د مظلومو ښېوه والو نجونو د پلار؛ غریو نیولې غږ

معمولاً؛ د هرې رسنۍ مشران له خپلو کارکوونکو سره، هر سهار، د ورځنیو کارونو د ویش او ترسراوي په موخه غونډه کوي.
زموږ د دفتر، د یوې ورځې سهارنۍ غونډه کې پریکړه وشوه چې د ننګرهار، د ښېوې [د یوه کس له لورې په یوه شپه د دوو خویندونو د ودونې]  پېښې په اړه باید خپرونه جوړه کړو.
همکارانو مې هڅه وکړه او ددغو نجونو د پلار شمېره یې ومونده.
د خپرونې پروډیوسر ورسره اړیکه ونیوله او د خپرونې د موضوع، وخت او د دفتر د پتې په اړه یې معلومات ورکړل.
له دغې شېبې وروسته، ماهم خپرونې ته  تابیا پیل کړه. ننګرهار کې مې خپل همکار ته زنګ ووهه، د پېښې په اړه مې لا نور معلومات ترې وپوښتل او تر ډېره مې په قضیه ځان پوه کړ.
د خپرونې وخت راورسېد. سټوډیو ته، له قده لوړ، د منځني عمر، کاغذونه یې لاس کې، کلیوال سړی راننوت.
خپرونې پیلیدو ته لا څو دقیقې پاتې وې.
د پوره نوم پوښتنه مې ترې وکړه. د پېښې په اړه مې تر څه حده معلومات هم وپوښتل.
همکارانو مې د نادرخان کاکا څادر کې مایک وتړه.
هغه وویل، څادر مې لرې کړم؟
ما ورته وویل: نه، وي دې، پروان نلري.
خپرونه مو پیل کړه. لومړنۍ پوښتنې ته ځواب ویلو کې یې غږ، غریو نیولی شو. نور یې د خبرې غځولو وس نه لاره. زما چې د ژورنالېزم په ډګر کې یوازې د ګوتو په شمېر برابر کلونه کېږي؛ دا مې لومړنۍ تجربه وه، چې دغه څېر وضعیت سره مخامخ شوم.
خو چې ژړغونی شو. د خپرونې بل مېلمه نه مې پوښتنه وکړه.
لږه شېبه وروسته مې بیا هم فرصت ورکړ. پر میز اېښي کاغذونو په اړه مې ترې پوښتنه وکړه. موضوع کوم ځای ته رسېدلې.!؟
د مظلومو ښېوه والو نجونو پلار، له درد او لوڼو سره یې د شوي ظلم ډکه کیسه پسې غځوله.
ویل یې چا چې راباندې ظلم کړی، له پخوا مو پېژندل، خپلوان مو دي.
ما ورته کړې، چې له وړاندې دې پېژندل او پوهېدې چې زورواکان دي او ستا د کورنۍ سیال خلک ندي، خو خپلوي به دې نکړه ورسره!؟
ځواب کې یې وویل، فکر مې نه کاوه چې داسې ظلم به راسره کوي. ما خو ویل چې خپلوان مې دي، داسې ظلم به نه راسره کوي.
نادرخان کاکا پر ولایتي ادارو یې نیوکې کړې. ویل یې څو ځله یې ترې غوښتنه کړې چې ورسره شوي ظلم ته یې دې رسیدنه وشي، خو چا یې غوښتنه نده منلې.
موږ په خپرونه کې د بشري حقونو د ولایتي کمېسیون یوه چارواکي هم لرله.
هغو مو د ټېلېفون له لارې د خپرونې مېلمنه وه.
  هغې خپل دلایل ویل. ویل یې، تر کومه چې یې مسوولیت و؛ قضیې ته یې رسېدنه کړې.
زما په آند
ظلم؛ ظلم دی هر څوک یې چې کوي باید سزا ورکړل شي. د مسوولو بنسټونو له لورې باید د مظلوم غږ وارویدل شي.
خو، د ښېوې پېښه کې، زه، د نجونو پلار هم، تر څه حده ملامت بولم. ځکه؛ خبرو کې یې راته وویل، چې دا خلک یې له پخوا پېژندل او د خپلوۍ کومه اړیکه یې هم ورسره لرله.
موږ په پښتو کې وایو:
 یاري د سیال سړي مزه کا
ځانته به ګوري ستا له ډېر قدر کوینه
مقابل لوری چې یې سیال نه و، باید خپلوي یې نه وای ورسره کړې.
بله ستونزه زموږ په پښتنو کې داده چې نجونې خپلې خوښې ته نه پریږدو. که د کومې نجلۍ کوم هلک خوښ شي او پوهېږي چې دا هلک یې د ژوند ښه ملګری کېدی شي. نو کورنۍ یې تر ډېره مخالفت کوي او د خپلې لور/خور پریکړه نه عملي کوي.
بیا نو چې د نجلۍ په خوښه پریکړه ونشي، پایلې یې ښې نه راځي.
کورنۍ دې د نجونو غوښتنې هم مني.