د سهار نږدې اته بجې وې. زه د سړک پر غاړه، موټر ته په تمه وم. د پولیسو رنجر موټر په بېړه بېړه هارنډونه کړل، چې شخصي موټرې لار ورته پریږدي.
شخصي موټرې د سړک غاړې ته شوې. حرکت یې ورو کړ.
د پولیسو موټر تېر شو. ورپسې موټر یې لوی بس و. له کسانو ښه ډ ک. لوی بس پسې، د پولیسو بل رنجر و. رنجر پسې بیا بل لوی بس موټر.
لویو بسونو کې چې کسان ناست وو؛ شیشو ته یې پردې وي.
بسونو کې ناست کسانو باندې له شیشو د باندې کتل، بند و.
خو، هغوی به د بس شیشو ته لګیدلې پردو څخه دباندې کتل؛ لکه هسې مرغۍ چې په پنجره کې وي او د باندې د وتلو اجازه نه لري.
هو! دې بسونو کې سپاره ټول بندیان وو. پولیسو، د دوسیو يې څېړنې له پاره، څارنوالۍ ته روان کړي وو.
پولیسو ډېر جدي پام پرې کاوه. هم د پولیسو او هم د بندیانو موټرې، ډېرې په چټکۍ روانې وې.
په یوه شېبه کې به د سړک پر غاړه د ولاړو له سترګو پناه کېدل.
راسره مې وویل، دا خو سمه ده چې مجرم ته باید سزا ورکړل شي. خو په بسونو کې ناستو بندیانو مې زړه ودردید.
دوی له موټره د باندې داسې کتل؛ چې په ازاده فضا کې یې ژوند کول، ښايي یو ارمان وي. حالت یې داسې و، لکه کوم چاته چې ډېر اړمن وي، ناچاره او بې وسه.
وروستي