څه وطن دې ړنګ دی؟

څو میاشتې مخکې مې د اسمان کلي یادونو په نوم د سفر په اړه څو کرښې تورې کړي وې، په هغه کې یوه جمله وه چې: راځئ د دښمن په لور حرکت وکړو، زموږ په وطن کې چې څوک یو ځای ته روانبږي نو  دا جمله وايي.  دا ځکه چې  په وطن کې  مو ډیر جنګ  تیر شوی دي، خلک مو د سپېره جنګ سره داسې عادت شوي دي، چې په ورځنیو کیسو کې هم د جنګ خبره دومره ډېره تکرار وي چې بېخونده کلیشه یې ورنه جوړه کړي ده، لکه:
څه وطن به ړنګ کړې؟
څه وطن دې ړنګ دی؟
څومره مړي درته وکړم؟
څه مړي به وکړې؟
څه مړي دې کړي دي؟
څومره وینې درته تویې کړم؟
او داسې نور...
زموږ په وطن کې دا ډول جملې دومره  ډېرې دي، که سړی  فکر پرې وکړي حیران یې کړي، که مبالغه ونه کړم زموږ  په ورځنیو خبرو کې  اکثره جملې د جنګ  سره تړاو لري، لکه چې پاس مې څو بیلګې را اخیستي دي باید ووایم چېې ولې دا جملې زموږ له ورځنیو خبرو سره دومره نوک او ورۍ دي؟ ولې خپل تاواني جنګ ته دومره ارزښت ورکوو؟
 زه دومره ویلی شم چې جنګ د وطن  په هر څه خپل تاثیرات غورځولی شي، هغه که ورځنۍ خبرې دي که فرهنګ مو دی.
 یو له هغو وسایلو چې د نسل په روزلو کې ډېر زیات رول لري هغه درسي نصاب دی. زه نه پوهیږم  چې زموږ په ورځنیو  خبرو کې دا جملې  څومره پخوانی تاریخ لري خو دومره ویلی شم چې دا جملې زموږ په خبرو کې هغه وخت له حده زیاتې شوې چې کله مو په ګران وطن سرو  لښکرو یرغل وکړ او له بلې خوا مو مجاهدینو صاحبانو (!) ته د امریکا  په ډالرو او په خپل سر نصاب جوړ شو.
ځکه له هر څه نه یو تنکی زلمی درسي نصاب ژر عیارولی شي او هغه څه ور پیچکاري کولی شي چې څه هغه خلک غواړي کوم چې د وطن درسي نصاب یې په لاس کې وي. کله چې په وطن  کې د روسي یرغلګرو په ضد مبارزه ګرمه   شوه نو امریکا بې شمیره ډالر زموږ په نصاب ولګول، همدا لامل و چې  جکړه ورځ تر بلې لا ګرمېده، چې زموږ د قسم خوړلي دښمن پاکستان په مرسته په  هغه نصاب کې د ټوپک، راکټ،  بم، ...  پرته کوم بل داسې علمي څه  نه تر سترګو کیدل. کومو خلکو چې په یاد نصاب کې  زده کړې کړي دي اوس هم ځینې  جنګیره حواس پکې څرګندیږي او په ورځينو خبرو کې ډېرې داسې جملې کاروي چې د وطن او  خلکو  يه خورا زیان تمامیږي.
بل سبب یې  دا دی که موږ تاریخ  وګورو ان له جنګیز نه تر دې دمه  پورې  پاچاهانو او  قوماندانانو دوینې تویونې څخه پرته یو هیواد هم په خپل فکر نه دی لاندې کړی، ځکه مو د تاریخ هر  باب وینې وینې دی او لا تر اوسه مو دد جنګ له مردارې لارې نه په بله سمه لار فکر نه دی کړی او دښمن مو هم دې ټکي ته متوجه شوی دی او په  ډېر ښه ډول یې زموږ د ضعف نکته پیدا کړي ده.
لکه څنګه چې له هرې روژې وروسته اختر راځي خو زموږ افغانان بیا په دې اند دي چې: (نه، بلکه  جنګ جنک تر قیامته پورې جنګ!) همدا خبرې دښمن  ته دومره په زړه پورې دي لکه په کورتو باندې زیړغوړي.
 زه چې کله هم کلي ته ولاړ شم داسې عجیبې او غریبې خبرې اورم چې زړه تنګی مې کړي، یوه ورځ مې په کلي کې یو ملګري ته وویل چې راځه د پلاني پوښتنې ته ورشو.
هغې ځواب راکړ؛ نه! هغه څه مړي کړي دي چې ورشو؟ زما د ملګري دغې جملې په دې دلالت کاوه چې دلته که څوک مړي ونکړي باید څوک یې پوښتنې ته هم ورنه شي، په دې مانا چې د سړیتوب او قدر معیار وژل دي. کوم خلک چې د علم او معرفت له رڼا نه لرې پاتې وي هغوی غیر شعوري د هغه خلکو احترام کوي چې مړي یې کړي وي، وطن یې ړنګ کړي وي ...
زه په خپله هم څو کاله د مخه  به چې له کوم ملګري سره مخامخ  شوم  نو کله به مو چې خدای پاماني کوله  غیر شعوري به مې ورته وویل چې: ځې؟ څه در ته وکړم اې!! وطن در ته رنګ کړم؟ هغه سړی به په دې خبرو خوشالیده ځکهه همدا زموږ د رخصتیدا جملې وې.
یو ورځ مې یوه بل ملګري  زنګ ر اته ووهلو ډېرې کیسې مو وکړې د خبرو په پای کې یې را ته وویل: چې څو ټرکونه مړي درته وکړم زه هغه وخت متوجه شوم چې دا موږ په ورځينو خبرو کې څه بادوو؟ ما هغه ورته په ځواب  کېې وویل چې: نه، مړي مه را ته کوه خلک ژوند ته وهڅوه ځکه ژوند ښکلی دی .
له هغې ورځې وروسته ما له ځان سره وعده وکړه چې زه به نور په ورځنیو خبرو کې داسې چټیات ونه وایم او دا مې هم وویل چې نور په ځای د دې چې چا ته ووایم چې وطن در ته رنګ کړم برعکس  به ورته وایم راځئ چې وطن جوړړ کړو!
 که څوک راته ووایي چې مړي درته وکړم؟ زه به ورته وایم چې: نه نه مړي مه کوه بلکه په خپله هم ژوند وکړه او خلک هم ژوند ته وهڅوه.