
انسان دپیدایښت وروسته اند تر مرګه پورې په خپل ژوند کې هرډول خوښۍ،بدبختۍ،خفګانونو او لوړې او ژرې ګوري چې دهدفمند انسان ته ښايي چې دهر ډول حالاتو پر وړاندې مضبوط دریدل دپياوړي انسان ځانګړنه خپله کړي
په نړۍ کې ډير وګړي اوسیږي هریو افلاطون او سکندر نه وي خو هغه کس چې دخپل راتلوونکي لپاره ښه هدف او لرلید ولري لرې نده چې دسترو انسانانو ځانګړنه او ځای خپل کړي.
که څه هم دغه چاره په افغانستان کې فرق کوي خو داسې وخت راتلوونکی دی چې واقعیتونه به څرګند، په خاورو او ایرو کې پراته لالونه به د ځمکې مخ ته را ووځي. جعلي شخصیتونه او اتلان به محکوم او ریښتني اتلان او خدمتګاران به څرګند شي.
امان الله غازي چې دهېواد لپاره یې ستر پروګرامونه درلودل او هېواد ته یې خپلواکي ورکړه خو په همغه وخت کې دځينو مغرضو ملایانو لخوا پرې د کفر ټاپه ولګیده، خو اوس یې په نوم ټول هېوادوال فخر کوي.
امیر عبدالرحمن دکاکاتوب او جدیتوب خبرې د هرچا تر خولې اوریدل کیږي خو هزاره یې پدې ملامتوي چې دوۍ ته یې دحق نه زیاته ونډه نه وه ورکړې خو هغه ورځ یو ملګري خبره کوله چې دکریم خلیلي زوی دامیرعبدالرحمن قبر ترمخې تریده دعاء یې وکړه( خدا غرق رحمت کنه، یک امیر عبدالرحمن خان دیګر ضرورت است)
شهید داودخان چې دشاهي نظام ته یې دپای ټکې دتل لپاره کیښود دهېواد جوړونې فکرونو او پروګرامونه یې په لاره و اچول خو بیاهم کمونیستيان او اخوانيانو یې مخالفت وکړ چې بالاخره دشهادت جام ته یې لبیک و ویلو، خو نن کومې ملي پروژې ته چې ورنژدې کیږي دشهید داود خان نوم ور پورې تړلې دی ، که چپيان دی او که راستیان ټول یې په ښه نوم یادوي.
ډاکتر نجیب الله که دخاد پروخت ډیر خلک له تیغه تیر کړي خو دجمهوریت پروخت یې دهېواد ژغورنې مفکوره تر ډیره بریده بریالۍ وه ، که دجهادی رهبرانو خپل منځي جګړو انځور هرچاته په فکر ورځي نو ددې ټولو څخه ډاکتر نجیب الله بریالی راوځي.
طالبان که هرڅومره داصلاح او دتیرو تیروتنو باندې خط کش کړي خو ټول افغانان یې دغه د سر زورۍ او وچه کلکه مفکوره ورسره هیڅکله نه مني.
کرزی لالا که هرڅومره دبیان دازادۍ او ولسواکۍ شعارونه زمزمه کړي خو عام ولس او ډيری خاموش اکثریت دده دمصلحتونو ښکار شو، کرزی صیب که دملي مشارکت او ملي توب چغې او نارې هرې خواته و وهي خو دشمالي ټلوالې او هزارګانو څخه بله نتیجه ترې لاسته نه راځي.
هغه پښتون مشر دی سر وخوري چې دد واک تر سیوري لاندې د ډیری خاموش اکثریت په مرۍ د وحشت او ظلم چاړه ایښودل شوي وي او دغه قوم پکې خوار او زار وي.
هغه اصلاحات او فرمانونه دی بلا پسې شي چې پکې دسیاسي، حزبي، قومي او مغرضانه اړیکو پربنسټ ځیني خلک دلنډ وخت لپاره خوشحاله، ریښتیني مسولین پکې محکوم ، سر زوري، ښکرور،یاغي باغي، فساد کې ښکیل او بې سواده مسولین او والیان پکې نور هم وستایل او چاغ شي.
سیمه ایز ارګانونه که دفساد د له منځه وړلو فکر او هوډ ورسره وي نو ولې د والیانو، ښار والانو او ولسوالانو څخه دپیسو را ټولولو دلالان ګومارلي دي؟؟؟
سیمه ایز ارګانونه دجمهوري ریاست په سلاء او مشوره د۴۵ ګڼه فرمان دښه تطبیق په موخه په هېواد کې لا زیاته دفساد زمینه برابره کړه او خپل جیبونه یې وپړسول.
تاسو قضاوت وګړئ چې معلم عطاء، ډاکو شیرزی،بې سواده سالنګی، ټوپک سالار جګدلک او ددې امثال به ډير په فساد کې ښکيل، ناکامه او کمزوري و که دهلمند والي ګلاب منګل او د وردګو والي حلیم فدایي چې داوړه ګوښه شول؟؟؟
هغه چې ټولو ته معلومه ده او ولسونو پرې قضاوت کولای شي چې حلیم فدایي او ګلاب منګل په څير بریالي والیان نلرو او دلږ وخت وروسته به معلومه شي چې د وردګو او هلمند په څير ستراتیژیک ولایتونو کې به څه غوبل پيل شي چې د راتلوونکو حالاتو مسولیت به سیمه ایزو ارګانونو او جمهوري ریاست مصلحتي ادارې پرغاړه وي.
ددې څخه معلومیږي چې دغه نوي بدلونه د ښې حکومتوالۍ دپياوړتیا پربنسټ نه بلکې په سیاسي ملحوظاتو او سیاسي جوړ جاړيو شوي دي! په دغو ټاکنو کې جمعیت، محاذ،دعوت او تر ډيره بریده دمخلوطې ټلوالې کسان ګومارل شوي دي.
د باوري سرچینو په ویناء چې حکومت په لوې لاس په هېواد کې دناامنۍ کچه ورځ تر بلې پراخوي او د راتلوونکو ټاکنو دنه دایریدو په موخه دکرزي او دټلوالي او ځينو یادو سیاسي حزبونو ترمنځ داپریکړه شوې ده چې په هېواد کې پارلماني نظام په موقت ډول رامنځته چې حامد کرزی به د صدر اعظم او مارشال فهیم به جمهوري ریاست په ګدۍ کښیني.
حکومت دا ویره هم لري که حزب اسلامي په واک کې راګډ او یاهم شفافې ټاکنې صورت ونیسي نو داسې نه چې هرڅه دحزب لاسته ورشي.
د دغو باوري سرچینو په ویناء چې یو زیات شمېر نور تغیرونه هم د راتلو په حالت کې دي چې له امله به یې هغه کسان چې حزب اسلامي ته منسوب او یاهم د سیاسي حزبونو پورې تړلې ندي له دندو ګوښه او پرځای به یې په واک کې دښکیلو حزبونو کسان وګومارل شي.