د ليبيا د پېښو په هکله خبرونه

دليبيا حکومت وايي دمصراتا ښار اوسيدونکو ويلي که دولتي ځواکونه نشي کولاى مخالفين له دغه ښارڅخه په شاو وتمبوي نودوی چمتو دي چې دهغوى پر وړاندي غبرګون وښيي .
په ورته وخت کې دامريکا متحده ايالاتونو مخکښ سناتور جان مکين دليبيا دوهم ستر ښار بنغازې ته چې دمخالفينو تر ولکې لاندي دى ورسيده اوله امريکا اونړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل چې دليبيا دمخالفينو شورا په رسميت وپيژني .
په همدي حال کې دامريکا دپوځونو لوی درستيز مايک مولن وايي، دناټو هوايي بريدونو د ډګروال قذافي ځواکونو ديرش سلنه پوځي وړتيا لمنځۀ وړي ده .
دامريکا د ددفاع وزير رابرګيټس بيا ويلي په ليبيا به دنړيوالو هوايي بريدونو په لړ کې دامريکا بې پيلوټه الوتکې وکاروي .