پورې چې په سترګو پسې رانجي كړې
بيا مــــې ته ولـــــې قتل د زړګـــــي كړې
لــــږ خـــــو مـــــې مين زړه تـــــه وګـــــوره
ځان بــــه زمـــــا په مينــــــه ازاري كــړې
دا چــــې لـــرې لــــرې ګرځې درپوهېږم
آخېر به ځان لــــه موږ څخه ياغي كړې
ډېــــره مــــې يادېږې ديد دې نستـــه
خدايــــه د دوو سترګـــو ارزاني كړې
نرى ټوكـــرى په سر ګرځــــي لڅ مخ
مـــا يې خدايـــه مخ ته سپېلني كړې
لـــږ سمه ځــــه پر لار د خـــداى لپاره
خونــــه به مې ورانـــــه د زړګي كړې
خيال مې د زړګي كړه وران يې نه كړې
زه دې څــــه كړم ځان بـــــــه ازاري كړې
ځـــــمه و مسجــــد تــــه زارۍ كاندم
خداى كـــــه مې په برخـــــه ازلي كړې
محيب به خـــامخـــــا درپسې زاړي
ته چې يې له مينې پېښماني كړې
محيب رحمتي
وروستي