کرکه له مینې که له جنګه وکړم؟



...................
زه مې اوس خپل غزل ته نه ژاړمه
نه اوس د چا پنوم سندرې لیکم
اوس نه ټپې وایم، نه شعر لیکمه
زه اوس د زړه خبرې زړه کې ساتم
زه اوس رباب او ستار نه غږوم
زما خبرې اوس ساده باده دي

زه اوس غوټۍ او چنار نه یادوم
دلته په هر ساعت کې لسګونه مړي
زموږ د چم خلک له جنګه ستړي
دلته قدم په قدم ویره د مرګ
بس اوزه وي چار چاپېره د مرګ
دلته بې شمیره انسان معیوبین
دلته د هر کور څو ځوانان مقتولین
دلته بې شمیره میندي بورې شولې
دلته بې شمیره ماشومان یتیمان
دلته له مرګ دلته له جنګ بله خبره نه شته
دلته د چا په خوله د سولې هیڅ سندره نشته
دلته د مور په خوله کوکارې وي او ساندې وهي
دلته هر پلار په وینو لت پت زوی په غیږ کې نیسي
دلته ادم د درخانۍ لپاره
خپل رباب نه ترنګوي
دلته فرهاد د شیرنۍ لپاره
غر نه کیندي قبر کیندي
په داسي وخت کې وایه څنګه وکړم؟
کرکه له مینې که له جنګه وکړم؟
په داسي وخت کې جنان وستایم کنه یارانو؟
نه نه قربان دې یاره
زه اوس د هیچا پنوم
سندري نه لیکمه