
څو ورځې مخکې یارانو یو فیسبوکي ګروپ چټ د سرتېرو اوونۍ په نوم جوړ کړی و، زه یې هم پکې داخل کړی وم هغو چې لیکنې یې نشوې کولي یوازې د سرتیرو تصویرونه یې پکې خپرول خو چا چې بیا کلام درلود دریغ یې نه کاوه، لیکنې یې ولیکلې ورورسته خبر شوم چې د افغانستان ولسمشر د حوت ۹مه د سرتېرو ورځې په نامه کړي ده.
که څه هم د حوت ۹مه ورځ مهمه تاریخي مخینه لري یوه داسې چې د خپلواکۍ سالار ملي قهرمان شاه امان الله خان غازي ۱۲۷۹ هجري لمریز کال په همدې ورځ د افغانستان مخوراو د پوځ عسکر او لوړپوړي کسان د کابل په عیدګاه جومات کې په داسې حال کې را ټول کړل چې پوځي دریشي پر غاړه وه؛ ستر غازي په لوړ منمبر خلکو او خپل پوځ ته په لوی رب قسم وخوړ او ویې ویل: اې خلکو زه به تر هغې ورځې پورې دا نظامې دریشي ونه باسم تر څو مې دا تور ښامار چې په ټوله یې ځان را تاو کړی دی له خپلې خاورې ونه شړم او په قرار به کیننم.
هو! همداسې وشول زموږ غازي هغه تور ښامار چې د مظلومو خلکو وینې یې داسې زبیښلې لکه یو وحشي ځناور د خپلې خاورې نه په کال ۱۹۱۹میلادي وتښتولو او خپل حکومت یې مستقل اعلان کړ، په نشتو امکاناتو یې هغه زبرځواک په ګونډو کړ او یوازې یې په قوي ایمان هغوی ته ماتې ور کړه که څه هم زموږ غازیانو د اژدها په شان وسلې او امکانات نه درلودل خوحضرت رحمان بابا فرمایي:
چې الله در سره مل نه وي رحمانه
که لښکرې درسره وي یک تنها یې
هو د هغې دکتاتور ځواک سره هر څه وو خو یوازي یو څه نه وو چې هغه د افغانانو سره هغه د لوی رب مرسته وه، الله پاک په افغانانو ورحمیده او هغه قوت یې نسکور کړ چې ځان ته یې ویل پر موږ باندې تر اوسه شپه نه ده راغلي او هغه ځواک یې په ګنډو کړ چې وویل به یې: زموږ په امپرتورۍ کې تر اوسه لمر نه دی لویدلي.
خو موږ خپله خپلواکي ونه شوه ساتلی دا د هغه غازیانو ګناه نه دی چې چا خپلواکي را ته اخیستې وه دا ګناه نو د چا دی؟
خیر... نن بیا هغه ورځ وه ولسمشر بیا هغه ورځ ډیرو افغانانو ته ور په زړه کړه او داسې نوښت یې هم وکړ چې د دې ورځې ویاړ نور هم زیات شو هغه دا چې ولسمشر دا ورځ د ملي سرتېرو د ورځې په نوم ونوموله .
کیدای شي د ولسمشر موخه دا وي چې دا ورځ د زیاترو افغانانو نه هیره شوي وه نو ځکه یې انتخاب کړه چې یو خو د سرتیرو د ویاړ لپاره یوه ورځ وټاکل شي او بله دا چې نوموړې ویاړلې تاریخي ورځ تل د افغانانو په زړونو کې تل پاتې شي.
ولسمشره مننه! چې هغه سرتېرې دې هم نن ونازول کوم چې په باد، ګرمۍ، باران او ږلۍ کې د مظومو افغانانو مخې ته ډال دي او په دې سپیڅلي خاوره سرښندنې کوي.
بیا د خپلواک افغانستان په هیله.