نوم مې دې هېر دی

نجيب منلی
کله کله چې ورځ ماښام ته ورسي سړي ته تاو ورشي چې کاشکې سهار مې له بالښته سر نه وای جګ کړی! په یوه ورځ کې سړی له ځانه او له جهانه دومره خوابدی شي چې مه یې پوښته.
دا څو ورځې مې کمپیوټر ناروغ و، دوتر کې خو بې له هغې هم سړی له سړي توبه وځي یوازې سرکاري کارونه وي، هغه هم نیم وللي نیم.... نو ما هم د تاند تر کوڅو سر نه و ورښکاره کړی. پرون بیا چې کمپیوټر له عملیاته ژوندی راووت، د خناس په وسواس مې تاند ته سر ورښکاره کړ او د ژبې بحث ته ورغلم. له ما دې څوک وپوښتي چې دلته دې څه کار؟
اول خو مې په دې خوا بده شوه چې استاد شپون راباندې داسې تور لګولی و چې یوه چکۍ سابون (که په ص یې هم ولیکﺉ) هغه نه شي زایلولای. ما ورته د بل چا یو پیغام فارورډ کړی و او ده، نه وړي، نه راوړي، ټوله خبره یې پرما تپلې وه. بیا یو بل بحث ته ورغلم. دلته مې خوا نوره هم شنه شوه. تر پرونه مې داسې فکر کاوه چې فرانسوي ژبه مې، زده څه چې، ښه زده. لیکنې پرې کوم، شعرونه په کې جوړوم، ویناګانې پرې کوم، راډیوګانو او تلوېزیون کې پرې لګیا یم او که دروغ یې و نو بولئ اکثره فرانسوي الاصله دوستان او یاران هم کله کله د ژبې د نازکیو په برخه کې راسره مشوره کوي. هغه د مکتب د کتاب د کیسې د استاد په څېر زه هم دومره ډاډګیرونو پوره باوري کړی وم چې په فرانسوي ژبې هغه د چا خبره حاکم یم. له روسي ژبې مې شاوخوا درې نیمې لسیزې مخکې پلو پورته کړی و، بیا مې چېرته لیکلي وو چې اشنایي ورسره لرم نو یو روسیې مېشتي افغان دوست راته په اېم اېس اېن کې څو کرښې روسي کتار کړه، ما یې په پښتو ځواب ورکړ او بیا مې له دغې بې څایه لاپې ځان وساته. په فرانسه کې چې وم د ژبپوهانو سره مې ناسته ولاړه درلوده، ګومان مې کاوه چې د غږ پېژندنې په عمومي اصولو او د لاتیني ژبې پر غږیز سیستم مې یو څه سر خلاصېږي. اوس پوه شوم چې دا هر څه «وهم است و خیال است و محال است و جنون». څومره مې چې ځان ته هیله کېده تاند ته په یو وار ورتګ نهیله شوه. په فرانسوي کې مې د «ږ» غږ و موند (څلوېښت کاله چې زه له دغې ژبې سره سروکار لرم دغه لعنتي غږ ځان راڅخه پټ کړی و) او د روسي «خره شو» په «خره ښو» بدل شو. د لاتیني ژبو فونیمیکي سیستم کورټ هغه څه ته ورته نه و چې ما ګومان کاوه.
خیر، له دې خبرو به تېر شو، اصل خبره په ادبي او هنري تخلیق کې د هستوونکي د پېژندګلو خبره وه چې استاد شپون یې د چلنج کولو تور په ما لګولی و. خدای پاک چې وغوښتل چې ملایکو ته قناعت ورکړي چې آدم د هغه خلیفه او د سجدې وړ مخلوق دی نو آدم ته یې هغه څه ورکړل چې پرېښتو ته یې نه وو ورکړي : « وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلاَئِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاء هَؤُلاء إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ » (او آدم ته یې ټول نومونه ورزده کړل، بیا یې هغه ملایکو ته وړاندې کړل، ورته یې وویل ددې شیانو نومونه راته واخلﺉ که چېرې تاسې ریښتوني یاست ) یانې څوک چې په نومونو پوهېږي په حقیقت کې د ځواک څښتن دی.
د انسانانو نومونه هم د نړۍ په بېلابېلو فرهنګونو او ولسونو کې په بېل بېل ډول کارول کېږي. په ځینو ولسونو کې د شخص نوم داسې یوه شتمني ده چې نورو ته یې ښول ځان د بل په واک کې ورکول ګڼل کېږي، په ځینو نورو فرهنګونو کې نوم د یو ظاهري کیفیت ښکارندویي کوي (لکه په لاتیني نومونو کې کلاودیوس Claudius د ګوډ په مانا دی او بروتوس Brutus د شډل او سخت زړي په مانا دی). زموږ په خپل هېواد کې هم د مشرانو او د حق د خاوندانو نوم اخیستل اسانه کار نه دی، ان تر دې چې یوه ښځه چې له واده وروسته کورته راشي نوم ورته بدلوي. د لقب استعمال هم یوه عامه خبره ده. په پخوانیو عربو کې هم شخص یا د مور او پلار په نامه یادېده، یا د زوی او لور.
په ادبیاتو او هنر کې له ډېر پخوا راهیسې د تخلص استعمال یو رایج کار دی او مستعار نوم هم ډېر کارول کېږي. که موږ د نړۍ د شلو لیکوالو یاد وکړو نو په غالب ګومان به په کې لس داسې وي چې خپل اصلي نوم یې پرته له کم شمېر متخصصینو نور ، څوک نه پېژني (ویلیام شکسپیر، ولتر، مولیر، ګورکي، ستندال، ژېرار دو نروال، حافظ، سعدي، فرخي،...) د مذهبي پوهانو او حتی صحابه کرامو په برخه کې هم همدغه خبره صدق کوي. په افغانستان کې چې د شلمې پېړۍ په دوهمه نیمایي کې مطبوعاتو وده وکړه، د تخلص رواج عام شو خو هغه وخت یو تخلص د یو تن ملکیت ګڼل کېده او ان چې پر تخلصونو شخړې تر محکمو هم رسېدلې. د جنګ په کلونو کې چې له یوې خوا زاړه ارزښتونه تر سوال لاندې راغلل، له بل لوري زموږ د ځوان نسل مالومات زموږ د معاصر او حتا زاړه فرهنګ په برخه کې د نشت تر حده راټیټ شول او له بل لوري له غرب سره د تماس د زیاتېدو له امله د تخلص ضرورت عام شو نو هغه د دېرش کاله پخوا تشخیصوونکی تخلص هم د تاریخ یوه برخه شوه او که نن داسې پښتانه شاعران و پلټو چې نوم یې ګل پاچا دی او الفت تخلص کوي نو خامخا به څو تنه ومومو.
په دې شرایطو کې ولې زموږ ګڼ شمېر ځوان ادیبان، کره کتونکي، لیکوال او حتی لوستونکي له مستعارو نومونو سره دومره حساسیت ښیي؟
زموږ پر خلکو د خدای یوه پېرزوینه دا هم ده چې هیڅوک راکې ځان تر من کم نه بولي، که څه هم نور ورته د «نخود کدر» ارزښت هم نه لري. دا یوازې طلبای کرام نه وو چې د «نکیر منکر» کېبل په لاس ګرزېدل، دلته چې هر چا دوه خبرې زده کړې نو که «امربالمعروف» ته یې چندان تابیا نه راځي «نهی عن المنکر» کې خو هېڅ کمی نه کوي. زما نیا ته دې خدای ، له ټولو مسلمانانو سره، اته واړه جنتونه ور په برخه کړي موږ ته ویل «چې بل ته یوه ګوته نیسې نو څلور به دې ځان ته وي» خو زموږ خطیبانو او لارښوونکو چل زده کړی، که واعظ پر منبر ولاړ وي نو ډېر کم به یې وینﺉ چې حاضرو سامعینو ته یوه ګوته ونیسي، په پوره خپړه یې مخاطب کوي، یانې پینځه واړه ګوتې یې ناستو کسانو ته وي، ځان ته اشاره نه کوي.
زموږ ادیبان او ادب پوهان هم دې ته ورته تمایل لري. له زرګونو کلونو راهیسې چې په ادب او هنر کې د ادبي او هنري اثارو پنځوونکي خپل د انانیت ذوق مهاروي، د بدل نامه ترشا درېږي نو لومړۍ انګېزه یې دا وي چې نه غواړي چې د اثر په اړه قضاوتونه د ده شخصیت اغیزمن کړي یا د ده په اړه عام قضاوت د ده اثر تر سیوري لاندې راولي. دا چې بیا وروسته د هغوی پنځونې دومره اهمیت پیدا کړي چې فرانسوا ارویت د ولتر تر سیوري لاندې ورک شي ، رومن کاچیف یو ځل د رومن ګاري په نامه د فرانسې د ادبیاتو تر ټولو مهمه جایزه (چې یو لیکوال ته دوه ځله نه شي ورکول کېدای) خپلوي او بل ځل یې د ایمیل اژار په نامه اخلي، الکسي ماکسیموویچ پېشکوف د ګورکي په نامه نړۍوال شهرت مومي او د انګلیسي ژبې ادب اوس هم د شکسپیر له اصلي نوم سره نا اشنا دی، بېل بحث دی.
په پښتو ادب کې لنډۍ هغه ادبي صنف دی چې د بیان او هنري تخلیق ازادي یې تر اسمانه رسولې خو کم څوک به د لنډۍ د جوړولو دعوه په زغرده وکړي (د ګوتو په شمېر څو کسان داسې شته).
ما هم په پیل کې خپل شعرونه په بدل نامه چاپول، اوس دغه نوم صدیق الله بدر رسوا کړ، خو کله مې چې په یوه محفل کې له هغو پخوانیو لیکنو یوه ادبي نقد ته وړاندې کړه بله ورځ راباندې په یوه مجله کې د ادبي سرقت تور لګېدلی و.
له مستعار نوم سره زموږ د ادب پوهانو حساسیت د ځینو کره کتونکیو له خوا په دې نامه توجیه کېږي چې ګواکې بیا به په راتلونکې کې د ادب د تاریخ څېړونکو ته ستونزه پیدا کړي. دا کوم بد شګوم دی چې هغه څه چې د نړۍ ټولې ژبې ورسره مخ دي او د ستونزې په سترګه ورته نه ګوري له پښتنو ادب پوهانو سره یې دومره ډار پیدا کړی دی؟ شاید زموږ د ادبي تاریخ لیکونکي پر ځان او پر خپلو اخلافو دومره باور نه لري چې تاریخ لیکنې ته دې د یو ټولنیز علم په سترګه وګوري او په دې جمله چې «پلانی هم د پښتو ادب یو ځلانده ستوری دی چې ژوند یې د تاریخ په تیارو کې پټ دی او یوازې یو بیت یې تر موږ رارسېدلی دی» بسنه و نه کړي. که له دغې پلمې ورتېر شو، له مستعار نامه سره زموږ د کره کتونکو او ادب پوهانو دښمني پرته له دې چې څرنګه د نورو افکار او انګېرنې تر کنترول لاندې راشي بل کوم دلیل درلودلای شي؟
ګوندې د تاند په لوستونکیو کې څوک وي چې دغه موضوع روښانه کړي.