ويډيو: چين کې يوه ناوې زوم په ځنځيرونو تړلی واده ته راکش کوي

په انټرنيټ کې يوه خپره شوې ويډيو، په چين کې يوه داسې غوسه ناکه ناوې ښيي، چې هغه زوم چې پخپل وخت واده ته نه دی حاضر شوی، په ځنځيرو تړلی يې په کوڅه راکش کوي او په داسې حال کې چې خلک يې ننداره کوي، په لوړ آواز سره ښکنځلې هم ورته کوي.
که څه هم دغه ويډيو ډيره کتل شوې، خو زیاتره خلک شک کوي، چې دغه به له مخکې جوړه یوه سناريو وي، چې کیدی شي موخه به يې د کوم څه اعلانول وو.