ارمان

څوګ به څېړۍ وه، څوګ به لمنځه وه، مماڼه به وه
دلته ګورګوره او پلوڅه او د صبر ونه
هلته سنځله، دې خوا وله له اوبښتې سره
چا به وژ لېچې په بخمل کې نغښتې
چا به په ګوتو کې اغزي ګرزول
پاس یې د پاڼو چتر
تر شنه اسمان لاندې رنګ رنګ پړونو
د بوډۍ ټال جوړاوه
لاندې پر ځمکه
راتویو شوو د لمر وړانګو به هم
د ستارو په شانته
د شنو وښو پر لمن پړک وهلای
هلته لږ لېرې د اوبو سندره
د رنګارنګ مرغیو شور سره مله

کاشکې چې نجونې په ځنګل لویېدای
ما به هم باد غوندې د هرې یوې
د څڼو وږم
ځان سره هره خوا وړ
زه به هم باد غوندې له هرې یوې
جلا جلا تاوېدم