سوله غواړو

ليکوال او ژورناليست :ايمل افغان
مظلومو هېوادوالو د تل لپاره دا نارې او چیغې وهلي او له خپلو لیډرانو نه یې په بار بار غوښتي چې موږ سوله غواړو موږ زده کړه غواړو موږ کارغواړو او موږ په سوله کې ژوند کول غواړو ځکه له جګړې نه مو کوم کوچ حاصل نه کړل بېغیرله دینه چې خپل سرونه مو په کې وخوړل ډېری ځوانان مو د خاورو لاندې شول او ډېرې تور سرې مو په دا څلورو لسیزو کې بې پته شوې او لا دا سوداګري د خلکو په عزت باندې روانه ده خدای دې لا نور باقي خیرکړي.
ځکه نن ورځ د بې عزتې او د غریبو د وژلو بازار ډیر زیات ګرم دی په افغانستان کې او ملي غلو اونړیوالو خاینینو معامله هم مخ په وړاندې روانه ده په دغه پاکه خاوره کې چې نوره به څومره سودا وکړي د مظلوم په وینو باندې او څومره ځوانان به لا نور د دغې جګړې ښکار شي او څومره تور سرې به نورې کونډې شي او د غم په ټغر به را ټولې شي.
دا نو خدای ته معلومه ده چې دا ناچاره اولس به کله له داسې خونړې جګړې نه خلاصیږي او کله به په خوشحالۍ او د ورورولۍ په فضا کې په هېواد کې راغونډیږي او خپل ژوند به له سره پیل کوي او د دوي هېواد به له دې بحران نه نورکله خلاصېږي؟
که دا حالات او دا ورور وژنه په هېواد کې روانه وي نو دا زه په ډاګه ویلی شم چې افغانان به نور هم د تباهې کندې ته ولویږي او دښمنان به یې نور هم ورباندې خوشحاله شي او هغه ډلې چې نن ورځ یې د هېوادوالو د ژوند قیضه په لاس کې نېولې ده چې کله یې یوې خوا د مرګ کندې ته اچوي او کله بلې خواته نو تا سو باور په لوی خدای وکړې چې یوه ورځ به دا حالت په دوي هم راځي چې بیا به ورنه د خلاصون لاره ورکه وي چې څنګه خپل ځان له مرګ نه بچ کړي ځکه دا داسې یوهېواد ده چې یو څوک د چا په سرباندې سودا ګانې کوي نو خپل سربه هم یوه ورځ په کې له لاسه ورکوي.
له بلې خوانه بیا افغان جګړه ماران د غریبو هېوادوالو په خلاف دا نارې او چیغې وهي چې نه داسې نه ده موږ په هېواد کې چوکۍ غواړو او د مظلومو هېوادوالو په سرباندې لکه د فوټبال د توپ په شان لوبې کوو او کوښښ کوو چې دغه لوبه توده وساتو چې د لوبې په نتیجه کې باید موږ خپل جیبونه ډک کړو او د ځان لپاره ښې ښې ماڼۍ جوړې کړو او په بهر کې هم د ځان لپاره کورونه واخلو او خپلې سرمایی د ځان لپاره برابرې کړو خیرده که په هېوادوالو هرډول ستونزې راځي خو موږ باید ماړه شو.
خوزه بیا د یوه غریب افغان او ګوډومات لیکوال په صفت سره دا واییم چې داسې نه ده دا کومه لوبه چې نن ورځ افغان جګړه مارانو او په څنګ کې یې بهرنیو جګړه مارانو روانه کړې ده دا به کومه ښه پایله ونه لري که هرڅومره بې ګناه وګړي وژل کېږي خوله دوینه هم یوه کمه اندازه هره ورځ د مرګ کندې ته لویږي اوبله خبره خولا داده مظلوم ولس که نن ورځ د امنیت له ستونزو سره لاس او ګریوان دی خو تاسو باور په لوی خدای وکړی دا به مبالغه نوي نو یوسل اوشل فیصده امنیتي چارواکي او د هېوادوالو د ښمنان هم په ستونزو کې را ګیر دي او دا ویره یې په زړونو کې شته چې نن به راباندې ترورستي حمله کېږي او سبابه کېږي.
خوزه بیا وایم چې د دغو تروریستي حملو د حل لاره داده چې افغان مشران لومړی باید خپل رنځور ملت ته درملنه وکړي د هغوي د کار زمینه برابره کړي د هغوي لپاره د ډوډۍ د پیدا کولو لارې ولټوي له مخالفینو سره د خبرو جوړ جاړي ته ورسیږي نو بیا به په هېواد کې دغه ستونزه یو څه ناڅه د دوي لپاره هم هواره شوې وي.
هغه هم په هغه صورت کې چې افغان مشران نوره په پوره اخلاص سره خپل خدای ته توبه وباسي اوکومې غلاوې او بد کارونه یې چې په دغه پاک خاوره کې وکړل لاس په سر شي او د نورو ګټې هم په پام کې ونیسي نو بیا به په هېواد کې سوله تامین شي.