د څا له منځه د نيل تر څنډو

نجيب منلی
د نړۍوال وېب د پاڼو ترمنځ په پېچلو، تاو راتاو، جالیو کې کله نا کله سړی په داسې غميو واوړي چې راشه که یې ګورې. له تخنیکي لحاظه، د انټرنېټ مور د اټومي جنګ وېره ده: په ۱۹۶۰ لسیزه کې کمپيوټر په دولتي ادارو او علمي مرکزونو کې ورو ورو خپل حضور زیات کړ او په ورپسې لسیزه کې ډېرې تخنیکي چارې پرته له کمپيوټر څخه د تصور وړ نه وې او جنګ د بشر په تاریخ کې تر ټولو مهمه او ایجادګره تخنیکې چاره ده. د امریکا د جنګ ماشین، لکه د نورو پر مخ تلليو هيوادونو د جنګي دستګاوو په څېر تر ډېره د کمپيوټر د حافظې په کړيو کې راګېر و. دلته له ځینو سیاسي کړيو سره (بیا هم کړۍ!) دا وېره پیدا شوه چې که چېرته د امریکې د دفاع کوم غټ کمپيوټر د روس د تهاجم د کوم ستر آتومي بم سره مخ شي نو د امریکې د میزایلونو د کنټرول سیستم به سره وشړېږي، کمپيوټر پوهانو د کمپيوټرونو تر منځ د اړیکو داسې يوجال جوړ کړ چې که هرڅومره ګنې غوټې یې پرې هم شي بیا به هم توغوندي د دښمن ترکوره خپله لار مومي. اوس چې انټرنېټ د معلوماتي ټکنالوژۍ د ملا تیر دی، د متقدمینو هغه انګېرنه چې خبره یې له غشي سره ورته ګڼله تر پخوا لا دقیقه برېښي، د کمونکېشن ماهر لیندۍ کښونکی خپله نخښه نه خطا کوي.
استاد شپون تاند ته په خپله يوه لیکنه کې د چشتي صیب د يو مخمس یادونه کړې وه چې ده (استاد شپون) یې يوه مسره د پښتو ژبې د ګرامر د يوې خاصې اقتضا له مخې بدله کړې وه (مینې د يوسف کې زلیخا/زلیخې ګوتې بادرنګ کړې). ورځ، دوه وروسته مې په همدغه تاند کې يو خبر ولوست چې يو امریکایي طبیب د ليوناردو داوینچي د مشهورې تابلو «مونالیزا» یا «د ژوکوند موسکا» په سترګو کې پینځه سوه کاله وروسته د وینې د کولېسترول نخښې میندلې وې،
د انټرنېټ، اټومي توغنديو، زلیخا او مونالیزا تر منځ د وصل ټکی د هنر او تخنیک په رابطه کې دی.
کله چې هنر من خپل اثر ته تحقق وربخښي يو لړ تخنیکي وسایل کاروي، دا تخنیکي وسایل څه د اسبابو په نړۍ کې د هنري اثر د څرګندېدلو له پاره وي، يو شمېر یې نورو ته د ایجاد شوي اثر د رسولو له پاره وي او ځینې یې بیا د اثر د مقابل (مخاطب) په لاس کې وي چې اثر پرې وارزوي. خو هنري اثر هم لکه غشی یا توغندی چې يو وار والوت بېرته نه راګرزي.
يوسف ع یې وروڼو د کنعان په څا کې واچاوه خو د خدایۚ اراده دا وه چې د مصر د عزیز له کوره به اول زندان او بیا دربار ته رسېږي. په پاک قرآن کې دې کیسې ته احسن القصص ویل شوي دی (نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ) او په تورات کې هم په تفصیل راغلې ده. د زلیخا نوم نه په تورات کې شته او نه په قرآن کې خو راویانو تر موږ رارسولی دی. زلیخا ته چې د مصر اشرافیانې د ملامت ګوته نیسي هغه ورته چاړه په لاس کې ورکوي او د يوسف نندارې ته یې رابولي. د يوسف په لیدو دغه مصرۍ اشرافیانې د مېوې پر ځای خپلې ګوتې په چاړه وهي. چشتی صیب چې وایي «زلیخا ګوتې بادرنګ کړې» په حقیقت کې یې هنري اثر خپل کړی او د زلیخا ګوتې یې د ګاونډ د نورو مېرمنو د ګوتو پر ځای رانيولې دي او په چړو یې رېبلې دي.
امریکایي طبیب چې د لیزا دېل جيوکوندو د وینې کولېسترول یې د ليوناردو داوینچې د تابلو له مخې اندازه کړي دي يو هنري اثر ته د يو ریښتیني رنځور په سترګه کتلي دي. دا وینچي دغه تابلو د ۱۵۰۳ او ۱۵۰۶ کلونو ترمنځه جوړه کړې ده. په دې تابلو کې يوه ځوانه ښځه انځور شوې ده چې شاته یې يوه غرنۍ لړو نيولې منظره ده او پر شونډو یې يو ډول مرموزه موسکا ده. کېدای شي چې دا تابلو د نړۍ تر ټولو مشهور انځور وي. دغه ښځه څوک ده؟ ویل کېږي چې دا د فلورانس د يو سوداګر فرانچسکو دېل جيوکوندو د مېرمنې، لیزا، انځور دی. په ۱۵۰۳ کال کې لیزا څلېرویشت کلنه وه. دا هم ویل شوي چې دغه انځور هېڅکله د فرانچسکو لاس ته نه دی ورغلی. په تېرو دوو پېړيو کې پر دې اثر ډېر څه لیکل شوي او د بېلابېلو څانګو ماهرینو پرې ډول ډول تجربې کړې دي. ليوناردو داوینچې د تابلو په جوړولو کې داسې تخنیک کارولی چی د اشیاوو حدود یې په دقت سره نه شي معلومېدای، ان تر دې چې د انځور شوې ښځې په سر شال يوازې په ۲۰۰۶ کال کې د لیزر تکنالوژۍ پر مټ څرګند شو. ځینو هنرپوهانو ویلي دي چې ليوناردو داوینچې د لیزا د انځورولو پر مهال د خپلې مور له څېرې الهام اخیستی دی او داسې شواهد هم شته چې ليوناردو به په يوه هنري لوبه کې خپل تصویر ته ښځینه بڼه ورکړې وي. د دومره ګڼو فرضيو په موجودیت کې بیا دا فیصله کول چې د لیزا دېل جيوکوندو د وینې کولېسترول څومره وو داسې بې احتیاطي ده چې يوازې هنر یې د منلو زغم لري.
د يو ښه هنري اثر تر ټوله ستره ځانګړتیا همدغه د تعبیرونو او تفسیرونو له بې شماره غوټو جوړ شوی جال دی. هنرمن يوازې هغه وخت يو ښه هنري اثر ایجادولای شي چې خپل هنري نظر د پاخه تخنیک د عینکو تر شا پټ کړي، هغه مهال بیا د اثر مخاطب (لوستونکی، اورېدونکی، کتونکی) کولای شي چې د هنرمن بالقوه هنري تخلیق ته د بالفعل هنري اثر حیثیت وروبخښي. په حقیقت کې لکه درزي چې جامې ګنډي خو د جامو ښکلا په دې کې ده چې څنګه د يو چا له قد او اندام سره جوختې راځي، هنر من هم د هنري اثر يوه هڅه ایجادوي چې يوازې د مخاطب به موجودیت کې ترې هنري اثر جوړېږي. هر څومره چې مخاطب د اثر په هنري کولو کې خپلواک واوسي هماغومره دغه اثر ارزښتمن اثر دی.
د يوسف او زلیخا کیسه ځکه احسن القصص بلل شوې چې د تاریخي پېښو څخه څه باندې درې نیم زره کاله وروسته هم دا کیسه د مینې، سپېڅلتیا، د تقدیر د ناخوالو او د انسان د عالي مقام او ضعیف نفس تر ټولو خوندوره مجسمه ده چې چشتي صاحب یې له ګڼو تاریخي او مذهبي روایتونو سره سره په يوه مسره کې بڼه وربدلولای شي او کیسه خپل اصالت ساتي. د ليوناردو دا وینچي اثر ته ځکه شهکار ویلای شو چې څه باندې پینځه سوه کاله پرې تېر شوي خو بیا هم د يو بل هنر څښتن په کې همهغه روښانې نخښې میندلای شي چې د يو ویشتمې پېړۍ په ژونديو کې یې هم مومي، که څه هم د تابلو تاریخ د ده میندنو ته يو بل رنګ ورکوي.
د هنري تخلیق او هنري اثر تر منځ واټن هماغه د کنعان له څا د نیل تر راده پورې ده او يوازې هغه وخت د ځلېدا متره په کې پیدا کېږي چې زلیخا ګوتې بادرنګ کړي.
دا چې «زلیخا» بیا څنګه په «زلیخې» اوړي داسی تخنیکي چاره ده چې نورې غوټې یې سپړل غواړي.