ليکوال : ولاديمير کوزنيڅوف
ژباړن : ډاکتر جمشېد سمون
د طبابت نړۍ تل پر خپل ځای ولاړه نه ، بلکې د پراختيا په حال کې ده.
په پرلپسې ډول د ژوندانه د کيفيت د لوړونې لپاره د ژغورنې او درملنې نوې تيکنالوژۍ، د تشخيص نوې لارې چارې او وسيلې منځته راځي.
تېر ۲۰۱۶ زېږديز کال هم ، په طبي او روغتيايې ساحه کې له بېلابېلو پېښو (پرمختګونو) بډای کال و چې په لنډه توګه يې تر ټولو په زړه پورې او مهمې پېښې او لاسته راوړنې ستاسې درانه حضور ته وړاندې کيږي :
۱- سټيم سيل ( بنيادي ژونکه ) :
په دې وروستيو کې به داسې کال نه وي چې په ټوله نړۍ کې دې سټيم سيل د پوهانو د بحث او څېړنې لاندې موضوع نه وي ګرځېدلې . په ۲۰۱۶ ز کال کې هم دغه موضوع پوره په زړه پورې وه . په دې برخه کې ډېرې پروژې بشپړې او تجربې ترسره شوې . مصنوعي بنيادي ژونکې (Artificial Stem Cells) هم جوړې شوې چې په راتلونکي کې به ډېره ګټه ترې اخيستل کيږي خو د اوس لپاره ترې تر ټولو اغېزمنه ګټه د درملنې په موخه ده . د کال په پيل کې پوهان د لومړي ځل لپاره بريالي شول چې د يو شمېر رنځورانو په فلجو شوو پښو کې دغه ژونکې ( حجرې ) کښېنوي .
د سټينفورد پوهنتون په دغه تجربه کې اتلسو تنو چې عمرونه يې له ۳۳ څخه تر۷۵ کلونو ول ، برخه اخيستې وه چې ټول يې کلونه له تجربې پخوا ، د انسولټ له کبله له فلج څخه ځورېدل .
په دغه څېړنه کې ډاکترانو د ماغزو په زيانمنوبرخو کې بنيادي ژونکې Stem Cells ورپيچکاري کړې. د لومړۍ مياشتې په جريان کې د ټولو ناروغانو د حسي او حرکي دواړو فعاليتونو په درملنه کې مثبت بدلون پيل شو. د کال په پای کې د څېړنې ځينو برخه والو ناروغانو وکولای شول چې د اوږدې مودې لپاره بايللې دندې ، بېرته ترلاسه او په پښو ودريږي .
۲- له شکرې ( ډيابټ ) ناروغۍ سره مبارزه :
د کنترول له وړتيا سره سره، شکره ناروغي لاهم يوه بې علاجه ناروغي پاتې ده . پوهانو په دې کال کې د خنزير( خوک) د پانکراس د پيوندولو له وړانديز سربېره، په يوه داسې پلستر باندې کار وکړ چې په وينه کې د ګلوکوز کچه به کنترولوي او آن د مصنوعي پانکراس د تجربو لړۍ يې په بريا پرمخ بېولې ده .
خو تر ټولو مهمه پېښه زموږ له انده ، د وينې د ګلوکوز د کچې د بدلون په مقابل کې د حساسې مصنوعي ژونکې جوړول دي . له دې ژونکو داسې يو ځانګړی پوښ يا کپسول راتاو شوی وي چې په وينه کې د ګلوکوز د غلظت د بدلون په ځواب کې د انسولينو د ورخوشې کولو وړتيا لري . که څه هم چې دا طريقه د اوس مهال لپاره يوازې په موږکانو کې ازمويل کيږي خو په پام کې ده چې په راتلونکي ۲۰۱۷ ز کال کې به د انسانانو په ګډون، په پراخه کچه څېړنې ورباندې وشي .
۳- د چنګاښ ( سرطان ) د درملنې نوي ميتودونه :
د سرطان د ناروغۍ درملنه په پرلپسې ډول ترڅېړنو لاندې موضوع ده .
يوه تر ټولو (( ټکنالوژيکه)) څېړنه يې د ګرافينو (Graphene) د کارونې مېتود دی ، خو اوس مو خبره د دغه مېتود په اړوند نه ده . د درملنې د نوو لارو چارو څخه په ګټې اخيستنې ، ډاکتران د ۹۰ سلنې هغو ناروغانو په درملنې بريالي شوي دي چې د وينې له سرطانه (لوکيميا) رنځېدل او په دغه څېړنه کې يې برخه اخيستې وه. په دغه څېړنه کې د ناروغانو له وينو څخه سپین کريوات ( لوکوسايټونه ) تجريد او وروسته له ځانګړو بدلونونو يې بېرته د ناروغ د وينې جريان ته وروګرځول . له تجربې لاندې لس سلنه ناروغانو کې دغه وينه بې پايلې او رد شوه خو په لويه برخه ناروغانو کې د ناروغۍ د له منځه وړو سبب شوه .
۴- مصنوعي پوستکی:
پرته له شکه، پيوندپوهنه(ترنسپلانتولوژي) یو له هغه برخو څخه ده چې د بدن د ځينو غړو په مصنوعي ډول د ممکنه ژر جوړېدو لپاره ورته هيله من يو.
په تېر ( ۲۰۱۶) زېږديز کال کې د مصنوعي غړو لکه د غوښو(عضلاتو) او عصبي ژونکو د جوړېدو په لار کې ګامونه اخيستل شوي دي، خو لا هم ځينې نیمګړتياوې لري . د بېلګې په توګه ؛ د جوړولو(توليد) بيه يې ډېره ګرانه ده چې عام استعمال يې ټکنی کوي. خو دا دی په چيلي کې پوهان په ټيټه بيه د مصنوعي غړو په جوړولو لاسبري شوي دي. هغوی له اوبړيو ( الجي ) څخه داسې مصنوعي پوستکي جوړ کړي دي چې رديږي هم نه . لا نه ده مالومه چې په ۲۰۱۷ کال کې د پلان شوو تجربو بريا به، په کاسميتولوژۍ او د بيا احيا کولو په طبابت کې کوم نوی لرليد پرانيزي او که نه ؟
۵- د ځانخوړنې(Autophagy) د ميکانيزم په کشف، د نوبل جايزه :
روښانه خبره ده چې د پوهې په نړۍ کې له سترو سترو پېښو هيڅوک سترګې نه شي پټولای ، خبره د نوبل د جايزې ده .
په تېر ( ۲۰۱۶) زېږديز کال کې د طب او فزيولوژۍ په برخه کې د نوبل د جايزې له وړونکو څخه يو هم د توکيو د ټکنالوژۍ د پوهنتون پروفيسر ښاغلی يوشينوري اسومي Yoshinori Ohsumi و چې د ځانخوړنې(Autophagy ) د ميکانيزم د کشف له کبله په دغه معتبره جايزه ووياړل شو .
پروفيسر يوشينوري اسومي د ژونکو د زيانمنو اجزاوو د شنډولو او له منځه وړلو بهير وڅېړه او تشريح يې کړ.
د دې لاسته راوړنې په برکت به » له دننه څخه د وجود د پاکوالي «او بیا ځوانولو له لارې ؛ د ژوند په کيفيت کې د پام وړ ښه والی راشي. د دغو لاسي مانورونو او ګوتوهنو په جريان کې ممکن د ژوندانه په اوږدېدو کې نور د پام وړ زیاتوالی هم راشي.
وروستي