په طبعي ډول انسان هغه موجود دی، چې د احسان تابع دی، یعنې که له یوه کس سره بل کس ښه وکړي او د کومې ستونزې په حل کولو کې ورسره مرسته وکړي، نو اصل کې نوموړی کس پر دې بل باندې احسان کوي او نیکي ورسره کوي، چې دا احسان اخیستونکی هم د احسان کوونکي د احسان او نېکۍ تابع کېږي او هېر به یې هم نه کړي.
ډېری داسې کسان لیدل کېږي، چې تاسو به ورسره په ډېره کمه کچه ښه وکړئ، خو له تاسو سره ستاسو د ښو لس برابره ښه کوي. یاد کسان تل بریالي کسان دي؛ ځکه د هېڅ چا له ملاتړ څخه نه بې برخې کېږي او له هرچا سره تر ټولو غوره او ښه چلند کوي. اړوند کسان نور دې ته اړ کوي مثال، چې د دوه سلنه پرځای ورسره لس سلنه او یا هم شل سلنه ښه وکړي. یعنې دوی له نورو سره ډېر او بې کچې ښه کوي او په دې کړنې سره نور په خپله دې ته اړ کېږي، چې غوره او ښه چلند غوره کړي.
د نورو ښه نه هېرول زموږ ټولو یوه اړینه وجیبه ده، باید د هېڅ کس ښه او زموږ لپاره د چارو سر ته رسول او له موږ سره په راز راز برخو کې د ستونزو حل کول هېر نه کړو.
که څه هم ښه او بد دواړه نه هېرېدونکي دي، خو بد ځکه باید هېر شي، چې بد بدې زېږونې لري، بد بدې پایلې لري او بد له ګټې او مثبت اړخ څخه بې برخې کول کوي.
که څوک بد راسره کوي، نو موږ باید ښه ورسره وکړ ترهغې، چې هغه دې ته اړ کړو ترڅو هغه هم په ښه او غوره لار روان شي او د الله(ج) له دې ستر نعمت څخه بې برخې نه شي. دا څرګنده ده، چې د بد چلند او بدو کړنو سرته رسوونکو پر وړاندې زموږ ستر لارښود حضرت محمد(ص) هم نرم او تر ټولو غوره چلند غوره کړی وو او موږ ته یې هم په دې تړاو ډېر ټینګار کړی دی.
M Akbar Haqmal
وروستي