د مياشتې په اوومه نيټه په خپله يوه ليکنه کې وړانديز کړىؤ چې افغانستان بايد په دوه برخو وويشل شي
بليکويل وايي څرنگه چې د جگړې اوسني پلان په سمه توگه ونشول کولاي طالبان کمزوري کړي او امريکا ته د پښتنو د ملاتړ لاسته راوړل شوني نه دي نو ښه لار داده چې افغانستان په دوه برخو وويشل شي. د افغانستان جنوبي سيمې به طالبانو ته ورکړل شي خوکه طالبان القاعده ته ځاي ورکړي او يا هڅه وکړي چې د شمال په لورې و خوځيږي نو د امريکا د بريد سره به مخ شي.
 ډيرې نښې داسي شته چې څرگند وي د افغانستان د ويش او يا لږ ترلږه په افغانستان کې قومي، ژبنيو او سمتي اختلافاتو ته لمن وهل يواځې د امريکا د دوه متقاعدو ديپلوماتانو ( بليکويل او گالبرايت) د ليونو مغزو زيږنده نه ده بلکي دا  دسترې توطيي يوه برخه ده چې امريکا او غرب يي د سيمې په ا ړه لري او مرموز او څرگند لاسونه يي شاته کار کوي. د اکانوميست د  يو  راپور له مخې په افغانستان کې د ملگرو ملتو او اروپايي اتحاديې استازي فرانسس وندرل د جولاي په ٢٢مه ويلي وو چې په افغانستان کې به پارلماني انتخابات  د يو داسې ميکانيزم رول ولوبوي چې جنوب طالبانو ته وسپارل شي او شمال هزاره، ازبيک او تاجيک ټوپک سالارانو ته.
په حيرانوونکي توگه د تيرو(١٣٨٩) کال پارلماني ټاکنو په اړه  دا شکايت ډير عام اوريدل کيږي چې د يو منظم پروگرام له مخې په کابل او د افغانستان په شمالي سيمو کې په سيستماتيکه توگه داسې شرايط برابرشول چې د پښتنو کانديدانو د برياليتوب مخه ونيول شي. دا شکايت بايد په ډير ځير وڅيړل شي ، هغه څه چې  په دې  اړه په شمال کې پښتانه کانديدان وايي آيا يواځې انتخاباتي درغلۍ دي او که څرنگه چې فرانسس وندرل وايي د افغانستان د ويش په لور يوه هڅه. د افغانستان د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د بهرنيو د لاسوهنو شاته داسې شکونه موجود وو چې گواکې بهرنيان غواړي په افغانستان کې قومي او ژبنى ويش لا ژور کړي، او اوس په پارلماني انتخاباتو کې دې هڅو نور هم شدت موندلى، د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د امريکا د لاسوهنو په اړه نورمحمد مهاجر د سرنوشت په ورځپاڼه کې داسې ليکلي: 
 ((په افغانستان کې په څومره پراخه توگه او کوم شدت چې په انتخاباتو کې د درغليو په اړه تبليغات روان دي، ښکاره کوي چې دا هرڅه دمخه پلان شوي وو، وگورئ عبدالله عبدالله لا د انتخاباتو څخه دمخه ويلي ؤ چې که په ټاکنو کې بريالى نه شوم پايلې به يي ونه منم. هماغه وخت د ټولو د يپلوماتيکو نورمونو او قوانينو برخلاف د امريکا سفارت د بيلابيلو کانديدانو سره ليدل کتل کول، آن چې ويل کيږي پخپله د امريکا سفارت يو شمير کانديدان دې ته هڅولي چې ځانونه کانديد کړي، ترڅو وکولاي شي د حامد کرزي رايي ماتې کړي.
په افغانستان کې داسوال اوس په شدت مطرح دى چې امريکا د افغانستان له انتخاباتو څه غواړي، اوس دا بيخي په ډاگه ده چې د افغانستان په انتخاباتو کې امريکا يو بې پرې لورى ندى،  بلکې  د افغانستان په انتخاباتو کې د اوبو په خړولو خپل ځانگړي اهداف تعقيبوي.
د انتخاباتو او په عمومي توگه د افغانستان د ملي گټو په اړه چې متحده جبهه او عبدالله عبدالله کوم دريځ لري، ټولو ته څرگند دى، خو په انتخاباتو کې د درغليو په اړه د عبدالله او امريکا همغږي څرگندوي چې امريکا څه لوبه کول غواړي. لږ فکر وکړئ، نن انتخابات ترسره کيږي او صبا  بې لدې چې په انتخاباتو کې د درغليو په اړه کوم مستند راپور په لاس کي وي، ريچارډ هالبروک د حامدکرزي سره په خپله کتنه کې غوښتنه کوي چې بايد انتخابات دويم پړاو ته وغورځول شي او يا دې د ده په اصطلاح د ملي وحدت حکومت جوړ شي.
 خو کله چې د هالبروک استعماري غوښتنه د حامد کرزي لخوا ونه منل شوه، په انتخاباتوکې د درغليو په اړه هم د استعمار په مزو دتړل شوو کانديدانو لخوا او د طلوع تلويزيون، نخست، ماندگار،بي بي سي، امريکا غږ او اشنا راديو په شان د استعمار ډنډورچيانو لخوا د تبليغاتو يو طوفان رامنځ ته شو، ترڅو د انتخاباتو شفافيت او مشروعيت ترسوال لاندې راولي او د فشار د يوې وسيلې په توگه ترې کار واخلي چې کرزى دې ته اړه کړي چې د امريکا شرايطو ته غاړه کيږدي.
په ډيرو کړيو کې اوس دا شک په ډير قوت موجود دى چې امريکا په سيمه کې د خپل نفوذ د پراختيا او د خپلو ستراتيژيکو اهدافو لاسته راوړلو په خاطرغواړي د ډيورنډ د کرښې په دواړو خواوو کې د جگړې اور بل وساتي، او په همدې خاطر اوس غواړي د افغانستان انتخابات داسې لور ته روان کړي چې يو نوى کړکيچ رامنځ ته کړي)).
د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د لاسوهنو ترټولو زياته ونډه پيترگالبرايت درلوده ، گالبرايټ او  هالبروک د هغه ټيم غړي دي چې د يوگوسلاويه د ويش تجربه لري او همدا ټيم د افغانستان د جمهوري رياست په انتخاباتو کې په لاسوهنو تورن شو او له همدې امله گالبرايت په افغانستان کې د ملگرو ملتو د استازي لخوا له خپلې دندې گوښه کړاي شو.
او اوس دادى د افغانستان پارلماني انتخابات هم لکه څرنگه چې فرانسس وندرل يي وړاندوينه کړې وه د همداسې يو ميکانيزم رول لوبوي چې په لوي لاس پښتانه او غير پښتانه سره جلا کړي، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ پخوانى وزير ښاغلي عبدلکريم خرم په دې اړه داسې وايي:
((هغه ټول بهرنيان چې د افغانستان ټوټه کول او تجزيه غواړي لگيا دي چې دغه کار د پارلماني انتخاباتو او نوي پارلمان له لارې ترسره کړي. په دې وروستيو پارلماني ټاکنو کې په لوي لاس او په سيستماتيکه توگه داسې شرايط بر ابرشول چې په راتلونکي پارلمان کې د پښتنو سمه نماينده گي ونشي او په دې توگه دوې ته دمحروميت احساس پيدا شي. خرم په شمالي ولايتونو کې د سايټونو قصدي بندول، قصدي نا امنۍ او نورو ته اشاره وکړه چې پښتون ميشتو ولسواليو کې ترسره شول. خرم همدا رنگه وويل چې د شمال پيښه او له غزني څخه د پښتنو آن يو وکيل نه راتلل په داسې حال کې دي چې ځينې داسې څيرې نوي پارلمان ته کاميابې شوې چې د فدرالي نظام غوښتونکي دي او حتي کله نا کله يي د تجزيې خبرې هم کړي دي.
خرم وويل داسې ښکاري چې دا جريانات د امريکايي سياستمدارانو له هغو څرگندونو سره تړاو ولري چې له څه مودې راهيسې يي د افغانستان د تجزيه کولو طرحې  وړاندې کول پيل کړي دي.
د نوموړي په اند د پښتنو محرومول او پارلمان  او پارلمان ته تجزيه طلبې څيرې راوستل د افغانستان  د ټوټه کيدو  زمينه برابروي او د سنبلې د مياشتې دولسې جرگې د انتخاباتو جريان او د انتخاباتو په کميسيون کې په مختلفو سطحو کې تغيرات د انتقاد گوته کميسيون ته هم متوجه کوي .............
عبدلکريم خرم وايي پښتنو ته د محروميت احساس ورکول او د فدرالي نظام يا حتي د تجزېې غوښتونکو څيرو راوستل ولسي جرگې ته  د افغانستان د ټوټه کولو يواځينې لار ده ځکه چې د افغانستان سالميت ته هغه وخت واقعي گواښ متوجه کيږي چې پښتانه يي په نظام کې ځان ونه ويني او مخ ترې و اړوي. خرم وايي اوس به هغه بهرنيان چې د افغانستان ټوټې کيدل غواړي شايد دا هڅې هم پيل کړي چې په مصنوعي توگه د پښتنو د حقونو نارې هم اوچتې کړي، د افغانستان ټول قومونه سره وروڼه دي او ټول بايد د موضوع حساسيت ته متوجه  واوسي او پرينږدي چې دا توطئه کاميابه شي)).
 
يانې داسې نښې شته چې په لوي لاس پښتانه ديوال ته تمبول کيږي او دا کار له اوس نه نه دې روان ،بلکې د ٢٠٠١ کال نه پيل شويدى، د بن کانفرانس په دې موخه جوړ شوې ؤ چې د جگړې ټول اړخونه سره کښينوي او د يو نوي پيل لپاره يوې نوې موافقي ته سره ورسيږي ، خو داسي  ونشول د بن غونډه يواځې د شمالي ټلوالې او په غرب کې ميشتو ځانگړو تکنوکراتانو پورې محدوده پاتې شوه او طالبانو او حزب اسلامي ته دا وخت ورنه کړل شو چې په دې غونډه کې گډون وکړي، او په دې توگه  په لوي لاس هغوي بيرته دې ته اړ کړاي شول  چې ټوپک را واخلې، د کورونو په پخپل سر تالاشي گانې، دخلکو کلتوري او ديني ارزښتونو ته نه درناوى او دملکي خلکو وژنې هغه هڅې بلل کيږي چې په قصدي توگه په پښتون ميشتو سيمو کې د جگړې د اوږدولو او پراخولو او ديوال ته د پښتنو د تمبولو لپاره شويدي. دا کار هم د نړيوالو ځواکونو لخوا شوى دى اوهم په دولت او حکومت او بيا په تيره په امنيتي ځواکونو کې دننه د شمالي ټلوالې د غړو لخوا شوى دى. ريچارډ هالبروک چې په امريکايي ديپلوماتانو کې ترټولو څير سترگى ديپلومات ؤ د ٢٠١٠ کال د مارچ په پنځمه نيټه  هاوارډ فوروم ته په خپله يوه وينا کې په ډاگه وويل  چې په هرپښتون کور کې يو طالب شته او طالبان د پښتني ټولنې يوه نه بيليدونکې برخه ده . د هالبروک خبرې پرته لدې هيڅ مانا نلري چې گواکې پښتانه په عامه توگه ووژل شي، که په پښتنو سيمو کې د امريکا ړندو بمباريو او عملياتو ته وکتل شي نو ښکاري همداسي چې امريکا له مخکې د پښتنو په عامه وژنه لگياده.
لکه مخکې چې مې وويل د افغانستان د تجزېې په اړه د امريکا هڅې يواځې د رابرټ بليکويل او او  گالبرايت په هڅو او څرگندونو کې نه خلاصه کيږي امريکا که له يوې خوا د طالبانو په وړاندې يا د هالبروک په خوله د پښتنو په وړاندې شمالي ټلواله په غيږ کې ونيوله له  بلې خوا غواړي خپله طالبان هم په يو ترتيب د افغانستان ويش ته وهڅوي. په لومړي ځل د ٢٠٠٩ کال د دسمبر په مياشت کې يو شمير رسنيو خبر ورکړ چې طالبانو او امريکا سره خبرې کړي او پاکستان هم په دې خبرو کې گډون لري. دا خبرې د عبدالله انس په منځگړيتوب ترسره شوې وې، سره لدې چې د پاکستان مقاماتو په دې اړه څه ونه  ويل خو هالبروک يواځي دومره وويل چې امريکا طالبانو سره مخامخ خبرې نه کوي ، يا په بل عبارت هالبروک ومنله چې دامريکا او طالبانو ترمنځ غير مستقيمي خبرې کيداي شي.
د ويسا ورځپاڼې د ٢٠١٠ کال د سپتمبر په ٢مه نيټه د پاکستان د جيو تلويزيون له خولې يو خبر خپور کړ چې گواکې  ملا عبدالسلام ضعيف او يو شمير نورو منځ لارو طالبانو په سپين بولدک کې د طالب مشرانو سره کتلي او د امريکا پيغام يۍ ورته رسولى . د ويسا ورځپاڼې بيا همدا خبر څو ورځې وروسته يانې د سپتمبر په ١٣مه نيټه په لا تفصيل خپور کړ، ويسا ليکي چې د روان کال د روژې مبارکې د مياشتې څخه يوه اونۍ دمخه ملا عبدلسلام ضعيف، اکبرآغا او مولوي متوکل له کابل څخه کندهار ته لاړل او هلته د حشمت کرزى چې د يوې خصوصي امنيتي کمپنۍ خاوند دى او طالبانو د يو قومندان سنگريار په مرسته سپين بولدک ته ولاړل دسپين بولدک په سفر کې مولوي متوکل دوي سره نه ؤ ،  په سپين بولدک کې دوې د طالبانو مشرانو سره وکتل او د امريکا پيغام يې ورته ورساوه. امريکا درې پيغامونه درلودل: لومړى که طالبان امريکا ته په افغانستان کې پوځي هډې ومني نو امريکا به ټول افغانستان طالبانو ته وسپاري، دويم که  طالبان امريکا سره اوربند وکړي نو د افغانستان جنوبي ولايتونه به طالبانو ته وسپاري خو د دريم شرط په اړه څه نه دي ويل شوي. ويسا ليکي داسې ښکاري چې طالبانو د امريکا درې واړه شرطونه  رد کړي وي.
د سپتمبر په ٢٠مه نيټه نوميالي ژورنالست سليم صافى د پاکستان دجنگ په ورځپاڼه کې دهمدې موضوع په اړه د (امريکا غواړي نيمايي افغانستان طالباتو ته وسپاري) ترعنوان لاندې ليکي چې امريکا په سيمه کې يوه  خطرناکه لوبه پيلوي اوغواړي د افغانستان او  پاکستان ولسونه په خپلمنځي جگړو کې ښکيل شي او دوې يي نندارې ته کښيني. جنگ زياتوي چې امريکا له طالبانو سره د حامد کرزي د حکومت او د پاکستان د ځانگړو اړيکو او تفاهم مخالفه ده خو پخپله طالبانو ته  دا پيغام ورکوي چې يو لړ امتيازات ورته مني.
د جنگ په دې تحليلي ليکنه کې راځي چې امريکا غواړي طالبان دوکه کړي ، د هغوي طرح داده چې نيمايي افغانستان ورته وسپاري او دوي د افغانستان په شمالي برخه کې خپلې هډې وساتي او د افغانانو د خپل منځي جگړې ننداره وکړي.
ليکنه  زياتوي  چې امريکا د همدې لپاره د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډاکټر عبدالله ملاتړ کاوه چې اوس هم له هغو سره  دهمدې موخې لپاره ملاتړ کوي.
 په زړه پورې ده چې  د امريکا حکومت په افغانستان کې د پوځي هډو  غوښته دافغانستان له حکومت څخه هم کوي سره لدې چې هم د افغانستان حکومت او هم  دامريکا حکومت لا تراوسه پرې اعتراف ندى کړى خو د جمهوري غوښتونکي گوند سناتور ليندسې گراهام اې بي سي تلويزيون سره په يوه مرکه کې دا ومنله چې ده دکرزي سره د خبرو پرمهال افغانستان کې د دوه پوځي هډو په اړه هم خبرې کړي دي، د ويسا ورځپاڼه د روان کال(١٣٨٩) د ميزان د ٢٩مې نيټې په گڼه کې په دې اړه داسې ليکي:
(( څو ورځې وړاندې په رسنيو کې دا خبرونه  خپاره شول چې په راتلونکي نومبر کې به د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو سند لاسليک  شي، اصلاً  تردې عنوان لاندې امريکا له افغانستان نه اوږد مهاله پوځي هډې غواړي.
دا اوس امريکا درې هډې په بگرام، هلمند او کندهار کې لري، همدغسې په نيمروز او مزار کې د دوې هډې د جوړيدوپه حال کې دي. د باوري سرچينو په قول څو مياشتې مخکې امريکايي چارواکو له ولسمشر کرزي نه د ستراتيژيکې ملگرتيا غوښتنه وکړه،ولسمشر له دوې نه د کاغذ پرمخ د غوښتنې جزئيات او  څرنگوالى وغوښت چې بيا دوي د پوځې هډو ليکلې غوښتنه وکړه
ولس مشر کرزي د افغانستان له لورې د هډو دشتون قانونمندي او دمودې مالومول د هډو په بدل کې  د افغانستان لپاره داسې امتيازات  وغوښتل چې په نړۍ کې معمول دي خو امريکايي چارواکي  د داسې شرايطو او امتيازاتو له منلو ډډه کوي. ظاهراً د دوي پلمه داده چې گواکي نه غواړي دا اسناد کانگرس ته لاړ شي)).
 د امريکا له خوا هم دافغان حکومت څخه او هم له طالبانو څخه په افغانستان کې د پوځي هډو غوښتنه يوه خبره په ډاگه کوي چې دلته دامريکا شتون يواځې د ترهگرۍ په وړاندې د جگړې لپاره ندى بلکې دلته نور اهداف تعقيبوي. همدا رنگه هغه وړانديز چې امريکا طالبانو ته په افغانستان کې د پوځي هډو جوړولو په اړه کوي،  په ډيره څرگنده توگه د افغانستان د تجزيي وړانديز دى. نه خو په افغانستان کې د امريکا د پوځي هډو شتون او نه هم د افغانستان تجزيه په حقيقت کې د ترهگرۍ د له منځه وړلو سره مرسته کولاي شي، برعکس د افغانستان تجزيه او يا په افغانستان کې قومي اوژبنۍ شخړې به سيمه نوره هم بې ثباته کړي او دا به مرسته وکړي چې ترهگرو ته لا مناسب بستر په سيمه  کې برابر شي همدا رنگه په افغانستان کې د امريکا د پوځي هډو  شتون چې خامخا به د گاونډيانو حساسيتونه راوپاروي  په سيمه کې ثبات او په پايله کې د ترهگرۍ د له منځه وړلو سره هيڅ کومه مرسته نه شي ، بلکې امريکا په دې توگه غواړي په سيمه کې خپل نور اهداف لاسته راوړي.
 په سيمه  کې د امريکا اهداف
 
اوس په افغاني کړيو کې او هم په نړيوالو کړيو کې دا شک په يقين بدل شوى چې امريکا دلته يواځې د ترهگرۍ سره د جگړې لپاره نه ده راغلې، بلکې د ترهگرۍ پرضد د جگړې په خوا کې په سيمه کې نوراهداف لري. هغه کسان چې د امريکا سياستونه له نژدې څخه څاري وايي چې د سپتامبر ١١مې امريکاته يو ښه فرصت ورکړ چې دې سيمې ته راشي خو آن که دا پيښه نه وى شوي بيا به هم امريکا په کومه بله پلمه دلته راتله. د شوروي اتحاد له ماتې وروسته کله چې امريکا يي سياستوالو دا ويل پيل کړل چې ترکمونيزم وروسته اسلامي بنسټ پالنه د امريکا ستر دښمن دى دا په حقيقت کې د يوې نوې جگړې او آسيا ته د راتگ لپاره د ذهنيت جوړونې يوه هڅه وه. د آيي ايس آيي پخوانى مشر متقاعد جنرال ضياالدين چې د نواز شريف لخوا د پاکستان لوي درستيز هم وټاکل شو خو يواځې دوه درې ساعته وروسته پرنواز شريف د جنرال پرويز مشرف د کودتا له امله ضياالدين هم جبراً تقاعد ته سوق کړاي شو، جيو نيوز سره په خپلې يوې مرکې کې وايي چې د سپتامبر د يوولسمې له بريدونو وروسته مي دويم ځل لپاره  ملا عمر وليد، چې مې کله ملا عمر ته وويل اسامه بن لادن تروريست دى راته ويي ويل (توريست؟) او ما ځواب ورکړ  نه تروريست يانې ډير بداو ورانکارى سړى او په دې تورن دى چې په امريکا کې يي غبرگ برجونه نړولي، امريکا ته يي وسپاره.
ملا عمر وويل چې اسامه زما په ستوني کې هډوکى دى که باسم يي او که يي پريږدم په دواړو حالاتو کې مرم، که اسامه باسم نو طالبان به ما ووژني.
جنرال ضياالدين وايي چې کله مې ملا عمر دې ته قانع کړ چې اسامه وباسي نو هغه وويل چې د افغانستان، پاکستان، سعودي او امريکا گډ کميسيون دې جوړ شي او که ثابته شوه چې اسامه د سپټامبر ١١مې بريدونه کړي دي ودې نيول شي او بايد سزا ورکړاي شي.
خو دغه جنرا ل وايي چې امريکا نه غوښتل اسامه  بن لادن ونيسي.
سره لدې چې د پاکستان د استخباراتي ادارې په جنرال گرانه ده  يقين وکړاي شي چې رښتيا وايي که دروغ ، خو تراوسه نه امريکا او نه هم ملاعمر دا سپيناوى کړى چې گواکې جنرال ضياالدين دروغ وايي ، که جنرال ضياالدين رښتيا وايي نو بيا خو دواړو ( امريکا او ملاعمر) ته ښه همدا ده چې چوپه خوله پاتې شي او که دروغ وايي نو بايد هم امريکا او هم ملاعمر د دې خبرې سپيناوى وکړي چې آيا په رښتيا هم ملا عمر دې ته چمتو شوى ؤ چې اسامه بن لادن وسپاري او آيا په رښتيا هم امريکا نه غوښتل اسامه ونيسي. په هرترتيب  د سپتامبر بريدونو که له يوې خوا د امريکا امنيت د يو ستر گواښ سره مخ کړاو دا په حقيقت کې د يو ستر ځواک په توگه د امريکا په غرور بريد ؤ، خو له بلې خوا امريکا ته يي دا فرصت هم په لاس کې ورکړ چې د خپلو سيمه ييزو اهدافو په لور عملي گامونه پورته کړي، د ترهگرۍ پرضد جگړې سيمې کې د امريکا پوځي شتون ته نړيوال مشروعيت ورکړاو اوس امريکا دهمدې مشروعيت ترچتر لاندې غواړي د ترهگرۍ سره د جگړې په خوا کې خپل سيمه ييز اهداف هم ترلاسه کړي. نو دا جگړه بايد ترهغې ادامه ومومي ترڅو چې امريکا وکولاي شي خپلو موخو ته ورسيږي. افغانستان ته د راتگ په لومړۍ ورځ امريکا داسې گامونه پورته کړل چې د جگړې د اوږديدو لامل شول، مولوي ارسلا رحماني چې د طالبانو د مشرۍ يو مهم غړې ؤ، ماسره په يوه مرکه کې وويل چې کله حامد کرزى قندهار ته راغي د ملاعمر په هدايت يوشمير طالب چارواکي د هغه مبارکۍ ته ورغلل، د طالب مشرانو پيغام داوو چې نور نه غواړي جگړه وکړي او غواړي په سوله ييزه توگه په خپلو کليو کې و اوسيږي، سره لدې چې د حکومت لخوا طالبانو ته عامه بښنه اعلان شوه، خو عملاً په صبا يي امريکائيانو د طالبانو په نيولو پيل وکړ، او په دې توگه طالبان يي دې ته اړ ايستل چې بيرته ټوپک راواخلي اوجگړه پيل کړي. د مولوي ارسلا رحماني خبره لا پخه هغه وخت شوه چې د افغانستان جمهور رئيس د سولې ملي مشورتي جرگې په پرانستيزې غونډې کې په همداسې يومفهوم د يو ليک يادونه وکړه چې ملا عمر ورته ليږلې ؤ. حامد کرزي په څرگنده توگه وويل چې دا زموږ د حکومت ناسمې کړنې وې چې طالبان يي بيرته جگړې ته اړه کړل.
يانې افغانستان ته د راتگ په هماغه اوله ورځ امريکا نه غوښتل چې په افغانستان کې جگړه له منځه لاړه شي، بلکې د امريکا کړنه سبب شوه چې په افغانستان کې جگړه بيرته پيل شي. په افغانستان کې د جگړې بيا پيليدلو، اوږديدنې او دکرښې هاخوا د ترهگرۍ اصلي مراکزو ته د امريکا د نه پام اصلي لامل هم د امريکا لخوا د جگړې د اوږدولو يوه هڅه گڼل کيږي
 همدا څو ورځې دمخه د ويسا ورځپاڼې د پاکستان د نداې ملت د اوونيزې له خولې ليکلي چې د امريکا درې ډلې غواړي امريکا په جگړه او بحران کې پاتې شي،  د ملي امنيت سلاکار جيمز جونز د تيلو لابي، د وسلو لابي چې مشر يې رابرت گيټس دى او د يهودانو لابې چې مرستيال ولسمشر جوبايډن يي مشري کوي.دا درې واړه ډلې د مک کرستال مخالفين وو.دغه درې واړه ډلې يو له بل سره همکار هم دي او رقيبان هم، اوس يې په افغانستان او سيمه کې د جگړو دوام اصلي هدف دى.
  
شمال ته د بې امنيتيو ليږدونه:
اوس خو دا شکونه هم ورځ په ورځ پياوړي کيږي چې امريکا دننه په طالبانو کې خپلې ډلې لري او د دې ډلو دنده  همدا ده چې جگړه پراخه کړي، په ٢٠٠٩ کې په سوات د پاکستان پوځ د بريدونو له پيل سره د سوات د طالبانو مشر مولانا فضل الله چې په مولانا راديو يي هم شهرت درلود بې درکه شو، تيرکال(٢٠٠٩) د نومبر په مياشت کې د ده د بې درکه کيدو خبرونه خپاره شول چې د ده دخپلو ملگرو قومندانانو لخوا هم تائيد شول. د ٢٠١٠ کال د جنوري په وروستيو کې ځينو پاکستاني رسنيو د يو برتانيوي اخبار ډي ميل په حواله وليکل چې مولانا فضل الله له خپلو مهمو کسانو سره بليک واټر د سيمې د استخباراتي ادارو په مرسته افغانستان ته وليږدول شو.
د دې خبر په تفصيل کې راځي چې فضل الله سخت ټپي ؤ، افغانستان ته ترليږد وروسته په بگرام کې د امريکايانو په هډه کې د هغو درملنه وشوه او وروسته دخپلو څو تنو ملگرو سره د نورستان په کامديش کې ميشت شو. د دې پيښې څخه پنځه مياشتې وروسته کله چې د برگ مټال ولسوالۍ  په لومړي ځل د طالبانو لاس ته ولويده، د نورستان دهغه وخت والي جمال الدين بدر په جلال آباد کې يوې خبري ناستې کې ادعا وکړه چې د نورستان د برگ مټال پر ولسوالۍ د طالبانو مشر مولانا فضل الله  د خپلو درې سوه ملگرو سره يرغل کړيدى.
برگ مټال د خپل ستراتيژيک موقعيت له مخې د افغانستان شمال ته د بې امنيو د ليږد او ديو خوندي پناه ځاي په توگه فوق العاده مهمه سيمه ده، افغان څيړنيز او مشورتي مرکز په خپل يو تحليل کې د برگ مټال په اړه داسي وايي:
(( د ١٣٨٩ کال د جوزا په اتمه نيټه د نورستان ولايت د برگ مټال ولسوالۍ د پنځو ورځو سختو جگړو څخه وروسته د مخالفينو لاس ته ولويده. خو نن د نورستان والي وايي چې بيرته يي دا ولسوالۍ نيولې ده
ځينې بهرنۍ رسنۍ ليکي چې  برگ مټال يوه لرې پرته ولسوالي ده او کوم ستراتيژيک اهميت نلري.
برگ مټال د نورستان ولايت ولسوالې ده چې که له يوې خوا د ډيورنډ کرښې سره نژدې پرته ده، له بلې خوا د برگ مټال له لارې کيداي شي د افغانستان اته شمالي او شمال شرقي ولايتونو ته تگ راتگ وشي.
برگ مټال اته لارې چترال ته لري، همدا رنگه برگ مټال  کنړ، لغمان پنجشير او بدخشان ته لار لري، له برگ مټال څخه د بدخشان زيباک ولسوالۍ، کران او منجان او نورو سيمو ته هم لار تللې ده.
نو که برگ مټال د مخالفينو لاس ته وليږي ، مخالفين په ډيره اسانۍ کولاي شي د افغانستان شرقي، شمالي ولايتونو او بالاخره د منځنۍ اسيا اود چين سنکيانگ ولايت ته لار پيدا کړي.
برگ مټال مخالفينو ته خورا زيات اهميت لري، د برگ مټال جغرافيايي جوړښت داسې دى چې دلته هوايي بريدونه او په تيره بيا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه دومره اغيزمن نه دى، په ځمکنۍ جگړې کې هم پر برگ مټال بريد خورا گران کار او دفاع ترې اسانه ده.
اوس چې په قندهار کې د عملياتو خبره کيږي او دکرښې هاخوا سيمې هم د امريکا دفشار لاندې دي چې بايد عمليات پرې وشي، برگ مټال او د نورستان نورې سيمې کيداي شي د القاعده لپاره د وزيرستان يو ښه متبادل وي
برگ مټال کيداي شي د القاعده لپاره د افغانستان په شمالي، شمالشرقي،  منځنۍ آسيا اود چين په سنگيانگ ولايت ته په يو عملياتي  او روزنيز مرکز واوړي، او څرنگه چې بالکل د چترال سره نژدې پرته ده د القاعده لپاره د يو مهم اکمالاتي مرکز بڼه هم نيولې شي. دا خبره لا اهميت هغه وخت پيدا کوي چې گورو پربرگ مټال عمليات د مولانا فضل الله لخوا کيږي چې  چيچنيان هم ورسره وو،چينچنيايانو او ازبک وسله والو ته به دا  ډيره په زړه پورې وي چې د برگ مټال له لارې بدخشان او بيا منځني اسيا ته لارپيدا کړي.
د برگ مټال د ستراتيژيک اهميت په نظر کې نيولو سره د برگ مټال سقوط ډير سوالونه رامنځ ته کړي دي، په تيره بيا چې  دلته پنځه ورځې جگړه روانه وه خو په افغانستان کې شتو بهرنيو ځواکونو ونشول کولاي د برگ مټال د سقوط  مخه ونيسي، سوال دادى چې ويي نه غوښتل او که ويي نشول کولاي.
په دې عملياتو کې د مولانا فضل الله گډون نور شکونه هم پيدا کوي، دسوات طالب ولې دلته عمليات کوي؟ کله چې په سوات کې طالبانو زور واخيست، ځينو کړيو شک کاوه چې امريکا پخپله غواړي په سوات او شمالي سيمو کې بې امني زياته کړي، ترڅو وکولاي شي د جگړې اور د چين ترپولو ورسوي، او په همدې خاطر پاکستان په ډير شدت په سوات کې عمليات وکړل او طالبان يي له منځه يوړل، په سوا ت کې د طالبانو مشر مولانا فضل الله لدې عملياتو ژوندى پاتې شو او افغانستان ته راغى)).
لکه ځرنگه چې پورته وويل شول د برگ مټال اهميت په دې کې دى چې د افغانستان شمال او منځنۍ آسيا ته د بې امنيتيو د ليږد مهمه لار او خوندي لار ده، په تيرو دوه کالونو کې په ډراماتيکه توگه په شمال کې بې امنيتي زياته شويده ، په تيرو دوه کلونو کې په رسنيو کې داسې راپورونه خپاره شول چې طالبان شمال ته په پوځي الوتکو کې ليږدول شويدي، ځينو تلويزيونو داسې انځورونه خپاره کړل چې پوځي هيليکوپتر را ښکته کيږي او هلته په موټر سايکلو سپاره طالبان يي مخې ته راځې، دا پيښه حتي دافغانستان جمهور رئيس حامدکرزي هم په خپله يوه وينا کې تائيدکړه، ښکاره ده يواځې د بهرنيو ځواکونو الوتکو ته دا شوني ده چې طالبان له جنوب څخه واخلي او شمال ته يي وليږدوي، يانې بهرنيان صداً غواړي چې شمال ته بې امنيتي ورسوي. او د سيمې د ويش يو هدف د چين پولو ته ، د چين دننه د بنسټ پالنې، قوم پالنې او بيلتون پالنې 
چـيـن
له کله نه چې د طالبانو پښه برگ مټال ته رسيدلې په شمال کې بې امنيتيو زور اخستې، څه موده دمخه د بدخشان په ولايت کې  ديوې روغتيايي موسسې کارکوونکي وتښتول شول او بيا په دې تور چې گواکې  دوې د عيسيويت تبليغ کاوه د طالبانو لخوا ووژل شول، په ١٣٨٩ کال کې نه يواځې د افغانستان شمال بلکې منځنۍ آسيا ته هم بې امنيتېو سرايت کړيدى، په ترکمنستان کې په يوه زندان بريد وشو او په يو کلپ کې چاودنه وشوه.
د افغانستان شمال ته په هيليکوپترو کې د طالبانو له ليږد څخه نيولې بياد بليک واټر ( اوس د زي په نامه ياديږي) لخوا د مولانافضل الله درملنه او بيا برگ مټال ته ليږدونه دا شکونه پياوړي کوي چې غرب او امريکا په لوي لاس غواړي د شمال په لور بې ا منيتۍ وغزوي.
په تيره مياشت کې د چين حکومت رسماً په دې اعتراض وکړ چې د افغانستان دفارياب په ولايت کې ايغور جنگيالي روزل کيږي.
د ساړه جنگ پرمهال چين او امريکا سره ستراتيژيکه ملگرتيا درلوده، د چين او امريکا د ستراتيژيکې ملگرتيا بنسټ د شوروي  اتحاد د پراخيتا غوښتنې سياست او چين او امريکا ته يي گډ گواښ ؤ، خو د شوروي اتحاد له پرځيدو  وروسته او له کله نه چې چين په ډيره چټکۍ د يو ستر اقتصادي ځواک په توگه رابرسيره شوى، امريکا ته په يو ستر گواښ اوښتى.  د افغان څيړنيز او مشورتي مرکز د مهالنۍ په لومړۍ گڼه کې په دې اړه ښه بحث شويدى او نه غواړم هغه بحث دلته تکرار کړم، يواځې غواړم ووايم چې دې سيمې ته د امريکا د راتگ له اهدافو څخه يو هم د چين مخه نيول او چين ته پخپله د چين په پوله کې ستونزه جوړول دي، او چين ته دننه په چين  کې د سرخوږي پيداکولو تر ټولو عمده لار د چين د سنکيانگ په ايالت کې چې لا دمخه دخپلې ازادۍ لپاره د چين په  وړاندې مبارزه کوي لاهڅونه او هلته د جگړې د اور رسونه ده.
ايغوريان د سنکيانگ ايالت د شرقي ترکستان په نامه يادوي او د آزادۍ  لپاره يې مبارزه کوي، د شرقي ترکستان غورځنگ  که له يوې خواد پان ترکيزم تر اغيزې لاندې دى له بلې خوا د ايغور جنگيالي چې د پاکستان په ديني مدرسو کې روزل شوي د القاعدې سره نژدې اړيکې لري، د نړيوال جهاد تر اغيزو لاندې هم دي.
پاکستان لومړى هڅه وکړه په سوات او شمالي پاکستان د  طالبانو په واکمن کولو د قراقرم له لارې د چين د سنکيانگ ايالت ته نا امنۍ ورسوي خو کله چې هلته د پاکستان حکومت په سوات کې د طالبانو پرضد د عملياتو له لارې ورته لار بنده کړه، اوس داسې ښکاري چې غواړي دا کار د برگ مټال، بدخشان او منځنيۍ آسيا له لارې سرته ورسوي.
په سيمه کې د امريکا د شتون دليل ترهگرۍ سره جگړه ده، که نا امني او ترهگري منځنۍ آسيا او چين ته وغزيږي د ترهگرۍ سره د مبارزې پلمه پخپله دا زمينه برابروي چې په هغو سيمو کې امريکا خپل نفوذپراخ کړي. روسيه او د منځنۍ آسيا هيوادونه پخوا په گرانه سلا کيدل چې امريکا ته په افغانستان کې خپلو اکمالاتو لپاره ترانزيتي لاره ورکړي، خو وروسته لدې چې بې امنيتي او ترهگر د افغانستان شمال ته وليږدول شول روسيه او د منځنۍ آسيا هيوادونه دې کار ته چمتو ښکاري، اوس امريکا کولاي شي د  روسيې او منځنۍ  آسيا د هيوادو له لارې هم افغانستان ته اکمالات وکړي.
 د افغانستان ويش  يو له هغو کړنلارو دى چې امريکا غواړي په سيمه کې د خپلوموخو ترلاسه کولو لپاره يي غوره کړ ي، د رابرټ بليکويل او پيتر گالبرايت له هڅو نيولې او بيا رسماً طالبانو سره په خبرو اترو کې طالبانو ته د نيمايي افغانستان د سپارلو وړانديز پورې هغه هڅې په ډاگه کوي چې امريکا غواړي افغانستان وويشي، خوآيا ممکنه ده افغانستان دې په يواځې توگه په قومي اوژبنيزو بنسټونو وويشل شي او په گاوڼديانو هيڅ اغيزه ونلري او گاونډيان دې په امان کې پاتې وي!؟ په هيڅ توگه نه، د افغانستان ويش په اصل کې د سيمې دويش په مان
 
بـلـوچـستـان
حقيقت دا دى چې دافغانستان تجزيه د ټولې سيمې د تجزيې او په ټوله سيمه کې ديو ستر جغرافيايي اوښتون په مانا  ده . د سيمې په جغرافيا کې د بدلون اجنډا له کله نه چې پخوانى شوروي اتحاد مات شويدى او په سيمه کې دامريکا ستراتيژيکو اهدافو بدلون موندلى ، د امريکا په اجنډا  کې يي ځاي موندلى دى. يانې د سيمې د تجزېې يا د نوي جغرافيايي جوړښت هڅې د ترهگرې په وړاندې مبارزې سره هيڅ تړاو نلري.
له نن څخه ډير دمخه، په کال ١٩٩٢ کې د پاکستان تکبير مجلې د پنټاگون د يو پوځي ژورنال په حوالې داسې نقشې خپرې کړې چې له مخې يې تر٢٠٢٠ مه پورې په سيمه کې د پراخ جغرافيايي بدلون وړاندوينه په کې شوې وه، په دې وړاندوينه کې افغانستان، ايران، پاکستان، هند او نور شاوخوا هيوادونه په قومي او ژبنيزو بنسټونو ويشل شوي . په دې ويشنو کې د بلوچستان او کردستان په نوم د نوې هيوادونو يادونه شويوه او بيا نورو هيوادونو څه خاورې له لاسه ورکړې وې او څه يي لاسته راوړې وې . ترټولو زيات پاکستان ښودل شوې ؤ چې خپله خاوره له لاسه ورکوي. د هغې مهال دوړاندوينې پربنسټ د پښتونخواه ايالت او د بلوچستان ځنې سيمې افغانستان سره يوځاي کيږي، د بلوچستان په نوم يو مستقل هيواد رامنځ ته کيږي چې د پاکستان بلوچستان په خوا کې يو لږه سيمه له  افغانستان او ايران څخه هم ورسره يو ځاي کيږ ي او ستر بلوچستان

جوړوي. ستر بلوچستان چې بلوچ مبارزين دا څو لسيزي کيږ ي د لاسته راوړلو لپاره يي مبارزه کوي او په سلهاو بلوچ ځوانانو د دې داعيې لپاره خپل سرونه قربان کړي. په بلوچستان کې  بيلتون پالنه اوس په يو ځواکمن غورځنگ اوښتې.  اکبر بگټي چې يو وخت د پاکستان سخت پلوى او هغه لومړنى بلوچ سردار ؤ چې پاکستان سره يي مرسته  وکړه ترڅو بلوچستان پاکستان سره يوځاي شي، بالاخره په سپينه ږيره د بلوچستان د آزادۍ په خاطر غرو ته پورته شو او بيا د پرويز مشرف لخوا په شهادت ورسول شو. بگتي په دې توگه هغه گناه جبران کړه چې د پاکستان د جوړيدو په وخت کې د پاکستان په پلويتوب يې کړې وه.
د افغانستان له تجزيې چې هرو مرو ورسره د سيمې تجزيه يوځاى ده دامريکا يو هدف کيداي شي د بلوچستان خپلواک هيواد جوړول وي. د گوادر بندر چې په بلوچستان کې پروت دى په سيمه ييزو سياليو او د کسپين بحيرې ته د لاسرسې لپاره ډير مهم موقعيت دى .  د سيمې د تجزېې په اړه چې کوم وړاندوينې د امريکي فکري موسسو لخوا شوي  په هغه کې بلوچستان يو مستقل هيواد ښودل شوې، د کويټې نوميالى ژورنالست سلطان محمد صابر د بلوچستان په نوم په خپل کتاب کې په دې اړه ليکي:
((داسې ښکاري چې د گوادر د سترې پروژې د تکميل پرمهال دا پلانونه جوړ شول چې بلوچستان به هم د کويټ او نورو خليجي هيوادو په شان د يو خپلواک  هيواد په توگه رامنځ ته کيږي. له کله نه چې هانگ کانگ چين ته وسپارل شو نو د متبادل په توگه يي ترټولو غوره ځاي د گوادر سيمه ده..... بلوچستان د يو آزاد بندر په توگه افغانستان، پاکستان، او دافغانستان له لارې له مرکزي اسيا سره ونښلول شي).
صابرشاه وروسته ليکي بلوچستان ډيرې طبيعي زيرمې لري، د ايوب خان د واکمنۍ پرمهال دلته د تيلو زيرمې موندل شوې وې که دا تيل ويستل شوى وى نو د ايران د آبادان د تيلو زيرمې ترې اغيزمنې کيدې نو ايوب خان چې د ايران د پاچا رضا شاه  سره يي ښې اړيکې درلودې، د هغه غوښتنې پراساس دبلوچستان د تيلو په څاه گانو کې د سمنټو بورۍ واچولې او بند يي کړل.
اوس بلوچستان او د گوارد بندر هم پاکستان او چين ته او هم امريکا ته زښت زيات ستراتيژيک اهميت پپدا کړى دى. که چين گوادر ته لاسرسى پيدا کوي نو نه يواځې دا چې اروپا د منځني ختيځ هيوادنو او افريقا ته به خپلو مالونو د ليږد لنډه ااقتصادي لار موندلې  وې، بلکې چين د گوادر بندر له لارې کولاي شي د هند په سمندر او د خليج په سمندرگي کې د هند او  امريکا ټول پوځي او سوداگريز تگ راتگونه او فعاليتونه وڅاري او گواښ ورته پيښ کړي ( د لا زياتو مالوماتو لپاره د مرکز د مهالنۍ لومړې گڼه_  د چين او پاکستان اړيکې). نو که بلوچستان د امريکا او هند په مرسته يو  خپلواک هيواد په توگه رامنځ ته شي او له پاکستان څخه بيل شي د هند سمندر اود گوارد بندر ته به د چين د لاسرسۍ مخه ونيول شي، دا کار هم د امريکا اوهم د هند په گټه دى، او ښايې دې خبرې سره بې ارتباطه نه وې چې د افغانستان د ويش وړاندېز په لومړي ځل د يو داسي امريکا يي ديپلومات له خوا وړاندې کيږ ي چې پخوا په هند کې د امريکا سفير ؤ او اوس په امريکا کې د هند لابې کوونکى دى.
نو د افغانستان د تجزېې يا په بل عبارت د سيمې د تجزيي د هڅو يو هدف د چين پولو ته دترهگرۍ او ناامنيو رسول او له بلې خوا د آزاد بلوچستان د رامنځ ته کولو له لارې د هند سمندرگي او د گوادر بندر ته د چين د لارې ټپ کول دي.
 
د کـسـپين سـيمـه او سـتره مـنځـنۍ آسـيا
 
د ملي امينت په چارو کې د امريکا د جمهور رئيس مرستندوى د واشنگټن لومړنى لوړ پوړى چارواکى ؤ  چې په کال ١٩٩٧ کې يي رسماً وويل  د کسپين سيمې ته بايد ځانگړې پاملرنه وشي. له دې دمخه د همدې کال د جنورۍ په مياشت کې د امريکا کانگرس څرگنده کړه چې د قفقاز سيمه او د منځني آسيا پنځه هيوادونه امريکا ته فوق العاده اهميت لري.
د ١٩٩٧ کال د مى په مياشت کې د امريکا سپينې ماڼۍ يو راپور خپور کړچې په کې ويل شوې وو امريکا کې د انرژۍ د سرچينو د لږ والي سره امريکا د انرژۍ بهرنيو سرچينو ته اړتيا پيدا کوي، ستراتيژيستانو  په دې ټينگار کاوه چې بايد د انرژې په سرچينو کې تنوع رامنځ ته شي.
جيمز مگ دوگال وايي تاريخ ليکونکي به د د ١٩٩٧ کال د کسپين د بحيرې په اړه د ارزښتناک جيو ستراتيژيک پلان دپلي کيدو دکال په توگه يادوي.
بيل کلنټن د خپلې رياست جمهورۍ په دويم پړاو کې د امريکا په کانگرس کې د کسپين سيمه او د تورې بحيرې سيمه  د امريکا د حياتي گټو د سيمې په توگه ياده کړه، د دې سيمې اهميت دومره زيات وو چې امريکا په خپل بهرني سياست کې د جمهموري رياست په خواکې د امريکا د ملي امنيت د شورى دغړو په گډون يو ځانگړې گروپ د همدې موخو لپاره جوړ کړ.
حقيقت دادى چې د ١٩٩٧ کال څخه د مخه امريکا د کسپين سيمې ته پام اړولې وو. آن په ١٩٩٥ کې د امريکا د تيلو سترو شرکتونو په کسپين کې د خپلو گټو د خونديتوب په خاطر يو گروپ جوړ کړې وو، د يونيکال مشهورې کمپنۍ هم د دې گروپ عضويت ترلاسه کړ. يونيکال د خپلوگټو د لابي لپاره د جيمي کارتر او جارج بش (اول) د مهال سياستوالو څخه  گټه اخسته. يونيکال کمپنۍ چې بيا د طالبانو او دامريکا په اړيکو په جوړولو او ورانولو کې يي ډير عمده رول ولوباوه ( وگوري د احمد رشيد کتاب طالبان) .
ج بيکر يوځل ويلې وو چې صنعتي نړيۍ ته به په يوويشتمې پيړۍ کې  د کسپين تيل همداسې اهيمت پيدا کړي لکه اوس يي چې ورته د خليج د تيلو زيرمې کوم اهميت لري.
د پخواني شوروي اتحاد له پرځيدو  وروسته امريکا سره دا فکر پيدا شوى ؤ چې بايد ځان مرکزي آسيا او د قفقاز سيمې ته ورسوي، دا سيمه امريکا ته خورا زيات اهميت لري.  امريکا لپاره د يو ستر ځواک په توگه د پاتې کيدو د سياليو اصلي ډگر د بلوچستان د گوادر بندر څخه پيليږي، د افغانستان څخه په تيريدو د کسپين او تورې بحيرې ترسيمې رسيږي. که امريکا دا ډگر وبايلي نو په حقيقت کې به د امريکا د اقتصاد ملا ماته شي اوپه پايله کې به  بيا د نړيوالو سياسي معادلاتو څخه په بشپړه توگه ووځي او د هغه ځاي به نوي سيمه ييز ځواکونه ونيسي. همدا لامل دى چې امريکا په خپل ټول وس زور کوي چې دا جگړه وگټي هغه د زيړو انقلابونو له لارې وي او که دې سيمې ته د ترهگرۍ د جگړې دغزولو او يا د قومي او ژبنيو کرکو د پارولو له لارې وي.
س. ژيلڅوف او اى زون د (سبقت جويي امريکا براي دستيابي به بحيره کسپين ) ترعنوان لاندې په خپله مقاله کې چې غوث جانباز په فارسي ژباړلې، وايي چې د کسپين د سيمې سياسي بې ثباتې امريکا سره مرسته کوي ترڅو دا سيمه ترخپلې ادارې لاندې راولي، مقاله کې راځي :
(( د خپلو پلانونو د پلي کيدو لپاره امريکا د نوي خپلواک شويو هيوادو په تيره بيا د آذربائيجان، قزاقستان او ترکمنستان هيوادو د سياسي نظامونو د بې تجربه توب څخه گټه اخلي. د دې هيوادو د سياسي نظامونو خاموالى امريکا ته دا وخت ورکوي چې په دې هيوادو کې د ولسواکي د پلي کيدو په بهير کې ډيره فعاله ونډه ولري او خپلې اوږد مهاله گټې خوندې کړي،.... ويلې شو چې په دې هيوادو کې سيمه ييز کړکيچونه او د سياسي ثبات نشتوالي څخه د يو وسيلې په توگه کار اخستل  د امريکا د اوږد مهاله پاليسۍ يوه برخه وه )
دشوروي اتحاد له ماتې څخه وروسته مرکزي آسيا او د کسپين سمندرگي ته لاسرسى د امريکا ترټولو ستر ستراتيژيک هدف گڼل کيږي، که د سپتامبر د ١١مې نيټې پيښه نه وى شوى بيا به هم امريکا په يوې پلمې سيمې ته خپلې پښې غزولى، خو د سپتامبر ١١مې نيټې پيښې امريکا ته يو ستر فرصت لاس کې ورکړ چې په سيمه کې خپل ستراتيژيک اهداف تعقيب کړي.  د سياسي چارو يو قرغيزى شنونکى وايي چې په قرغيزستان  کې د بې ثباتيو دوام د امريکا په گټه دى، هغه وايي د افغانستان جگړه د يوې سترې مرکزي آسيا د جوړيدو پيلامه ده. قرغيزي شنونکى تورلان اسماعيلوف په قرغيزستان کې دوروستيو کړکيچونو په اړه وايي:
(( د بې ثباتيو ادامه د امريکا په گته ده، ځکه چې د امريکا ئيانو په اند مرکزي آسيا د امريکا لپاره  د چين، روسيې او ايران په وړاندې دسياليو يوه ستره وسيله ده. چين په خپل چټک اقتصادي پرمختگ امريکا انديښمنه کړيده، همدا رنگه روسيه د خپلو طبيعي زيرمو او پوځي وړتياو په پياوړي کولو د امريکا انديښنې راپارولې دي. ايران هم د امريکا په سياستونو په گوتنيونو امريکا ته ستونزې را پيداکړي او امريکا غواړي په هره بيه چې وي دايران مخه ونيسي.
د افغانستان جگړه د امريکا لپاره د سترې آسيا دلوبې لپاره د يو تمرين او چمتو والي مانا لري. امريکا غواړي په مرکزي آسيا کې د خپل نفوذ په خپرولو روسيه او چين کمزوري او تجزيه کړي، ايران کې يو لاسپوڅى حکومت رامنځ ته کړي او په دې توگه مرکزي آسيا د خپلو ستراتيژيکو او سياسي موخو په يو آزمونځاي واړوي)).
 لکه مخکې چې وويل شول امريکا غواړي د سترې مرکزي آسيا هدف، هم  شمال ته د بې امنيتيو او  ترهگرۍ په ليږد او هم په افغانستان او سيمه کې د قومي او ژبنيو کرکو په رامنځ ته  کولو او د سيمې په تجزېې او د امريکا په خوښه او د امريکا په گټه د يونوي جغرافيايي جوړښت له لارې ترلاسه کړي.
نو په لنډه توگه ويلاي شو  هغه ټولې هڅې چې  امريکا د افغانستان او سيمې دتجزېې لپاره کوي عمده اهداف يي د بلوچستان په نوم دخپلواک هيواد جوړول ترڅو د هند سمندرگي ته د چين د لاسرسۍ مخه ونيسي، د چين پولو ته د ترهگرۍ او بې امنيتيو رسول او پخپله په چين کې ( سنکيانگ ) د جگړې داور بلول او په مرکزي اسيا او د کسپين بحيرې په سيمه کې خپل نفوذ پراخول دي. دا جگړه د امريکا لپاره د حيات وممات جگړه ده که امريکا وکولاي شي په مرکزي آسيا کې  خپل نفوذ پراخه کړي د چين روسيې او ايران مخه ونيسي او د انرژي سر چينو ته ځان ورسوي نو امريکا به وکولاي شي د ستر ځواک په توگه خپل سياسي ژوندانه ته ادامه ورکړي او که داسې ونشي کولاي  نو بيا ورته گرانه ده ديو ستر او نړيوال ځواک په توگه خپل سياسي ژوندانه  ته ادامه ورکړي
دلته د دې ټکي يادونه اړينه بولم چې دخپلې آزادې لپاره د بلوچ ولسونو مبارزې کاملاً پرحق دي او د بلوچستان خلک دا حق لري چې د پنجابي استعمار څخه خپله آزادي ترلاسه کړي، دا هم سمه ده چې د بلوچستان دآزادۍ غورځنگ او د بلوچستان دآزادۍ مبارزين د امريکا لاسپوڅي نه دي او نه دامريکا په خاطر د بلوچستان دازادۍ لپاره مبارزه کوي، بلکې د آزادۍ غوښتنه د بلوچانو حق دى، او بلوچانو د خپل دې حق د لاسته راوړلو په خاطر بې شميره قربانۍ ورکړي دي.  يواځې دومره ده  چې د بلوچستان آزادي اوس دسيمې په اړه دامريکا د ستراتيژيو سره سمون لري.
په پاى کې يوه بله يادونه هم چې اړينه بولم هغه په روانه جګړه کې د امريکا د شکست تيوري ده، کله چې په افغانستان کې د امريکا د ځواکونو پخواني قومندان جنرال مک کرستل د افغانستان د جګړې په اړه خپله نوې ستراتيژې اعلان کړه په دې ستراتيژې کې عمده ټکى دا وو چې که پوځونه زيات نشي د افغانستان جګړه به وبايلل شي،  دا په حقيقت کې د يو امريکا يي لوړ پوړې جنرال لخوا د افغانستان د جګړې پربايللو اعتراف ؤ.
د امريکا پخواني جمهور رييس جيمې کارتر هم په خپله يوه وينا کې وويل چې امريکا د افغانستان جګړه د بايلولو په حال کې ده. يواځې  مک کرستل او جيمې کارتر نه بلکې ډير شمير نور شنونکي هم په دې اند دى چې امريکا نشي کولاي د افغانستان جګړه وګټي.
دې خبرې ته ډير دلايل شته چې امريکا روانه جګړه (په افغانستان کې د طالبانو پرضد جګړه) بايللې ده خو دا په دې مانا نده چې امريکا په سيمه کې د خپلو موخو څخه لاس اخستى دى، حقيقت دادى چې امريکا لکه څرنګه چې وايي هغسې نيت نلري چې سيمه پريږدي يواځې غواړي د جګړې بڼه بډله کړي. د امريکا لخوا له افغانستان څخه د پوځي هډو غوښتنه هم څرګندوي چې امريکا غواړي افغانستان کې د خپل حضور بڼې ته بدلون ورکړي. د هډو غوښتنه په همدې مانا ده امريکا غواړي د لته ديوې اوږدې مودې لپاره پاتي شي خو غواړي په کومه بڼه چې اوس يي عسکر په ټول افغانستان کې خواره پراته دي او د طالبانو لخوا د سختو ځاني او مالي تلفاتو سره مخ دي، دې حالت ته بدلون ورکړي، څو مراکزو کې راټول شي په دې توګه به يي هم تلفات کم شي، هم به يي لګښتونه او هم به وکولاي شي په سيمه کې خپله اجنډا پرمخه بوځي.
امريکا غواړي خپل ځان په افغانستان کې يو ځو مراکزو پورې محدود کړي، او نورې سيمې په خپل حال پريږدي، په افغانستان کې د کورنې جګړې پرمهال ژبني اوقومي تضادونه لا اوس هم زموږ د سياست اصلي محور دى او که دلته جګړه پراخيږي او اوږديږي نو ښکار ده دا جګړه بالاخره قومي او ژبنۍ بڼه غوره کوي او دا کار پخپله دافغانستان ويش ته زمينه برابروي. امريکا او په افغانستان کې د پان ايرانيزم پلويان يو هدف تعقيبوي، دواړه غواړي افغانستان کې مرکزيت کمزورى کړي او بالاخره د افغانستان او دسيمې ويش ته زمينه برابره کړي.
 
اخځايونه:
·        دايره المعارف ناسيوناليزم ( الکساندر ماتيل)
·        افغانستان در مسير تاريخ ( مير غلام محمد غبار)
·        افغانستان تاريخ او خپرونې (دکتور حليم تنوير)
·        روابط سياسي افغانستان و ايران درقرن بيستم ( وحيد مژده)
·        بلوچستان (سلطان محمد صابر)
·        د ولس مل ژوند، سياسي هلې ځلې او خاطرې ( محمد حسن ولسمل)
·        دهه قانون اساسى (صباح الدين کشککي)
·        رد پاي فرعون ( رزاق مامون)
·        د ويسا ورځپاڼې بيلابيلې ګڼې
·        دسرنوشت ورځپاڼه
·        پان ايرانيزم (  ويکپيديا)
·        پان ترکيزم ( پان ترکيزم)
·        د باګرام اوونيزه
·        سبقت جويي ايالات متحده امريکا براي دستيابي به بحيره کسپين ( س. ژيلوف)
·        جنگ افغانستان مقدمه تشکيل (( آسياي بزرگ)) است
·        طرح تجزيه افغانستان بر بنياد چه اهدافى ( دکتر صاحب نظر مرادي)
·        نفوذ ترکيه در افغانستان ( عمر زاهدي)
·        ديپلوماسي فعال و چند بعدى ترکيه در تئاتر بين المللي (ايمل خان فيضي)
·        د پرمختللې کماليستي ترکي جمهوريت پان ترکي اسلاميزم او سيکولريزم ( سراج الحق ببرک زى ځدراڼ)
·        جعفر عطايي _ آريا نټ
·        از ترکيه تا ترکستان شرقي ( ډاکټر محسن شريعتي نيا)
·        جنگ شانه به شانه غربي ها و امپرياليزم داخلي برعليه تاجيک ها در افغانستان ( ابومسلم خراساني) کوفي ويب پاڼه
·        افغانستان و خطر زرد ( دکتور افشار يزدي)
·        خدمتګار ورځپاڼه
·        مدال صلح براى مجاهد تاجيک ها (ميهن صمدي)
·        مثلث فارسي ( فخرالدين خال بيک)
·        پسرلى (له شمال څخه خپريدونکې درې مياشتنې مجله)