په توره شپه کې اسمان سپوږمۍ او ترې چاپیر ستورو دومره ښکلی کړی وي چې په لیدواوکتو سره یې په زړونوکې دخوښۍ احساس کیږي، فکربه وکړې ددې ادبي بنډارپه ښکلا سره دیوذات بې حده زیات پوروړي یو، دګلونوروح خوشحالونکی بوي هرډول سخت زړه ته دخوښۍ لارپرانستلی شي،دا اودې ته ورته نورې ډیرې الهي لورینې شته چې انسان یې هره شیبه شکرانې اداکولو ته اړ دی ،په مینه مینه ناک ژوند پسې لالهانده انسان دټولنې دپرمختګ لپاره په ځان دهرډول سختۍ تیرولوسره سره په کارپیل کړی داهغه ستوري دي چې په موجودیت سره یې دپښتوادب په اسمان کې دسپوږمۍ چاپیریال ښکلی ساتلی او یاهم هغه ګلونه دي چې طبیعت پرې ښکلی ښکاري دهغو پښتو لپاره په خدمت بوخت دي چې شاعریې داسې یادونه کړې چایې پلو له مخې لرې نه کړ پښتولاهسې بکره پرته ده کله چې دیوهیواد ژبه پرمختګ وکړي نوضرور دهغې هیوادخلک پرمختګ کوي ښکاره ده ددې سببونه امکان لري زیات وي خو یوڅوجالب یې درته په ګوته کووم دپښتو ژبې هغه پالونکي چې پښتو نثریې تردې حده را رسولی هغه خوشحال خان اوس نشته خودهغوپه شان انسانان شته که پښتو ادبیات څوک ولولي هغه دادبیاتو په مفهوم اوجوړښت باندې پوهیږي په اوس وخت کې پښتوژبې ته ښه کارکونکي شاعران ،لیکوالان هرنارینه اوښځینه په کارپیل کړی،له بده مرغه ځینې ناپوهه فکرونه شته چې په جاهلانه قضاوت سره هغه له خپل پیل کړي کاراوخدمت څخه پښیمانه کړي پوهیږو چې ټول پښتانه پښتوژبې ته خدمت کونکي دي خو ځینې جاهل فکرونه ورته دمارله ذهرو هم ډیرخطرناک دي دا په داسې حال کې چې یو لیکوال زیات آثار لري څیړونکی وي ژبې ته کارکوي او دوی په جهل سره تنقید کوي هرڅه اصول اومقررات لري نقد دهرچا کارنه دی هرڅوک دکرکتنې حق نه لري څوک چې دپیسو لپاره دبل هیواد منشورته ژمن وي دهغې یې له پښتو نقد سره څه کار؟ پښتوژبې ته به هرخادم ددې اودې ته ورته ستونزوسره مخ شي خوانشاالله باوري یم دپښتنو ارادې پیاوړې دي داپه داسې یووخت کې چې په هیواد کې مو تراوسه امنیتي وضیت ښه نه دی هغوچاته پاملرنه نه ده شوې چې دټولنې اوهیواد تهداب جوړوي هغه کسان نه دي نازول شوي که دماشوم روزونکي چې دټولنې تهداب اوځوانانوچې دټولنې دملاتیرګنل کیږي سمه پالنه ونه شي نوددې کوږ بار ترمنزله رسیدل به ضرور له خوارا ستونزوډک وي هادي خدای ج دهغو کسانوته هدایت وکړي چې پښتوته دخدمت خنډ جوړیږي دې کسانو ټول وخت په ځان ښودنه کې له خلکو په ډار او وهم کې تیرکړی دی، خوداسې نه ده باید هرانسان ته دانسان په نظرباندې وکتل شي.
په درنښت
احسان الله هلال
وروستي