ګټونکی

ما او یونس یو ځای «دنګل» فلم کوت، د فلم په وروستیو کې کله چې عامر خان خپلې لور ته مډال غاړې ته ور اچوه، له سترګو مې اوښکې وڅڅیدې، دا اوښکې مې د همدغه یونس لپاره وڅڅیدې، چې فلم مې ور سره کوت.
فلم خیالي نړۍ ته وړی وم او همدغسې نړیوال ایوارډ مې د یونس په غاړه کې لیدو، خو توپیر دا و چې یونس دغه ایوارډ د پهلوانۍ په ډګر کې نه په علمي ډګر کې اخبستی وي او په یوه نړیواله څهره بدل شوی وي.
یونس مې کشر ورور دی، دی څو میاشتې کم څوارلس کلن دی. د دوه زره دریم میلادي کال د پنځمې میاشتې په دیارلسمه نیټه زیږدلی دی.
کمکی، خو بیدار، چالاک او ذهین و، زما یوه تره زوی به صدام حسین باله، ویل به یې چې صدام په کوچنیوالي کې د خپلې سرزورۍ له وجې اووه سوزنۍ شلولي، دی هم دا هغه په څېر سرزوري کوي.
شوخ و، خو هوښیاري یې دا وه، داسي شوخي به یې نه کوله، چې زیان واړوي.
چې لږ.را برابر شو، مور مې سیپاره ورکړي وه، د کلي مدرسې ته یې لیږلی و، لومړۍ سيپاره به یې تر نیمایي رسولي وه، بله ورځ مې چې لیدو، مشري خور مې زما نه په پټه بېرته د قران سر سیپاره له سره ورښوده، ما وې له ما یې ولې پټه ورښیي؟
په نه زړه یې وویل، چې ناکام شوی، مدرسه کې یې بېرته له سره کړی.
د مدرسې ملایان دې هم په خیر شي، پنځوس سل ماشومان یې کینولي وي، لکړه ورسره وي، الفه لامزر ال حي میزرحم دال فیدو غږ وکړي، وروسته یې ورپسې زده کوونکي په لوړ غږ تکرار کړي، نور نو ملا ورته ګرځي، لکړه ښوروي او زده کوونکو ته یې وایي، چې ویل شوی درس تکرار کړي، په دې یې نه پوهوي، چې الف کوم دی؟ څنګه لیکل کیږي او لام یې پسې څه وي؟ توري څنګه نښلول کیږي او څنګه ترې کلمې جوړیږي.
پنځه ورځې مې سیپاره ور وښوده، توري مې ور زده کړل او د هغوی نښلول او کلمې ترې جوړول مې ور وښودل، میاشت وروسته یې قرانکریم زده کړی و او په مدرسه کې اول نومره راغلی و، مدارس ورته ویلې و، چې د جمعې ورځې تقریر نه وروسته دې را غواړم، دلته به قرآت وکړي او جایزه به درته درکړو، خو په هغه جمعه څو میلمانه علمآ کرام راغلي و، له هغو یې یوه تقریر کولو؛ ځکه یې پروګرام کې تغیر راغلو او جایزه یې ورته څو ورځې وروسته په مدرسه کې وسپارله.
څو ورځې مې ورته د پښتو ژبې لیک لوست هم ور وښودلو، خو زما ژمنۍ رحصتۍ په پوره کېدو وي، لیسې ته ترې راغلم؛ مګر خور مې ورته د پښتو ترڅنګ د ریاضي درس هم ورښوولو.
هملته کلي کې شته ښوونځي ته دوه ورځې تللی و، خو د ماشومانو غالمغال او د ښوونکي غوسې او لکړې له ښوونځي داسي زړه ور تور کړی چې بیا یې ښوونځي ته د تګ زړه ښه نه کړو.
د دیارلس سوه دوه نويیم ۱۳۹۲۲ ه ش کال په لومړویو کې یې د کابل ښار د اتمې ناحیې د پوهنې په مدیریت کې د سویې د تثبیت ازموینه ورکړه او د شاه شهید خاص متوسطه ښوونځي پنځم ټولګي ته بریالی شو.
په اول کال دري ژبې ستونزې سره مخ کړی و او وخت ناوخت به یې ترې شکایت هم کولو، خو په دویم کال به دې ویلې نه و، چې دري یې مورنۍ ژبه نه ده.
اووم ټولګي ته چې بریالی شو، د شاه شهید خاص متوسطه ښوونځي مدیر له دې کبله چې د زده کوونکو تعداد یې زیات دی او د ځایولو ګنجایش یې نه لري، بل ښوونځي ته د سي پارچې کولو ورته ویلې و، ځکه یې د حضرت بلال متوسطه ښوونځي ته ځان تبدیل کړو او دلته د کلنۍ ازموینې په پایله کې دریم نومره شو.
حضرت بلال متوسطه ښوونځي کې د همدې یو ټولګي تر لوستو وروسته افغان پرمختګ خصوصي ښوونځي ته تبدیل شو او اوس هم همدلته زده کړې کوي.
یونس د ښوونځي د لوستو تر څنګ د ۱۳۹۴۴ کال د ثور میاشتې په لومړیو کې د انګلسي ژبې د زده کړې په موخه مسلم انستیتیوت پیل د ۱۳۹۵ کال د حوت ۸ په بریالیتوب پای ته ورسوه.
یوه ورځ یې د پوښتنې کولو لپاره انستیتیوت ته ورغلی وم، مدیر یې راته ډېره ستاینه وکړه، ویل یې نه یوازې چې دا ده اخلاق د پام وړ دي، بلکې وړتیا او ځیرکتیا یې سړی حیرانوي، که خواري ور سره وشي او مطالعه وکړي، ډېر ښه راتلونکی لري.
کله یې چې د حضرت بلال متوسطه ښوونځي نه ځان تبدیلولو، پلار مې هم ښوونځي ته ور سره تللی و، هلته د ښوونځي مدیر یې زما پلار ته دا ده اخلاقو، جرات او وړتیا دومره ستاینه کړي وه چې له ډېرې خوښۍ یې اوښکې څڅولي وي.
یونس فیسبوک کې کله کله لیکنې خپروي، یوه ورځ ورته د کومې نړیوالې رسنۍ خبریال د مرکې وړاندیز کړی و، ده یې وړاندیز منلی و، ما مې یې پلار ته کېسه وکړه، پلار مې ډېر خوشحال شو، ویل یې خواري کوي، زیار باسي، کله له کتابونو، کله د انګلسي ژبې د زده کړې له ویډیوګانو سره مصروف وي، حتمي ده، چې دی به نه یوازې زموږ بلکې د ټول هیواد ویاړ وي او هیوادوالو ته به خوښۍ او ویاړونه راوړي.
ورورک مې هڅه کوي، ځکه خو مې د کورنۍ هر غړی دا دې لپاره هم ناز ورکوي، چې یوه ورځ به په نړیواله کچه مطرح کیږي او د هیوادوالو د خوښۍ باعث به ګرځي.
پښتو خو یې هسې نه هم مورنۍ ژبه ده، د فارسي او انګلسي ژبې د زده کولو نه را وروسته یې د اردو ژبې زده کولو پسې مټې را نغاړلي او تر یو څه حده یې زده کړې هم دی.
د ورځې له څلورو تر پنځو ساعتونو مطالعه کوي، تر هغې وروسته فیسبوک کې اخته وي، فیسبوک کې ور سره د امریکا او ځینو نورو بهرنیو هیوادونو لیکوالان او ژورنالستان ملګري دي، هغوی مهربان خلک دي، یونس ته ډېر وخت ورکوي، د انګلسي ژبې په لا ښې زده کړه کې ور سره مرسته کوي، لارښوونې ورته کوي او د لیکوالۍ چل او هنر ورښیي.
که همداسې روان و، مطالعه یې کوله، لکه د اوس په څېر یې زیار ایستلو، لرې نه ده چې یوه ورځ به موږ ارمانونو ته ورسوي او د ټول هیواد ویاړ به شي.
دا دې لپاره چې یونس مې لا ښه در پیژندلی وي، د اغامحمد زوی دی، د پکتیا د اریوب ځاځیو ولسوالۍ دی، اوس کابل کې اوسیږي، زما په شمول دوه وروڼه او دوه خویندې لري، دی په کې تر ټولو کشر دی.
کریکټ یې د خوښي لوبه ده، شین چای پرې تر خربوزې ډېر ګران دی، له موسیقۍ یې خبر نه یم، چې اوري به یې کنه، خو هندي فلمونه دا دې لپاره ډېر ګوري، چې ژبه ترې ژر زده کړي.
ورزش کې تمبل دی، خو منډه وهي او بایسیکل ځغلوي او نظافت ته ځانګړی پام کوي.