
داسلامي امارت رهبري شورا د خپل مخکني اصولي موقف له مخې دځینو نړیوالو خبري رسنیو هغه افواهات په ټینګه ردوی کوم چې یې دملګروملتونو د خاص استازي کای آیدي اواسلامي امارت داستازیو ترمنځ په مذاکراتوکې داسلامي امارت دګډون په هکله خپاره کړي دي.
داسلامي امارت رهبري شورا دغه شان بي اساسه اوپه حقیقت نه ولاړ افواهات د یرغلګرو ځواکونو په مقابل کې دجهاد اومجاهدینو په ضد یوه تبلیغاتي توطیه ګڼي اودهغې د شنډولو لپاره دټولو متجاوزینوپه خلاف دخپل مقدس اسلامي جهاد په تداوم اواستمرارباندې ټینګارکوي.
اصلا دلندن کانفرانس په اړه داسلامي امارت قاطع دریځ دامریکایانو او ټولو یرغلګروپه پوځي اوسیاسي حیثیت یوکاری ګذاروه، اوس دښمنان غواړي دهغه دجبروانولو لپاره متقابلا په دا شانې تبلیغاتي دسیسې لاس پوري کړي.
خو د اسلامي امارت قیادت اوسرښندونکي مجاهدین به د لوي خدای په نصرت دجهاد ددښمنانو دغه ناکامې هلې ځلې ،دسیسې اوسازشونه له ماتې اورسوایې سره مخامخ کوي
ان شا الله تعالی
والسلام
دافغانستان داسلامي امارت رهبري شورا