په دوحه کې يوه لويه ډنډوره

په دوحه کې افغان سياستوالو او طالب مشرانو ته نور په کارده، دغه بې شرمانه جګړه چې څلوېښت کاله کېږي د افغان ملت د وژلو لپاره د تور پنجاب او سيمې هېوادو په ګټه پيل شوې نور لاس واخلي او د خپلو سياسي مسؤليتونو په برخه کې تل د يوه داسې سوليز هدف په لټه کې شي، چې د افغانستان د ولس او په ځانګړې توګه د هېواد د محرومو او وژل شو کورنيو او ځوانانو د مادي او معنوي ګټې لپاره يو مثبت بدلون او يو رښتينی چاپېريال نور په افغانستان کې رامنځ ته کړي، چې ټول هېوادوال نور د ودانولو او سر لوړۍ په لاره کې د هېواد د آبادولو لپاره برخه واخلي او د دې احساس وکړي، چې په رښتيا سوله راځي او څلوېښت کلنه جګړه به پای ته رسېږي.
 
څلور لسيزې افغان سياستوالو که هغه خلقيان وه، پرچميان، رهبران، طالب او داعش وه وختونه يې بې ځايه د خپل سياست د مخ په وړاندې بيولو لپاره تېر کړل او د هېواد لپاره يې د آبادۍ او خپلواکۍ کوښښونه ونه کړل چې نن ورسره ورو ورو هغه د جګړې عوامل او خنډونه له منځه تللي وای چې د تجربو له مخې په بېلابېلو شکلو سره پياوړو هدفو ته د رسېدو مخنيوی کوي په تېره بيا په هېواد کې د يو داسې باوري امنيت، سياست، فرهنګ او کړنلاره، چې مثبت اقتصادي او ټولنيز بدلون ته په سالم ډول لاره هواره کړي، چې ځوانانو ته د مصؤنيت احساس ورکړي او د ناوړه او ارتجاعي ودې مخنيوی وکړي.
 
له دغو بېکاره مراحلو څخه په دوحه کې تر تېرېدو وروسته بل هېڅ دليل جګړه مارو ډلو ته پاتې نه دی چې دغه مقصد ته د رسېدو لپاره د زموږ په هېواد کې د سولې په اړه نوې پاڼه په دوحه کې نوره وانه وړي.
 
موږ د خپل هېواد د راتلونکې نيکمرغۍ لپاره د يوې رښتينې او معقولې سولې او ديموکراسۍ له جوړېدو نه پرته چې بنياد يې د افغانستان د خلکو اکثريت ته په خدمت و لاړ دی بله لاره د طالب او حکومت لپاره نه لرو او نه شته. زموږ  په نظر د دغسې يوې اجتماعي او بدې سياسي وضعې اصلي بنسټ د خلکو د حقوقو پوره تامين او د ملي حاکميت په اصل باندې په دوحه کې کامل اعتراف کول دي چې نه بايد دغه دوه لوی ټکي په پټ يا څرګند ډول هلته د غونډې په اجنډا کې د دواړو ډلو له لوري زيانمن شي.
 
په دوحه کې دغه پاکه هيله چې موږ يې څلوېښت کاله پخوا دې ته اړ کړي يو چې د خپل ځان  او خپلو ملګرو  وروستي نظريات او تګلارې هېوادوالو ته وړاندې  کړو او د افغانستان د ملت د خير او نيکمرغۍ لپاره يې د پلي کېدو هيله په نننيو شرايطو کې له طالب چارواکو او حکومت څخه وکړو، خو دا چې له دغې هيلې سره ولې د هېواد په نفس کمزوري مشران له اصلي مقصد څخه د اسلام په جامه کې واوښتل او په يوه غلطه لاره لاړل او روان دي دا ځان ته يو ځانګړی بحث غواړي چې په راتلونکې ليکنه کې به پرې بحث وکړو.
 
 نتيجه بايد دا وي هغه اميدونه او هيلې په يوې داسې پياوړې ديموکراسۍ بايد په دوحه کې د دواړو جګړه مارو ډلو له خوا بدلې شي چې له لومړي سره يې بنسټ په جګړه، ځانمرګو بريدونو، د ملي پوليسو او ملي اردو په بې ځايه وژنو او بالاخره د هېوادوالو په بې ځايه غولولو ولاړ نه وي. خو دغو ټولو تبليغاتو ته په همدې څلوېښت کلونو کې د اقتصادي او سياسي حالت د مطلقې ګډوډۍ او د افغانستان د اداري اجتماعي او سياسي حالت د مخ په ښکته تګ هغه ترخه حقايق د افغانستان د ملت او بهرنۍ نړۍ له سترګو څخه پټ نه شو کړای لنډه دا چې ديموکراسي يعنې د خلکو حکومت په يوه خپلسرۍ او انارشيزم او د مشروطه جګړه ييز رژيم په يوه مطلق العنانه رژيم بدلول دي او دغه درې جګړه ييز ځواکونه چې حکومت، طالب او داعش دي او د خلکو غاړې ته ورلوېدلي او جګړه اچول غواړي او حکمراني کوي چې اور يې بل کړی په دې وسيله د دې ککړې او خړې پړې او له بدبختيو او فقر او هلاکت نه ډکې فضاء په سيوري کې ناوړه مادي او ممکن سياسي مقصدونه تر سره شي.
 
د افغانستان په هر ګوټ او غاړو څنډو کې چې هېوادوال دي دغه زړه دردونکی حالت په ډېرې خواشينۍ او غمجنۍ ګوري او د خپلې خاورې د حال څارنه  کوي. راځئ په دوحه کې مېشت سياستوالو که هغه د افغان حکومت پلاوي ياست او که طالبان د ځان سمولو کوښښ وکړو، ډېر صبر او حوصله  په دې څلوېښت کلنه جګړه کې افغان ملت وکړه، خو نتيجې ثابته کړه چې دا هيلې بېخي بېځايه دي او دغه دوه ډلې د خپل واک خاوندان نه دي امريکايان او تور پنجاب چې کوم ډول خبرې ورته کوي نو دوي په هماغه ډول مطرحه کوي، ځکه دا څه معنی لري يوه موضوع چې هغه سوله ده په څلوېښت کلو کې د حل او فصل نه شي خو اوس موږ په دې فکر کې يو دا سياستوال چې نهه رهبران او تر څنګ يې طالبان او نور سياسي ګوندونه وه هر يوه څلور او پنځه لوېشتې ږيره د ملت د غولولو لپاره پرې ايښې وه دا نه د اسلام د ګټلو لپاره وه او نه د هېواد د آبادولو ځکه چې وای (که په ږيره ته جنت له خدايه غواړي- اخرت ته دې وړۍ بار کړې دي) ځکه ټول هېوادوال په تېره بيا اردو  او ملي پوليس د ښه په کلکه ملا وتړي چې نور دغه فاسدې ډلې او نظامونه له منځه يوسي او افغانستان له دې بدبختۍ خلاص کړي.
 
خبره داده  هغه فاسدې جګړه مارې ډلې هغه که په حکومت کې دي، طالبان دي، يا داعش دی بايد له منځه يوړل شي کوم چې په دې ملت نن سياسي ملنډې وهي او د اسلام له حقيقي روح سره برابرې خبرې کوي يعنې په دې توګه د جګړې دواړه خواوې وايې موږ مسلمانان يو هغه کې د افغان حکومت په دننه کې کومې ډلې دي او که د حکومت مخالفې ډلې دي ولې له ټولو نه نن جالبه خبره داده چې په دوحه کې د افغان حکومت مخالفې ډلې له نننيو امريکايانو او بهرنيانو سره د سولې په بهانه خبرې کوي خو له افغان حکومت سره چې مسلمانان هم په کې دي نه کوي. اوس تاسو خپله پرېکړه وکړئ چې مسلمانان څوک دي؟ او کومه ډله د هېواد لپاره په ګټه ده په دواړو بايد سړی نن بد و وايي که ښه؟
 
افغانان نن د زړه له تله په سوله راوستونکو فخر کوي او دا ورڅخه هيله لري چې نور جګړه بس ده، افغانان هم د سولې حق لري، درد لري، وينه لري، ډوډۍ ته اړتيا لري، ترکله به دا مسلمانې ډلې چې ځانونه د جنت لايق بولي جګړې کوي، تاسو هم د ګران افغانستان بچي ياست ستاسو لمسيان خو به يوه ورځ په دې خاوره کې ژوند وکړي، په قرآن کې د ځانمرګو بريدونو په باره کې کوم آيات نه دی راغلی، موږ مسلمانان يو افغانستان يو اسلامي هېواد، د اساسي قانون لومړۍ ماده اسلام دی.
 
د افغانانو له ملي کوښښ او هيلو نه په ډاګه څرګندېږي، چې د هيلو ترسره کېدل تر ټولو ډېر سولې ته اړتيا لري. هېڅ يو هېواد بې له سولې نه په خپلو هيلو بريالی کېدای نه شي، نو چې نه شي کاميابېدای راځئ سياستوالو په دوحه کې د افغانستان لپاره سوله خپله کړو،  بهانو ته به فکر کوم نوره اړتيا نه وي چې څوک يې کوي.
 
څرنګه چې موږ له هر چا ډېر د خپل هېواد د ترقۍ په لاره کې کوښښ ته ځان اړ بولو نو تر هر چا ډېر د نړۍ سوله او سلامتيا ته هم اړتيا لرو چې خپل هېواد ته راولو ترڅو د دې کار په کولو وکولای شو، اقتصادي، سياسي، فرهنګي او ټولنيزې ستونزې ورسره مخ په وړاندې بوزو همدغه علت دی چې د افغانانو د کامياب سياست لومړۍ او پياوړې ستنه د سولې غوښتنه ده او د نړۍ له ټولو هېوادونو نور په دې برخه کې مرسته غواړو چې په دوحه بايد دواړه خواوې د سولې د راوستو لپاره له پوره اخلاص څخه کار واخلي.
 
څرنګه چې د هېواد په آبادولو کې زموږ کوښښ اخر نه لري نو د هېواد له ټول ولس او په تېره بيا د ځلمي کهول د همکارۍ دوام زموږ د ټولو د زړه د تل غوښتنې دي او د هغو د حاصلولو پوره هيله لرو، چې په دې برخه کې د زړه له کومې عملاً لاس په کار شي او نننی هېواد يوځل بيا ګل او ګلزار کړي.