د ملي یووالي حکومت ولې کارنده نه دی!؟

د هېواد په لر او بر کې خلک او د ټولنې هر پاړکی د ملي یووالي حکومت پر مشرانو نیوکې کوي.
وايي؛ د دوی په حکومت کې، ناامنۍ ډېرې شوي، بې روزګاري ډېره شوې، د خلکو اقتصادي وضعیت خبراب شوی او په دولتي ادارو کې د فساد کچه هم د تېر په پرتله خورا لوړه ده.
په حقیقت کې رښتیا هم همداسې ده. د هېواد په لرو پرتو سیمو سربیره، پلازمېنه او د ولایتونو مرکزونو کې هم ناامنۍ دېرې شوي او خلک له سخت کړاو سره مخ دي.
له دې ټولو سره سره، د اوسني حکومت د لاسته راوړنو خبرې هم کمې نه دي. د حکومت د مشرانو او چارواکو خبره دا وي، چې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي.
د حکومت چارواکي وايي، د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزې راکړې ورکړې تړونونه شوي، د افغانستان ځان بسیاینې له پاره، بنسټیز کارونه شوي...
د حکومت دې خبرې په اړه د خلکو نظرونه هم سره ویشلي. ځینې وايي، رښتیا هم حکومت لاسته راوړنې لري او کارونه یې د پام وړ دي، خو یو شمېر بیا د حکومت دا خبره د شعار تر حده بولي.
خو چې خبره هر څه وي:
غواړم پر دې ولیکم، چې د ملي یووالي حکومت ولې کارنده نه دی!؟
تر کومه چې د حکومت د دواړو مشرانو (ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله) په اړه د هغو کسانو خبرې دي، چې دا دواړه سري ښه پېژني.
وايي؛ دواړه داسې څوک دي، چې هېواد ته د چوپړ جدي نیت لري، په فساد کې ښکېل نه دي، کاري وړتیا لري او هغوی چې فساد کوي او دنده کې ناغیړي کوي، اصلاً نه غواړي په څوکیو یې پاتې شي او کار وکړي.
خو ولسمشر او اجراییه رییس ته نږدې کسان تر ډېره داسې کسان دي، چې ډېری یې په فساد کې ښکېل دي، د کار اراده نه لري او خپلو شخصي موخو له پاره یې، دې دواړو ته ځانونه نږدې کړي او د حکومت د پاتې راتلو، یوازینی لامل هم، همدا خبره ده.
هېواد کې د اوسنیو ننګونو یو حل لار همداده، چې ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله ته نږدې کسانو کې سمون راشي او پر ځای یې هغوی شي، چې د افغانستان ولس ته ژمن کسان وي.
که داسې وشي، ښايي اوسنیو ته ستونزو ته، تر ډېره حل لار موندل شوې وي.