
له نويو وزيرانو سره قسمت ياري وكړه او دپارلمان له دې ميده بېز( چغل) څخه ووتل كه نه له دې چغل څخه خود وزيرانو وتل ګران كاروو،ځكه چې لدې چغل څخه داسې اشخاص هم ونه شول وتلى چې دكارونو نتيجې يې ټولوته معلومې وې اوپه خپلوكارونوكې تريوه حده بريالي هم وو،خيرپه هرحال، اوس بايد دا نوي وزيران خپلو مسؤوليتونو ته په سمه توګه ځيرشي او خپل رسالت وپېژني ،ښه په راستۍ او صداقت خپلو كارونو ته ادامه وركړي اوله ملت سره هغه كړې ژمنې چې دخپلې تګلارې داورېدلوپه وخت كې يې له ملت سره وكړې په خپل وخت او زمان سره پوره كړي نه داچې داهرڅه دكاغذپرمخ او دوزارت پرڅوكيوكې ترې هېرشي.
دوى بايد داسې تګلارې خپلې كړي ،چې ملت ته ځانونه ښه صادقه او اهل كار اشخاص معرفي كړي البته په رښتياسره په درواغوسره نه ،چې هېڅ څوك ورته دانتقاد ګوته نېغه نكړي او ياخداى مكړه چې ددوه يادرې مياشتوله تېرېدوسره دوى په كارونوكې د وروسته پاتې كېدو ،بډواوبې كفايتۍ له امله پارلمان ته داستېضاح لپاره وروغوښتل شي او هلته بياهم خپل وجدان ته اوهم ولس ته شرمنده وي ،دوى بايدنن دولسمشر كرزي هغه ژمنه هم پوره كړي كومه يې چې دامريكاله ولسمشر بارك اوباما سره دافغانستان څخه داداري فساد دلمنځه وړلو په اړه كړې وه،اوزماپه فكر كله چې دوى پارلمان ته دښاغلي كرزي لخوا دوزيرانوپه توګه ورپېژندل كېدل نو زه داباورلرم چې هغه به داكار له ډېرفكر اودقت څخه كړى وي پدې كې به يې له ډېر نورومشرانو ،پوهانو ، بااستعداده او هېوادته له ژمنوكسانو سره مشورې كړې وي او هغوى به هم داخلك ددې وزارتونو لپاره پرځاى او وړ كسان ګڼلي وي،او دابه يې انګېرلې وي چې انشاءالله داكسان به له هېواد او هېوادوالوسره په هېڅ ډول مرستوكې درېغ ونكړي او داداري فساد په لمنځه وړلوكې به هم هېڅ ځنډ رانه ولي، نو داچې دوى له دومره لانجواوجنجالونو څخه وروسته په دندو وګومارل شول ،دااوس ددوى وظيفه ده چې په هركاركې بدلون راولي او په ښوكارونو خپل مامورين مكافات اوپه غلطوكارونويې مجازات كړي ،ځكه ښاغلى ولسمشرخوداسې نشي كولاى چې هرې شعبې ته بېل بېل ورشي او دهغوى له كارونوڅخه ځان خبركړي،چې په اداراتوكې كوم كارونه روان دي،داهرڅه ددوى په ډاډشوي دي دوى ته اوس پكاردي چې خپل ولس ته خپله كاري وړتياوښيي اودټولو زړونه په ښه خدمت كولو خپل كړي .
زه دلته دوى ته يوڅو مشورې وركوم.
۱: هروزيربايدپخپله اداره مكمل تسلط او له چارو يې خبر ولري.
۲: داسې كسان بايد له ځانه سره په دندو وګوماري چې له ده سره دادارې په جوړولوكې مرسته وكړي.
۳: وزيربايدله هېچاسره دپښتون،تاجك ،فارسيوان،تركمن اوهزاره په نوم تعصب ونكړي .
۴:كاربايداهل دكارته وسپاري، دمثال په ډول داسې ونه شي ،چې يوشخص داقتصادپه برخه كې مهارت لري اودى دعدليې په وزارت كې قانون پوهـ مقررېږي،يايوشخص دبرېښناانجنير وي اوهغه د حج اواوقافوپه وزارت كې مسلكي غړى مقررېږي .
۵:كله چې يونفرپه لوړ بست كې مقررېږي بايد چې دلوړوتحصيلاتو خاوندوي.
۶: هغه مرستې چې له افغان دولت سره دبهرنيو موسساتواويا بهرنيومرستندويه هېوادونو لخوا كېږي بايد چې په خپل وخت اوزمان سره په كار واچول شي او فايده ترې واخستل شي ،داسې نه لكه دپخوانيو وزيرانوچې زياتويې دخپلې بوديجې نيمايي برخه هم نه وه مصرف كړې او ټولې يې ياپه خپلو جېبونوكې اچولې وې اوياهم بېرته په مرستندويه هېوادونوكې مصادره شوې .
۷: زماپه فكر كله چې داهرڅه په خپل وخت او سمه توګه ترسره شي اوهرڅوك خپل مسؤوليت وپېژني ،نوهېڅكله به هم كوم مشكل پيدانشي اونه به دكومې بې اعتمادۍ فضارامنځته شي.
اوكه چېرې خداى مكړه داهرڅه برعكس شي ،هرڅوك چې هرڅه يې زړه وغواړي هغه وكړي،دبل چامشورې اوقانون ته غوږ ونه نيسي،خپل كارپه خپل وخت ترسره نكړي ،له نوروسره تعصب وكړي ،خپلو مسؤوليتونو ته ځيرنشي ،له خپلې ادارې څخه ناخبره وي ،نوبيابه تېرهېرنشي اوملت به داسې فكروكړي چې پرحكومت كې هېڅ بدلون ندى راغلى اوله بلې خوا به ولسمشر په خپله ژمنه كې پاتې راشي ،اوپرخپل انتخاب اواعتمادبه ډېره پښېماني څرګنده كړي.