محيب رحمتي
د الله تعالى له بې شمېره نعتمونو نه يو هم تور مرچ ده، تور مرچ په خوراكونو كي ډېر كارېږي، تاسو ته به معلومه وي چي تور مرچ چېري پيدا كېږي او څرنګه كرل كېږي، خو ايا تاسو ته دا معلومه ده چي د دې مصالې اهميت اروپايي قومونه هندوستان ته راكش كړل او په اخر كي هغوى د هندوستان حكمرانان سول
نن سبا تور مرچ په كورونو كي پراته وي او په ډېره اساني تر لاسه كېږي چي موږ خاص اهميت هم نه وركوو، البته په يوه زمانه كي دا دومره قيمتي و چي تور زر بلل كېدل، چي د مېلمنو په خوراك كي يې ګډول د كوربه عزت لوړاوه، په اروپا كي د دې قيمتي او ناياب مصالې ټول په لټه و، خو هغوى ته دا معلومه نه وه چي چېرته كرل كېږي او دا څنګه تياروي، هلته د دې په اړه څو بې بنياده متلونه مشهور و، چي په هغوى كي يو په دې ډول دى چي الوتونكي ډېر زهر لرونكي ماران د تورو مرچو د ځنګلونو ساتنه كوي، ځايي اوسېدونكي ځنګله ته اور وركړي ماران د لنډ مهال لپاره د ځنګله پسي واخلي بيا دا مصاله تر لاسه كوي، چي له امله يې رنګ هم تور دى او په دې كي د اور خوند دى
تورمرچ د هندوستان په كيرلا سيمه كي كېږي، تور مرچ ځانګړي وښكي لري چي رنګ يې زرغون دى، د دې ځاى خلك له زرګونو كلونو راهسي دا وښكي راشكوي، تر څو پيړيو پوري په يورپ كي د تورو مرچو پلورونكي او ډېر دولت ګټونكي تجاران يوازي عربان و، ځكه چي د دې سيمي لار يوازي دوى ته معلومه وه، هغوى خپلو پيرېدونكو ته دا راز نه وايه، د دې راز د پټولو لپاره د اروپا بې بنسټه متلونو هم تجارانو ته ډېره ګټه كوله او هغوى به يې وېرول چي همداسي ده لكه څنګه چي تاسي واياست، تر ډېره وخته پوري د تورو مرچو تجارت يوازي عربانو كاوه، خو د دوى دا تجارت تر ډېره وخته پوري همداسي پاته نه سو
د تورو مرچو استعمال د رومانيانو په وخت كي شروع سو، البته په پنځلمه عيسوي پيړي كي د اروپا د شمتنو كورنو نه ماسيوا، د تورو مرچو كارول د طاعون او ځينو نورو ناروغيو لپاره د درملو په بڼه شروع سو، چي په خپرېدو يې د هغه ځاى ډېر خلك مړه سول
د دې قميتي مال او د ډېري غوښتني له امله په 8 جولايي 1497 م كي پرتګال تر ټولو ښه بېړۍ واسكوډګاما (vasco d agama ) د تورو مرچو د منبع د معلوملولو لپاره روانه كړه، ډګاما د فلاټيلا د ستونزو د مقابله كولو د سمندر د هواوو په مرسته د افريقا د ساحلو د كټن سمندري لاري نه په مې 1498 م كي هندوستان په ته راورسېدو بريالۍ سوه، همدا راز همدوى ته په يورپ كي د انډيا د سمندري لاري معلومولو مقام هم ورپه برخه سو،
په 15 پېړۍ كي د كيرلا لپاره تورمرچ دومره ازرښت درلود لكه نن چي د خليجي رياستونو لپاره تيل ارزښت لري
ډي ګاما هندوستان ته د راتلو نه په 8 كلونو كي دننه، پرتګال په دې سيمه كي ځان ښه ټينګ كړ او دلته يې يوه قلعه هم جوړه كړه، د 16 پېړۍ په لومړيو كي د پرتګال د مصالو په تجارت كي مخته تللى و، كوم مال چي هغوى په تجارت نه سواى تر لاسه كولاى هغوى به هغه په خپل زور تر لاسه كوى، د تورو مرچو په خاطر پرتګال د هندوستان د مصالو لرونكي ساحلي سيمي په خپله محاصره كي واخيستې
كله چي د پرتګال په دې يقين راغلى چي په هندوستان كي د تورمرچو تجارت د هغوى په واك دى نو هغوى خپله توجه د نورو مصالو په پيدا كو ته واړوله، د هغوى د لټون لپاره بله مصاله دارچيني (يو ډول هندوي خواړه) وه، چي په 16 پېړۍ كي د اروپا د خلكو ډېره خوښه وه، دا له تورو مرچو هم ډېره ارزښتمنده وه، خو د دې منبع هم دوى ته نه وه معلومه، د كيرلا د شاوخوا په سمندر كي د عربانو په تجارتي بېړيو باندي په چاپو اچولو باندي هغوى ته په وار وار دارچيني په لاس ورتله، ځكه نو هغوى شك واخيست چي دا مصاله په همدې شاوخوا كي كېږي، خو د كيرلا سمندر نه وړاندي دوى يو مخ نابلده وه
په 1506 م كي پرتګاليان د عربو د يوې بېړۍ پسي پټ پټ روان و چي په طوفان كي لار ځني وركه سوه، هغوى په يوه نا اشنا ساحل كي پناه واخيسته، دا ده سرې لنكا ساحل و او دار چيني همدلته پيدا كېده، همداسي دوى ته د دار چيني مصالې منبع معلومه سوه
تورمرچ او دارچيني غوندي مصالې د نړۍ په خوراكونو كي يو لوى بدلون راوست او نن هم ډېر ارزښت لري
وروستي