په هارورد پوهنتون کې له دريو برخو جوړو ماغزو ته وده ورکړل شوه

له روسي منابعو څخه
 
په هارورد پوهنتون کې متخصصين د داسې زښتو پېچلو ماغزو په جوړولو بريالي شوي دي چې د دريوو خپلواکو برخو څخه جوړ او د دې درېواړو برخو تر منځ د عصبي ژونکو اړيکې ټينګېدلای شي . هره برخه له بلې څخه، هم په دندو او هم په حجروي جوړښت کې توپير لري .
په هارورد پوهنتون کې دغه روزل شوي ماغزه د ژوندي ارګانيزم په څېر له دريو برخو تانسلونو، هايپوکامپوس او کورتيکس څخه جوړ دي .
د مصنوعي ماغزو د جوړولو په موخه پوهانو مخکې تر مخکې، لا په لومړي سر کې پر عصبي ژونکو د پروټيینو پر ځای ځايګي ، د ژونکو په ميتابوليزم او همدارنګه د عصبي ژونکو د ((برقي هدايت)) په خاصيت ځانونه وپوهول . وروسته يې بيا هغه بدلونونه تر څار او څېړنې لاندې ونيول چې په عصبي ژونکو کې يو له بله سره د اړيکو د ټينګولو او پوهاوي پر مهال پېښيږي .
د دغې موخې د ترلاسه کولو لپاره په يوه بېله شوې برخه کې همډوله عصبي ژونکې وکرل شوې . وروسته بیا د عصبي اړيکو د جوړېدو د مخنيوی لپاره همدغه بېله شوې برخه، لېرې کړای شوه.
د تجربې په بهير کې ، دا ژونکې د نورو برخو له ژونکو سره د اړيکو له موندلو وروسته، له پام وړ بدلونونو سره مخامخ شوې .
د لارښود متخصص او د دغې څېړنې او سروې د مولف بن ماوز په وينا؛ » کله چې د يوې برخې عصبي ژونکې د بل ډول عصبي ژونکو سره نښلي نو له پام وړ الکتروفيزيولوژيکي بدلونونو سره مخامخيږي چې دا بدلونونه په ټوله کې د ماغزو جوړونې بهير ته هڅونکی ځواک بخښي . د ماغزو دغه موډل موږ ته دا لار پرانيزي چې د ماغزو د دغو برخو يو پر بل د اغېز اړوند عصبي ناروغۍ په ګوته کړو. «
د مصنوعي ماغزو د پوره کار ښودنې لپاره څېړونکي فنساکليدين هايدرکلورايد phencyclidine hydrochloride دوا کاروي . فنساکليدين هايدرکلورايد phencyclidine hydrochloride د شيزوفرينا ناروغۍ د نښو د پارونې په پار کارول کيږي .
د دې تجربې په بهير کې دوی په دې وتوانېدل چې په ځانګړو برخو او د دوی ترمنځ اړيکو يې د دغه درمل اغېز وازمايي .
دغه ټولې لاسته راوړنې څرګندوي چې مصنوعي ماغزه د عصبي او رواني ناروغيو ، په مخدره موادو روږديتوب او د دماغي ضربو څخه د پېښو شوو ناروغيو د مطالعې او څېړنې لپاره ښه وسيله ده .