د  جنوبي کوريا  پوهانو له چونګاښ (سرطان) سره د مبارزې په موخه د سپینو کريواتو ( لوکوسايټونو ) ځانګړي میکروبوټونه جوړ کړي دي

ليکوال : ولاديمير کوزنيڅوف
ژباړن : ډاکتر جمشېد سمون
      پوهان کله کله معجزې کوي داسې نوي کارونه (اختراعوې) کوي چې نه يوازې د جوړولو په خبر يې هک پک پاتې کېزو، د جوړولو څرنګوالی او لارې چارې يې هم زړه ته نه لويږي . د بېلګې په توګه، هيڅکله فکر يې هم نه شم کولای چې داسې ميکروبوټونه Microbots دې جوړ شي چې پکې دې د وينې سپينو کريواتو ته میخانیکی بدلون ورکړل شي. خو د جنوبي کوریا په چنم نومي ملي پوهنتون ( Chonnam National University ) کې د پوهاند پارک سوک هو تر مشرۍ لاندې د څېړونکو يوه ډله نه يوازې دا چې د دغسې ميکروبوټونو Microbots په جوړولو بريالۍ شوې ده بلکې سپین کريوات يې له چونګاښ سره په مبارزه "پوهولي" هم دي.
      په نړيواله توګه دغه بېساري کوريايي ميکروبوټونه کولای شي چې د غټوکولمو، ګېډې (معدې)، تييونو، ينې او پانکراس له هر ډول چونګاښيزو ( سرطاني ) دانو سره په اغېزمنه توګه مبارزه وکړي.
      له دې سره سره چې له ژونديو سپینو کريواتو څخه د ميکروبوټ جوړول به يو څه خارق العاده برېښي، خو د جوړونې بهير يې خورا ساده دی . څېړونکي د لوکوسايټونو او مکروفاژونو د "خوراک" له طبيعي تومنې ( ځانګړنې ) څخه په ګټې اخيستنې، د دوی لوړ شمېر په سرطان ضد دواګانو بار، د ډېرو کوچنيو ذراتو خوراک ته مجبوروي، چې په دې توګه له لوکوسايټونو څخه، "هدف ځای" ته د درملو د لېږد په وسيلې ، د درملو د څوچنده موثريت موخه تر لاسه کوي.
      د يادونې وړ ده، دغه ميکروبوټونه، له مقناطيسو ته غبرګون درلودونکو کوچنيو ذراتو (Nanoparticles substances reacting to a magnet) سره په يو ځای کېدو ، د مقناطيسې ساحې د درلودلو له کبله ، اړ ځای ته يې د لېږد لارښودنه او ((اداره)) هم شونتیا مومي.
دغسې څېړنې او تجربې پخوا هم ترسره شوې وې خو په تېرو تجربو کې يو غټ کمی دا و چې درملي ماليکولونو د سرطاني ساحې منځ ته، چېرې چې د خبيث ډوله سرطاني ژونکو ډېرښت او تکثر تربل هرځای هلته زيات دی، پوره نفوذ نه کاوه. نو له همدې کبله ، له مقناطيسي نانوذراتو څخه په ګټې اخيستنې ، د بهرنۍ مقناطيسي ساحې د مستقيمې اغېزې او لارښودنې لاندې ، سترخواره (مکروفاژونه) او سپين کريوات ، د سرطاني ساحې هرې برخې ته چې مو زړه وي ، رسولای شو .
     نو په دې توګه ، د ميکروبوټونو په بڼه د معافيتي ژونکو کارونه ، هم مهاله د سرطاني دانو د درملنې دواړه ډوله کيميادرملنه او معافيت درملنه ترسره کيږي چې اوس مهال له چونګاښ سره د مبارزې تر ټولو اغېزمنو لارو څخه ده .