ولې مو پر نورو نه لورېږي؟

خپله به یې خواري کړې وي، زحمت به یې ګاللی وي، کړاوونه به یې زغملي وي او ځان به یې تر یوه ځایه رسولی وي؛ خو نه مو پرې لوریږي.
خبره تر څه حده فطري هم ده. خو که له دیني او ټولنیز اړخه یې وارزوو، په نورو نه لورینه، سمه خبره نه ده. نه په کوم دین کې شته، نه په کوم مذهب کې.
ددې پر ځای چې پرمختللي [ چا چې ځان یوې څوکۍ ته رسولی] ته نیت بد کړو او په یوه ډول ورسره کینه وساتو، ښه داده چې خپله ځان زهیر کړو، زحمت وګالو او د هغه تر څوکۍ هم ځان لوړ کړو، خو نه دا چې  د هغه کړی پرمختګ مو پرې پېرزو نه شي.
که د چا پوهه ډېره وي او که د چا شتمنۍ ډېره وي؛ په دواړو مو پیرزو نه ده.
شتمني خو په هر صورت؛ له هرې لارې یې چې لاسته راوړې وي، خو پوهه، بیا یوازې د یو چا د خپلې خوارۍ پایله ده. [دواړو ته نیت بدول ښه کار نه دی]
ښايي یو چا په ډېرو سختو شرايطو کې علم کړی وي. شاید په داسې حالت کې یې زده کړې کړی وي، چې لوږه یې تېره کړې وې، سختۍ یې ګاللې وي او کړاو یې زغملی وي، ځان یو ځای ته رسولی وي او بیا موږ ورته نیت بدوو.
په پورته کرښو کې هم یاده شوه، ښه خبره داده چې خپل خواري وکړو او ډېرې هڅې وکړو، څو د خپلې روښانه راتلونکې له پاره ځان ورسوو. نه دا چې د بل پرمختګ مو پرې پیرزو نه شي.
په دې سره به نو نورو ته مو نیت هم نه وي بد شوی او خپله به هم یوه ښه ځای ته رسېدلي یو. [لوړې څوکۍ ته]