د کرکټ ملي لوبډله؛ د هیوادوالو ویاړ

دهیواد ویاړلي، میړني او افغانانو ته ویاړ بښونکي ډلې، نن بیا موږ ته خوښي راپه برخه کړه، دوی نړیوالو ته خپله اتلولي وښوده، چې افغانان په خپلو کې که هرڅومره بد وي بیاهم دهیواد ملي شتمنیو ته درناوی او په خپلو کې سره وروڼه دي.
دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلو دزیمبابوې هیواد پروړاندې پنځه یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کړې او په دغه لوبو کې ډیر ښه وځلیدل، چې درې لوبې افغانستان وګټلې او دوه لوبې د زیبمابوې هیواد پر وړاندې وبایلودلې، خوبیاهم ددې لوبې اتلولي يې خپله کړه ، چې دغه تاریخي بریايې دافغانستان لپاره ویاړلي بریا ګڼل کیږي.
دې بریا ټولو افغانانو ته خوښي اوخوشحالي ورنصیب کړه، البته نه یوازې داخوشحالي د افغانانوپه برخه؛ بلکې د زیمبابوې سرسختو هیوادونو رقیبانوته یې هم چې ترې ماتې خوړلې وې خوشحالي ورکړه.
زیمبابوې لوبډلې په تیرو کلونو کې افغان لوبډلو ته لوړ هدف ټاکل ؛ ولې بیاهم افغانان لوبډلې اتلولي ورڅخه خپلوله او په پوره ډول اوس کولی شي، چې له بیلابیلو هیوادونو، چې دکرکټ په تجربو کې برلاسي وي، لوبیدلی هم شي .
دافغان ملي لوبډلې بریا زموږ دهیواد په سولې ډیره اغیزه کوي، ځکه زمونږ دغه اتلې لوبډلې وکولی شول خلکولپاره خوښي اوهیواد ته دسولې پیغام راوړي،چې نن د هیوادو ځوانان سره راټول شوي او دخپل وطن پالنې په موخه خوشحالي يې پر شونډو خورې دي او د دغې سترې بریا شاهدان اوتل دنورو بریاوو په هیله دي .
افغانان بیا دغه تاریخي بریا دخپلو ویاړونو په قطار کې ستر ویاړ شمیري، چې دهیوادوالو لپاره دسولې، ملي یوالې اوورورګلوي پیغامونه پریښي دي.
ددې بریا لاسته راوړل دهیواد په ډیرو سیمو کې ځوانانوخپلې خوښي اوخوشحالي په ملي اټنونو، ملي لوبو او په جشنونو لمانځنه ترسره کړه.
دغه خوښي زمونږ داتلولوبډولوبریا؛ ددې څرګندوي کوي، چې افغان ولس په هیوادمین او نور نه غواړي، په هیوادکې دجګړو کرغیړن ټغر خور وي، ځکه دوی په نړي کې دافغانستان ملي درې رنګه بیرغ ورپول او خپلو هیوادوالو ته دمتحد کیدو پیغام ورکړ.
انشاالله داسې وخت به ژر راورسیږي، چې نن مو خوشحالي د خپلو اتلانو د بریا لپاره وکړه، یو ورځ به دهیواد په ټولو سیموکې دسولې اوبشپړامنیت دټینګښت لپاره ورته خوشحالي ترسره شي.
ددغې ورځې په هیله،
شیرمحمد امیني ستانکزی