د سند د بريد په هکله د پخواني ولسمشر حامد کرزي مطبوعاتي اعلاميه

د افغانستان پخوانى جمهور رئيس حامد كرزى د پاكستان په سند ايالت كې په لال شهباز قلندر زیارت کې هغه تروریستي برید، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر زیارت کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندي.
حامد کرزی دغه شان بریدونه د ټولو انساني او اسلامي موازینو ضد عمل بولي او یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت ږغ کوي چې د دغه ناورین د له منځه وړلو لپاره په مبارزه کې، چې د پاکستان ملت یې هم قرباني دی، له افغانستان او خپلو نورو ګاون‌‌‌‌‌‌ډیانو سره لاس یو کړي او په دغه برخه كې ټینګه همکاري وکړي.
پخوانی جمهور رئيس د لوی خدای له درباره د دغې غمجنې پېښې قربانیانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوي.