
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې چې په ورستیوو کې د ډاکتر عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ د ترسره شوې تفاهم لیک پراساس پکې د اصلاحاتو په نوم پکې نوي ۷ تنه کميشنران ځای پرځای شول اوسمهال په حکومت کې دځینو کړیوو د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش او اجرایه ریس لخوا د دارلانشاء ریس په ټاکنه کې تر سخت فشار لاندې دی.
د ټاکنو کمېسيون څه باندې یوه میاشت د مخه د درالانشاء ریس دټاکلو لپاره دټاکنو قانون د۱۰ او ۲۲ مادو سره سم شفافه پروسه پرمخ یوړه چې د ۷۶ تنو نوماندانو لخوا ۲۵ تنه انټروي ته وړ وپیژندل شو او بیا وروسته له دې کسانو ۹ تنه وړ او زیاتو نومرو اشخاص د طرحو لپاره کمېسیون ته وروبلل چې بلاخره کمېسیون دټاکنو قانون د۲۲ مادې دریم بند له مخې ۳ تنه ولسمشر ته وړاندیز کړل چې دا مسله تراوسه په حکومت کې دناندرو او خنډونو سره مخ شوې او په لویه کې سرور دانش او ډاکتر عبدالله او دولسمشر غني په ټیم کې هم ځیني کسان چې ولسمشر سره لس کلنه ملګرتیا نلري هڅه کوي د نوموړو درې تنو پرځای لیست ته د خپلې خوښې وړ کسان ور ننباسي او همدا سبب شو چې په ارګ ماڼۍ او سرور دانش په دفتر کې کمېسیون غړي زیاتو مجلسونو ته ور وبلي او له هغوي څخه د نورو کسانو د لیږلو غوښتنه وکړي او یو ډول فشار پرې راولي.
دبلې خوا ډاکتر عبدالله په کمېسیون کې خپلو سیاسي ملګرو په مټ هم پراخه هڅه وکړه ترڅو خپل ملګري زیات کړي چې بلاخره د کب په ۸ نېټه په کمېسیون کې دکميشنرانو ترمنځ بحث صورت نیولی او دحکومت په فشارونو يې ۶ تنه نورکسان د پخوانيوو درې کسانو دتاید ترڅنګ د کمېسیون دمرستیالې بادغیسۍ په لاسلیک مکتوب ارګ ته لیږلی او د کمېسیون ریس نجیب الله احمدزي دنورو ۶ تنو د معرفي کولو مکتوب دلیږلو په اړه خپل مخالفت په مخامخ لیدونو کې ولسمشر، دویم مرستیال سرورد دانش، ډاکتر عبدالله او د کمېسیون غړو سره ښودلی دی.
د کمېسیون د مرستیالې بادغیسۍ لخوا ارګ ته په لیکل شوي مکتوب کې چې د کب په ۸ اتمه د۷۴۱ شمیره لري لاندې ټکي دیادولو او بحث وړ دي.
حکومت کې په ټاکنیزو کمېسیونو باندې خپله فشارونه په عمل کې کم نه کړي او دهغوي خپلواکۍ ته ارزښت ورنکړي نو راتلوونکو ټولو ټاکنو قانونیت، سراسریتوب، خپلواکي او روڼوالی تر پوښتنو لاندې راولي او خدای مکړه یوځل بیا به دا د ولسواکۍ تمثیلوونکي ارګان به د حکومت ا وسیاسي شخصیتونو د بزکشۍ میدان په توګه وګرځي.