
خوب
ليکوال عطاالله خوږياڼى
جنازې ته مې ډېرخلک راغلي وه،اوهرچابه زمادځوانۍ صفت کاوه،يوڅوتنه ملګروخومې خپلې سپينې اوښکې په خپل دسمال پاکولې،له جنازې کولو وروسته زما جسدليدلولپاره خلک راتلل اوپه وار،واربه يو،يوکتلم بس له ليدلو وروسته به ولاړل،په جنازه کې ګډونوال ځينې کورونوته ولاړل اوځينويې زمادمړې دبدرګه کولولپاره هديره ته روان شول
څلور تنوزمادکټ بازوګانولاندې شول اودهديرې په لورې روان کړم ترڅودخاور لاندې مې کړي ،خپل مرګي ته نورخفه نه وم خوخپله خورکۍ راته ياديدله او دهغې رڼې اوښکې چې زمادمړي دويستلوپه وخت کې يې تويولې ډېرې ياديدې او فکرمې کاوه چې هغه به هم زما پسې زر ساه ورکړي .زما مړى هديرې ته ورساوه اوهلته په هغه تنګ لحدکې له کيښودلو وروسته راباندې ډېرۍ خاورې راواړولې په همدې وخت کې دخپلې ګرانې اواز مې واريده چې دهديرې پرلور راغله او زما غوښتنه يې کوله چې ماته خپل ... راکړې که څه هم خلکوډېره وپوهوله خوبيا هم دهغې ليونۍ زړه له مانه صبريده اومخې داوښکواوګردونوپه ملګرتياتک تورشوى وه اوهغه شانه شوې ويښتان نن په بل څېرښکاره کيده اوناپيژندل شوي سړى خو ورباندې بيخي دليونۍ ګومان کاوه .
هغې صبريدل نه کيده ځکه خويې زمادقبردسپړلوهڅې شروع کړي اوچې قبرته مې دسپړلولپاره لاس وروړي په همدې وخت کې راباندې غږ وشي پاڅه کنه وروره لمونځ نه کوي سهارشوى خپله کمپله مې له ځانه لرې کړه اوپه خپلې ګرانې خورکۍ مې سترګې ولګيدلې له غيږ کې نيولو وروسته مې ورته خپل ليدلى خوب تيرکړ .
www.ataullah.blogfa.com
a.khogyani@gmail.com
ataullah_ajz@yahoo.com
www.ataulla.blogfa.com
0794141200