رمان

محيب رحمتي

چي نه جنګ وي نه يې رنګ وي
نه هم ټانك وي نه ټوپك وي
نه ښكاري وي نه جلاد
نه هم ظلم په چا كېږي
هر سړي سره خپلواك وي
چي مو زړونه وي بې غمه
نه ژړا وي نه غوغا
چي شپونكى وي او شپېلۍ وي
د چا زړه كي ويره نه وي
چي ماښام شي په ارام باندې سر كښېږدو

سهار بيامو بيل په لاس كي وي پټي كي
ماشومان بوتل په لاس د شلومبو ګرځي
څو زاړه زاړه او څيرې كتابونه
او پينې پينې كالي درومي مكتب ته
د همدې ورځي په هيله
ربه شپې صبا كوو موږ
ربه ورځې تېروو